کور / سپورټي / په جلااباد کې دمنان جام شل اورېزې سيالۍ پيل شوې

په جلااباد کې دمنان جام شل اورېزې سيالۍ پيل شوې

دکونړولايت کرکټ منتخبه لوبډله هم دپاکستان په چمپين ليګ او رمضان کپ سياليو کې دلوبېدو غوښتنه کوي .
دکرکټ بورډ دختيځ زون دکونړ ولايت استازى عبدالله عادل وايي چې ديکشنبې په ورځ په همدې موخه پاکستان ته روان شو،ترڅو دهغه هيواد دکرکټ مسؤلينو او دپاکستان دلوبډلې پخواني کپتان رشيدلطيف سره دکونړ دکرکټ منتخبې لوبډلې په اړه خبري اتري وکړي .
نوموړي زياتوي دخبرو موخه يې دپاکستان په چمپين ليګ او رمضان کپ سياليو کې دکونړ کرکټ منتخبې لوبډلې ته دځاى ورکولو غوښتنه ده .
عبدالله عادل په وينا کونړ لوبډلې چې په دې وروستيو کې له ځانه ښه وړتيا ښودلې په چمپين ليګ او رمضان کپ کې چې دپاکستان سربېره دکنيډا،امارات، سعودي عربستان اوکابل چيتا لوبډلې لوبيږي په لوبيدو سره به يوشمير نوري تجربې ترلاسه کړي .
ديادونې وړده چې دپاکستان چمپين ليګ او رمضان کپ سيالۍ دپاکستان دجيو سوپرټلويزيوني شبکې له لارې په ژوندۍ بڼه خپريږي .