کور / نثر / د ریدي ګل او غانټول خبرې

د ریدي ګل او غانټول خبرې

وړومبی ټوک

ریدي ګل—–غانټوله تاته حیران یم چې د هرچا بدي شې -خو د چا ښکاره او د چا پټ—–دا ولې؟؟؟؟؟؟
عانټول—-ریدي ګله زه یو مشکل (عیب)لرم چې په چا پسې وروستو تللی نه شم او د چا نه وړاندې تګ نه غواړم

ریدي ګل—-ستا په خبره مې سر خلاس نه شو غانټوله!
غانټول—-ریدیه! دا خو ساده خبره ده چې په چا پسې وروستو ځکه نه ځم چې خپله خودي راباندې ګرانه ده او د چانه مخکې ځکه نه ځم چې د نورو خودي او عزت راباندې هم ګران دی

ریدي ګل—-غانټوله که ځان د ژوند د لښکر برخه ګڼې نو دا لښکر خو دغه دوه کردارونه لري -یابه شاته تګ کوې او یا به سرلښکر يې!
غانټول——-ریدي ګله ته ډیر ساده سړی يې تاته ددغو دوه کردارونو نه غلاوه نور کردارونه نه ښکاري -ځکه خو د پيړیو نه د لښکر د شاته تګ کوونکو برخه يې-ته د خپله دې ارزښته نه يې خبر چې ته نه يې نو ستا سرلښکر به خپل وجود بایلي-ته د پيړیو پیړیو نه په دې شاته تګ کې داسې بوخت يې چې ډیر سپیځلي کردارونه درنه پټ دي-ددې لښکره ګڼ وګړي غاړې ته شوي -او په دغو وګړو کې داسې هم شته چې ددې لښکر او سر لښکر دواړو ښیګړه غوږاړي -خو لښکر ترې نه دی خبر او د سرلښکر دا کردارونه په دې خبره بدي شي چې د خپل حیثیت او وجود بایللو خطر پکې ویني-

ریدي ګل—–غانټوله خبرې دې ښي دي خو زه چې کله هم ستاسره ناست یم نو ته راته همدغه بوسو کې پټې اوبه بوځې-ته چې کوم دغه کردارونه یادوې د لښکر ملګري پرې کله کله خبرې کوي او په زړه کې دننه زما هم دغه کردارونه خوښ دي او غواړم چې ددغو خلکو برخه شم خو زه د ځان په څنګ کې ټول ملګري پيژنم چې زما ملګرتیا به ونکړي-او دا فکر او ویره ترهه هم لرم چې که له کاروانه اوځم نو دا خپل وسنی حیثیت به هم اوبایلم او د لښکره بهر به هم لکه ستا تش تماشبین پاتې شم

غانټول—ریدیه!نن دې راته ایله د زړه خبره وکړه قربان دې شم-تاته د لښکره بیلیدونکي ځکه تش تماشبین ښکاري چې ستا به زړه دننه موجودې ویرې او ترهې ته فکري غلام جوړ کړی يې-په تاکې ځانباوري(خوداعتمادي)ختمه شویده-او دا فکري غلامي ده چې ته له ویرې نه خپله د زړه خبره خپلو نزدې ملګرو ته هم نه شې کولی-او دې غلامئ ته دومره ځپلی يې چې د چاپيرچل ټول ملګري درته د ځان په څیر ښکاري-او دغسې دې فکري غلامئ ټول لښکر په ولقه کې اخستی دی-تاسو ته خبر نشته چې چرته روان يئ خو روان يئ-او تاسو ته د لښکره بغاوت کونکي کردارونه ځکه تش تماشبین ښکاري چې لښکر ټول د فکري غلامانو ډک دی-که ته په خپل ارزښت خبر شوې نو د انساني عظمت په فلسفه به دې سر خلاس شي-او خپل فکر به نورو ملګرو ته هم ورسوې-او د ویده لښکر هغه خاموش او غلي ملګري چې په بې مرامه مزل کې يې پیړئ تیرې کړې د ځانونو په معنا او ارزښت پوهولی شې-نو بیا دغه فکري بدلون (انقلاب)په عملي بدلون(انقلاب)کې بدلیدی شي-او سرلښکر خو به یا له مجبورئ نه غاړې ته شي او یا به د لښکر په رنګ کې رنګ شي

ریدي ګل—غانټوله یاره اوس لږ لږ پوهه شوم-او ستا دا کردار مې هم ډیر خوښ سو-او رښتیا هم ته له لښکره وړاندې هم مه ځه او وروسته مه ځه-چې په وړاندې تګ کې درته زمونږ توهین ښکاري او وروستو تګ کې خپل توهین وینې–خو زه به ستا پیغام ارومرو د لښکر په ملګرو کې خپور کړم-او په زړونو او فکرونو کې به يې بدلون ځکه راځي چې ته ځان سرلښکر جوړول نه غواړې او په لښکر کې خاموش بدلون داسې غواړې چې لښکر ته د مرام درک هم ورکوې او سر لښکر هم په دې لښکر کې لټولی شې

غانټول–ریدي ګله ځه ورشه -او خپل کار په تدبیر سره سرته ورسوه -زه به هم دلته یم که چاته زما خاموش کردار هر رنګ ښکاري خو زما رب تا مالومه ده چې زما مغزو ته يې زما او ستا د عظمت فلسفه سپارلې -او منزل د موندلو جنون يې زما سرته خيزولی
ژوند زوند–تر بله وخته دې په خداي سپارم