پكتيا ته د مركزي حكومت پام ور اوښتۍ
حبيب تاثير - کوټه
د ښاغلي جمعه خان همدرد په راتګ پكتيا ته د مركزي حكومت پام ور اوښتۍ
مخكې له دي د پكتيا ټول اولس له مركزي حكومت څخه نا راضي وو، دا چي لامل به يې څه وو سړي پري څه نه شي ويلاي
. ځكه ځايي خلك دا وايي چي پكتيا ته مركزي حكومت دايم يو داسي والي را استولې چې هغه يا په اولس كې نفوذ نه لرې او يا په دولت كې دننه د محبوبيت خاوند نه دي ، د خلكو په وينا د كرزي صيب په حكومت كې د ا اووم والې دي چې پكتيا ته راځې خو له همدرد څخه مخكې په تيرو شپږو كلونو كې يو وزير هم پكتيا ته نه دي راغلې چې ددغه خلكو ستونزې وګوري او د حل لاره ورته وسنجوي .
دا خو لا پريږده قومي سپين ږيري به د طالب او القاعده په نوم نيول كيدل ، خو كله چي څو مياشتي وړاندې ښاغلي همدرد دلته د والي په صفت راغي نو خلكو ته د هيلو ډيوي په بليدو شوي او هغه فاصله چي د اولس او دولت تر منځ راغلي وه هغه په وركيدو ده .
همدا ده چي د وزيرانو د راتګ لړۍ هم پيل شوه ، په پيل كې سلاكار وزيران په قومي چارو كې لكه امان الله خان ځدراڼ او شهزاده مسعود .د ښارې پراختيا وزير ښاغلي پښتون ، د مالې او بريښنا وزارت معينان صاحبان او دادي د يوه لوړ پوړي پلاوي په رائس كې ښاغلي اسدالله وفا سلاكار وزير او د جمهوري رياست د شكايتونو د كميسون مشر هم پكتيا ته راغلل چي د خلكو ستونزي له نږدي څخه وګوري ،
هغوي په لمړي ورځ له دولتي چارواكو سره وكتل اروسته له هغه له خلكو سره د كتني په وخت كې د خلكو ستونزي يي واوريدي.
خلكو په يوه غږ له ولسمشر كرزي څخه مننه وكړه چې مونږ ته يې د همدرد په شان والې را استولۍ او همدا ده چې دده په راتګ سره هم مونږ ته امنيت راغلي هم بيا رغونه چې بهترين مثال يي ستاسو راتګ و پكتيا ولايت ته دي.
خلكو صرف يو وړانديز درلود چې د ا مرستي اوكارونه اوس هم د پكتيا ولايت لپاره كم دي ځكه په دي تيرو شپږو كلونو كې پكتيا ولايت ته هيڅ هم نه دي شوي او بل دا چي جنګ دحل لار نه دي بايد له طالبانو سره د خبرو لاره غوره شي.