کور / کره کتنه / په پوهنتونونو کې باید د تدریس ژبه انګلیسي شي؟

په پوهنتونونو کې باید د تدریس ژبه انګلیسي شي؟

د افغانستان په دولتي او ځینو غیر دولتي پوهنتونونو کې له هغه نصاب څخه کار اخیستل کیږي چې د نړۍ د ټولو مخ پر ودې هیوادونو له نصاب سره هم نشي پرتله کیدای، په پوهنتونونو کې هغه زاړه او د 30کلونو مخکې مواد تدریس کیږي چې څو لسیزې مخکې د وخت استادانو د محصلینو او زده کوونکو لپاره لیکلي وو چې له هغه وخته راپدیخوا بې له کوم بدلونه ترېنه تر ننه له یادو موادو استفاده کیږي.


که چیرته کوم استاد وغواړي نوي مواد تدریس کړي باید د اړونده پوهنتون علمي شورا یې وګوري بیا ورته رایه ورکړي سره له دې چې استاد په دې کار سره تر ډېرو ګوتنیونو لاندې راځي او دا تور پرې لګول کیږي چې کواګې دا استاد زموږ پخوانیو استادانو ته احترام نلري، چې دا کار خپله ددې ستونزه را ولاړوي چې استاد هیڅ ددې هڅه ونه کړي چې زده کوونکو ته نوي مواد تدریس کړي، له بلې خوا زموږ هیواد کې په رسمي ژبو پښتو او دري کې هم داسې مواد نشته چې زده کوونکي ترېنه د خپلو درسونو تر څنګ استفاده وکړي او دا د پوهنتون محصلینو ته یو لویه ستونزه ده، هغه مواد چې لولي یې په کاري ساحه کې ترینه ګټه نشي اخیستلای، دا ځکه چې ښکاره ده له ۳۰ کالو راپدیخوا په هر څه کې بدلون راغلی او تعلیمي او تحصیلي چارو خو خورا زیات بدلون موندلی، شلمه پیړۍ د ساینس او ټکنالوژۍ زمانه ده، خو زموږ په پوهنتونونو کې همغه د ۲۰ او ۵۰ کالو مخکې مواد تدریس کیږي او دا په داسې کې چې د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۱۰ – ۲۰۱۴ میلادی په ستراتیژیکي پلان کې داسې راغلي:


((د تدریس او ښوونې د علمې کچې د لوړتیا او ورته نوو معلوماتو تیارول، د محصلینو لپاره دقیق، مؤثق او علمي معلوماتو د برابرولو لپاره باید په پښتو او دري ژبو دا زمینه برابره شي، نو د نصاب د معیاري کولو په موخه به له انګلیسي څخه پښتو او دري ته کتابونه او مجلې وژباړل شي، نو ددې پورته امکاناتو پرته امکان نه لري چې استادان او محصلین دې وکولای شي په ټولو برخو کې نوو، پرمختللو او مډرن معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړي))


دا چې تراوسه د لوړو زده کړو وزارت پدې اړه کوم مثبت ګام نه دی پورته کړی او نه یې دې مسلې ته پوره پاملرنه کړې ده، ځکه وینو چې تراوسه د پوهنتون د نصاب په نامه د لوړو زده کړو وزارت له لوري کوم کتابونه نه دي ژباړل شوي او که د پوهنتونونو د استادانو لخوا کوم کتابونه ژباړل شوې هم دي ډیری یې معیاري نه دي ژباړل شوي، تر ډیره بریده په کتاب کې اصلي محتوا ته پاملرنه نده شوې، تر پوره کچې کره ژباړه او کره لیکنه په پام کې نه ده نیول شوې، هغه محتوا چې په اصلي کتاب کې ده، یانې په انګلیسې یا بله ژبه کې ده، هغه اصلي مفهوم په ژباړل شوي کتاب پښتو یا دري کې نشته.


که چیرته ددې ستونزې د حل لپاره اقدام کیږي نو باید چې یا انګلیسي ژبه تدریس شي او یا هم د لوړو زده کړو وزارت تازه او نوی نصاب رامنځ ته کړي او په هر پوهنځۍ پورې او هر مسلک کې ټول کتابونه رسمي ژبو پښتو او دري ته وژباړل شي، خو تر ډېره بریده دا کار لوړې بودجې ډېر زیات کار او ډیر زیات وخت ته اړتیا لري چې اوس وخت کې دې شرایطو ته لاسرسی نلرو، نو په کار ده چې د تدریس ژبه انګلیسي شي، او دا کار به افغان ځوانانو ته دېرې ګټې ولري له یوې خوا به کره، نویو او تازه معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي له بلې خوا به د زده کړو اصلي سرچینو ته په خپله لاسرسی ومومي.


تر ټولو مهمه ګټه یې دا ده چې په پوهنتونونو کې به د ژبنیز تعصب کچه بیخې راټیټه شي او تر ډېره بریده به دا بې کاره پدیده له منځه لاړه شي، چې اوسمهال د پوهنتونونو یوه خاصه ځانګړنه ده.


په پوهنتونونو کې په انګلیسي ژبه تدریس مهمه او اهمه ګټه داده چې محصلین کولای شي په اسانۍ په خپل مسلک کې زیاتو سرچینو ته لاسرسی پیداکړي، دوی به د مسلکیت په لوري قوي ګامونه کیږدي او محصلین به مجبور نه وي چې د خپل مسلک اړوند درسونو لپاره په نورو پوهنتونونو یا انستیتونونو کې داخله وکړي.


د یادولو وړه ده چې د پوهنتون زیاتره محصلین په انګلیسي ژبه کې ستونزه نلري، ځکه د ښوونځي له څلورم ټولګي یې پیل کړې او تر دولسمه کولای شي دومره انګلیسي زده کړي چې پرې درس ولولي او یا پرې مطالعه وکړي.


له بلې د افغانستان ستراتیژیک موقیعت، سیاسي حالاتو، ټولنیزو چارو او کاري پروسې ته په پام سره دولت باید داسې محصلین فارغ او کدر ټولنې ته وړاندې کړي چې له وخت سره سم زده کړې ولري او هم په سمه توګه په مارکیټ کې کار وکړی شي، ټولو ته روښانه ده چې د مارکیټ ژبه انګلیسي ده.


په همدې هیله