کور / شعر / غزل

غزل


مه كړئ نور د خداى لپاره جنګ لاسونه ونيسئ
پورته د اسمان په لوري دنګ لاسونه ونيسئ
بيابه درنه هيڅوك د مرګونو تمه نه كوي
پرېوزئ ورته پښو كې د ملنګ لاسونه ونيسئ
موږ به د اور ډكې زولنې ورپسې نه راوړو
تاسي يې درتم كړئ د اورنګ لاسونه ونيسئ
بيا د رڼا ستوري له اسمانه رالوېدلي دي
ونه لوېرږي تنګې خولۍ تنګ لاسونه ونيسئ


توري د قاسم د چا د غاړي ملغلرې دي
غلابه يې كړي بيا ترېنه بدرنګ لاسونه ونيسئ