کور / راپور / د جامع الفنون ښاغلي محمد معصوم هوتک په وياړ غونډه

د جامع الفنون ښاغلي محمد معصوم هوتک په وياړ غونډه

د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د تېر په څېر نن ورځ ” د پښتو ژبي د تکړه او نامتو څېړونکي ، ليکوال او شاعر استاد محمد معصوم هوتک د ادبي خدمتونو په وياړه غونډه جوړه کړه”.
 غونډه نن د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کي ترسره سوه چي پکښي تکړه،نامتو،  په ژبپوهنه کي برلاسى ليکوال ښاغلي عبدالرزاق پالوال ، د پوهنتون استاد ښاغلي انجنېر صاحب شېرشاه رشاد، د سيمي منلى او وتلى استاد حاجي فضل محمد پنهان، د پوهنتون استاد ښاغلى حيات الله رفيقي ، کندهار والي ډاکتر توريالى ويسا، د ولايت مقام مرستيال او د اطلاعاتو او کلتور رياست رئېس عبدالقديم پتيال او شاوخوا ٥٠٠ تنو نورو اديبانو، ليکوالانو، شاعرانو ګډون کړى ؤ.
غونډه د الله پاک جل جلاله د سپېڅلي کلام په څو سپېڅلو آياټو سره چي د ښاغلي جلال الرحمن شرر له لوري تلاوت سول پيل سوه.
د پيل خبري ښاغلي عبدالقديم پيتال وکړې او زياته ئې کړه چي که څه هم چي څنګه ښايي په هغه کچه مو دا غونډه نه ده جوړه کړې او همدا ډول نوموړي وويل چي پښتانه که څه هم چي د مسلطو کسانو له لوري تل تر واک لاندي دي او هغوى ئې د يوې نه يوې ستونزي سره مخ کړي دي خو بيا ئې هم په هر وخت کي پرهر حالت کي او پر هر ډګر کي نوم وړى او داسي کسان ئې ټولني ته وړاندي کړي چي هر دښمن ته ئې غاښ ماتوونکى جواب ورکړى.
نوموړى وويل چي د ښاغلى استاد د ډېرو آثارو ترڅنګ اوسنى راتلونکى اثر چي نوم ئې پښتو متون سمېدل غواړي دئ ډېر کار کړى ، په هغه اړه ئې مقدمې ليکلي او په حواشيو کي ئې ډېر کار کړى دئ.
نوموړي وويل چي په داسي وخت راغلى چي د سړي څخه کره او کوټه ورک او هيڅ سراو سربند ئې نه معلومېږي خو ددې ښاغلي استاد په وسيله ئې همېشه د حل لار ورته پيدا کړې او داسي دلائل ئې د هر څه له پاره وړاندي کړي چي هيڅ په دوو ګوتو نه پټېږي.
نوموړي خپلي خبري ښاغلي استاد ته د ښه او اوږد ژوند په غوښتنه پاى ته ورسولې او وروسته کندهار والي توريالي ويسا ته بلنه ورکړل سوه.
کندهار والي په خپلو خبرو کي وويل چي نوموړى د ډېره وخت د ښاغلي استاد سره پېژني او وې ويل چي کله موږ زده کړه کول نو د يوې دورې زده کوونکي ؤ چي ښاغلي استاد په حاجي ميروېس خان نيکه په ليسه کي زده کړه کول او موږ په احمد شاه بابا په ليسه کي.
نوموړي وويل چي کله موږ زده کړي کولې نو په هغه وخت کي د دې ولايت يو وتلى او نامتو ليکوال ښاغلى محمد انور نوميالى ښوونکى ؤ او ښاغلي استاد ته ئې د جامع الفنون لقب ورکړى ؤ .
نوموړي وويل چي په ښوونځي کي ټول زده کوونکي ټول مضامين نه سي زده کولاى يا په ټولو کي ډېر لاس بري نه وي که لاس بري وي نو په يوه او يا دوو مضامينو کي وي خو دا چي ښاغلى استاد په ټولو مضامينو کي په بشپړ ډول برلاسى ؤ نو ځکه ورته ښاغلي استاد محمد انور نوميالي د جامع الفنون لقب ورکړى ؤ.
نوموړي وويل چي که څه هم چي ښاغلى استاد زموږ ا و ستاسو څخه ليري دئ خو فکراً او همدا ډول د نوي ټنکنالوژۍ پر بنسټ زموږ او ستاسو سره دئ او تل زموږ سره په هر څه کي شريک دئ.
والي وويل چي نوموړى نه غواړي د ښاغلي او دروند استاد په اړه نوري خبري وکړي ځکه چي استاد په ټوله افغانستان کي پېژندل سوى او خپل ځان ته د خلکو په زړونو کي ځانګړى مقام لري چي هيڅ د سترګو د پټېدو او نه هېرېدو دئ.
کندهار والي هم خپلي خبري ښاغلي استاد ته د اوږد او هوسا ژوند او همدا ډول په خپلو کارو کي د بريا په غوښتلو سره پاى ته ورسولې.
تر کندهار والي وروسته تکړه  او نامتو ليکوال او په ژبپوهنه کي برلاسى ليکوال ښاغلى عبدالرزاق پالوال د دريځ مخ ته را وغوښتل سو.
نوموړي د ښاغلي استاد پر هغه کتاب چي متون سمېدل غواړي رڼا واچوله او زياته ئې کړه چي د دې سرليک څخه داسي معلومېږي چي متون مخکي سم ول خو اوس خراپ سوي دي او بايد ورباندي کار وسي چي بېرته سم کړل سي.
نوموړي وويل چي پخواني برلاسي ليکوالان او شاعران چي په سر کي ئې رحمان بابا، خوشحال خان خټک ، حميد بابا او نور دي او هغوى ئې سرغنه کسان وبلل هغوى په هغه ژبه خبري او ليکوالي کوله چي نن ورځ د لوى کندهار ژبه ده.
نوموړي وويل چي په اکوړه، باجوړ او نورو سيمو کي چي کومه ژبه ويل کېدله هغه اوسنۍ د لوى کندهار ژبه ده.
ښاغلي پالوال وويل چي په کندهار کي پخواني اوسېدونکي قومونه هوتک او محمدزي ول.
ښاغلي پالوال صاحب وويل چي دا څه ډول معيار دئ چي سم شکل و خراپ شکل ته اړه وي.
نوموړي د “په” او “پر” ، د “وېري” او ” بېري” د ” دويم” او “دوهم” او همدا ډول پر نورو کليمو رڼا واچوله او هغه ئې وېره نه بلکي بېره، دويم نه بلکي دوهم ، سور نه بلکي سپور، خور نه بلکي خپور، سورلى نه بلکي سپرلى وبلل او دا ئې د شعر د قافيې اړوند وبلل.
نوموړي د خپلو خبرو په پاى کي وويل چي که د والي صاحب خوښه وي چي ښاغلى هوتک صاحب دکندهار د اطلاعاتو او کلتور د رئېس په توګه وټاکي ډېر به ښه وي نوموړي وويل چي په دې اړه به هم ښاغلي والي صاحب او هم ښاغلي هوتک صاحب ته مرکې کوي چي دا کار وکړي.
نوموړي هم ښاغلي استاد ته د ښه ، اوږد او ځواکمن ژوند غوښته وکړه او د استاد هلي ځلي ئې نه هېرېدونکي وبللې.
وروسته د پوهنتون افتخاري استاد ښاغلي انجنېر صاحب شېرشاه رشاد ته بلنه ورکړل سوه چي د دريځ مخ ته راسي او ګډون والو ته خپله وينا واوروه.
ښاغلي استاد په خپلو خبرو کي د کابل و شمالي لور ته پر پروت کلافصيل باندي رڼا واچوله او وې ويل چي د افغانستان ډېر تاريخي کارونه د همدې کلافصيل څخه د يوشمېر کسانو په وسيله چي د کندهار ولايت اوسېدونکي ول ترسره سوي. نوموړي امير شېرعلي خان، د افغانستان په کچه عالم تکړه ، پوه او نامتو ليکوال او شاعر حبيب الله ، ډاکټر صاحب عبدالرزاق پالوال او نور د دې کلافصيل وبلل او زياته ئې کړه چي دا کسانو د افغانستان په کچه نه هېرېدونکي کارونه ترسره کړي.
نوموړي وويل چي د هغوى د نښو څخه يوه نښه چي اوس هم الحمدالله موږ او تاسو ته راپاته ده هغه ښاغلي عبدالرزاق پالوال دئ چي د ١٣٣٧ يا ١٣٣٨ کلو څخه تر اوسه ئې قلم په لاس کي او د دې ژبي له پاره خدمت کوي.
نوموړي وويل چي د فاضل استاد، علامه، پوهاند، تاريخ پوه او څېړونکي استاد ښاغلي عبدالشکور رشاد ١٦ کتابونه ئې د هغه تر مړيني وروسته چاپ کړي چي سمون او ترتيب ئې ټول ښاغلي استاد محمد معصوم هوتک کړى نوموړي وويل چي که ښاغلي استاد دا کار نه واى کړى خداى خبر چي موږ او تاسو به پر کمه روان واى او څه ډول به مو کړى واى نوموړي وويل چي له دې امله د استاد ډېر منندوى دئ .
نوموړي خپلي خبري د ښاغلي استاد د بريا او هغه ته د اوږد ژوند په غوښتلو پاى ته ورسولې.
وروسته د پوهنتون استاد ښاغلي حيات الله رفيقي ته بلنه ورکړل سوه او هغه وويل چي استاد د ډېر وخت راهيسي پېژني او د هغه ټول صفات ور معلوم دي نوموړي وويل چي د الله پاک له لوري تل ښاغلي استاد ته داوږده عمر غوښتنه کوي .
تر ښاغلي استاد وروسته د اصلاح ليسې مدير ښاغلي حافظ جلال الرحمن شرر ته بلنه ورکړل سوه او هغه هم د استاد پر ژوند رڼا واچوله نوموړي وويل چي د کتاب رانيول خو اسانه خبره ده خو چي دى کله د ښاغلي استاد کتاب رانيسي او تل د ځان سره دا فکر کوي چي ښاغلي استاد به د دې کتاب پر ليکلو څونه ستونزي ګاللي وي ، څونه دخوښۍ محفلونه او نور بانډارونه به ئې پر پرې ايښي وي، څو ګيلاسه چاى به ورته سړې سوي وي او د څونه ستونزو سره به مخامخ سوى وي.
نوموړي خپلي خبري و ښاغلي استاد ته د ښه ژوند په غوښتنه پاى ته ورسولې.
د غونډي لومړى پړاو تر ٠٦:٢٠ دقيقو پوري ؤ او د لومړي او دويم پړاو ترمنځ د ماځيګر لمونځ ادا کړل سو.
د دويم ځل له پاره غونډه پر ٠٦:٣٠ دقيقې پيل سوه.
لومړى نجيب الله هوتکي خپله مقاله واوروله او تر هغه وروسته ښاغلي نثار احمد صالح ته بلنه ورکړل سوه چي د دريځ مخ ته راسي او خپله چمتو کړې مقاله ګډون والو ته واوروي.
ښاغلي نثار احمد صالح استاد حقيقت ته قائل وباله او هغه ئې پر پښتو يو مين کس وباله چي خپل ټول ژوند ئې دې کار ته وقف کړى.
هغه زياته کړه چي هغه کسان چي وايي چي که غواړى چي يو قوم له منځه يوسى نو ئې ژبه ور خراپ کړئ دا شعار تل د ښاغلي هوتک صاحب په وسيله له خاورو سره خواري سوى او د هغوى دا ارمان تر اوسه نه دئ پوره سوى او نه به پوره سي.
وروسته د کندهار پوهنتون په استازيتوب عارف حقمل خپله مقام او د پوهنتون مقام له لوري رالېږل سوى پيغام ولوست او په رالېږل سوي پيغام کي د استاد کارونه نه هېرېدونکي او د پام وړ بلل سوي ول.
ښاغلي سيد احمد قانع د بلجيم څخه د استاد په وياړ د جوړي سوي غونډي له پاره د حاجي امين باوري پيغام ولوست.
تر ښاغلي قانع وروسته د غونډي درانه مېلمه ښاغلي محمد معصوم هوتک ته بلنه ورکړل سوه.
ښاغلي استاد لومړى د ټولو ګډون والو د ګډون څخه مننه وکړه او د د هغوى د ا حساساتو او د نوموړي سره د ميني لرلو قدردانى ئې وکړ.
ښاغلي استاد خپلي خبري په ( نحمده و نصلي على رسوله الکريم ………….) باندي پيل کړې او وې ويل چي تر اوو کالو وروسته ورته خپل ټاټوبي کندهار ته د راتګ سعادت ور په برخه سوى.
نوموړي وويل چي په دې ډګر کي ئې دونه کار نه دئ کړى چي څونه ښايي خو تر خپله وسه ئې هرڅه کړي او کوي به يې.
ښاغلي استاد وويل چي تر دې ځايه دا خلافت موږ درته را ورساوه او اوس نور ستاسو کار دئ او پام کوئ چي د څو محدودو يا که محدود نه وي په پراخه کچه وي، امتيازاتو په بدل کي د دې خلافت سره نامردي و نه کړئ ځکه دا کار بيا سبا جوابېدل غواړي او راتلونکى نسل به ستاسو په اړه څه فکر کوي.
ښاغلي استاد زياته کړه چي ستاسو په احساساتو او ولولو کي د دې خاوري ښه راتلونکى وينم.
ښاغلي استاد پر دې خبره ډېر ټينګار وکړ چي که څه هم چي د وطن او خلکو څخه ليري دئ خو فکراً د خپلو خلکو سره دئ او ډېر ځله په خوب کي کندهار وينم.
نوموړي وويل چي که د افغانستان آبادول وي هم د دې ولايت څخه سوي او خداى مه کړه که ورانول وي هم د دې ولايت څخه سوي او په دې اړه ئې خورا ډېر تاريخي ثبوتونه وړاندي کړل چي تاسو به ئې د دې غونډي په وېډيو راپور کي چي په لراوبر کي به خپورسي واورى.
نوموړي په خپله وينا کي وويل چي تاسو د مېروېس خان نيکه سياسي ژوند پرېږدئ يوازي ئې ادبي ژوند وګورئ چي هغه څه ډول تېر کړى . نوموړي وويل چي حاجي مېروېس خان نيکه به پېښور او نورو سيمو ته خلک استول او د هغو ځايو څخه به ئې کتابونه او نور ادبي توکي په راوړل.نوموړي وويل چي هغوى خلکو ته د ښه پښتون نوم ورکړى ؤ چي دا ډېر غټ نوم دئ کوچنى نوم نه دئ.
نوموړي وويل چي تر هغه وروسته چي کله نادر افشار پر هېواد سلطه وکړه، هېواد ئې وران کړ، عالمان ئې بېګار کړل  او تر هندوستان ئې تېر کړل نو د دې ولايت په شېرسرخ کي يوځوان د هغه خلاف ږغ وکړ چي دا ږغ يو ملکوتي ږغ ؤ او آن تر هندوستان ئې آواز ورسېد.
نوموړي وويل چي خپله شاهد دئ چي په هغه سيمنارونو کي چي په کابل کي به جوړېدل ، مستشرقينو ، روسانو او  د نورو بېلابېلو ملکو استازو به پکښي ګډون کاوه او کله چي به هغوى کمه پوښتنه کوله نو يوازي او يوازي به څلور لاسه د ځواب له پاره پورته کېدل چي يو به د علامه عبدالحي حبيبي، بل به د پوهاند عبدالشکور رشاد، بل به د ښاغلي عبدالرزاق پالوال صاحب ؤ.
د لراوبر يادونه: په لراوبر ويب پاڼه کي د دې غونډي د راپور او وېډيو کتل مه هېروئ.