لغمان: د ۱۶ لوبډلو تر منځ سيالۍ پيل سوې

د لراوبر اداره | مې 12th, 2012



په لغمان ولايت کې دشپاړس لوبډلو ترمنځ دسولې جام سيالۍ پيل شوې
دکرکټ بورډ ختيځ زون دلغمان ولايت استازى ميوندمجاهد وايي دغه شل اورېزې سيالۍ چې ددغه ولايت په مرکزمهترلام کې ترسره کيږي په کې  شپاړس هغه لوبډلې برخه لري، چې له دوى سره ثبت شوي دي .
نوموړى زياتوي دسولې جام سيالۍ اته ورځې دوام کوي او هره ورځ به دوه،دوه لوبې ترسره شي
دهغه په وينا ددغه سياليو موخه په لغمان ولايت کې دکرکټ لوبې پرمختګ دى
ديادونې وړده ديادو سياليو دبرابرولو ټول مالي لګښت دختيځ زون کرکټ بورډ دلغمان استازي ميوند مجاهد پرغاړه دى .
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې په کونړ او ننګرهار ولايت کې هم دسولې جام ترنامه لاندې دکرکټ شل اورېزې سيالۍ ترسره شوي دي
 

Copyright Larawbar 2007-2024