بيړنې خبر په كندهاركې ځان وژونكې پخپله ځان مړكړ

حاجی پوپل | اپریل 6th, 2008


يوتن ځان وژونكې مخكې له دي څخه چې كندهارښارته داخيل سي دكشفي مامورينوله لوري په نښه اوپخپله يې ځان ته چاودنه وركړه .


دكندهاروالي اسدالله خالدماښام ناوخته مهال په يوه خبري ناسته كې وويل چې بريدكونكې هوډدرلودچې كندهارښارته ننوځي اوبريدترسره كړي .


دنومه وړي په خبره چې ماښام اووه بجې بريدكونكې دكندهاردهوايې ډګراوكندهارښارترمنځ په (شوراندام) سيمه كې  پداسي حال كې چې امنيتي سرتيرورته ددريدوامروكړله موټرڅخه كښته اوپه خپل ځان پوري چاوديدونكوتوكوته يې چاودنه وركړه .


ښاغلي خالدزياته كړل چې په بريدكې چاته زيان ندي رسيدلي اويوازي دبريدكونكوپه وژونه پايته ورسيد.


دبريدكونكې دسولۍ موټرپه سيمه كې كلابنداوافغان امنيتي مامورين يې دپلټني په حال كې دي .


دكندهاردوالي په خبره چې په تيرودوورځوكې يې دادوهمې خونړي پېښي مخ نيوي دي چې دوى يې كوي
پرون هم يوتن له چاوديدونكوتوكوسره يوځاي نيول سوي وو.

Copyright Larawbar 2007-2024