کور / تازه خبرونه / کلاسيف الله : فرهنګپالو د اجمل خټک د مزار سپکاوی وغندئ

کلاسيف الله : فرهنګپالو د اجمل خټک د مزار سپکاوی وغندئ

په کلاسیف الله ښارګوټي کې د پښتو ادبي ټولني کلا سیف الله د ملګرو یوه هنګامي غونډه د ستر شاعر اجمل خټک بابا د مزار چې تېرو ورځو کې د شرخوښو او ترهګرانو له په بومونو ولوزول شو وشوه دا غونډه د ټولنې د مشر محب الله ښېراز په مشري کې وشوه و غونډي ته شېرزمان زیارمل ،نواز قایل،محمد انور انور،ظریف صبا،محب ښېراز،خدائیداد شبګیر،ګلزار عاصم او ظفر فدا په خپلو ویناوو کې دا پېښه زیاته و غندله او ويې ويل چې اجمل خټک په رښتيا د پښتون ولس غم خوار و د داسې يوۀ کس پر قبر بريد ډير دردونکى دى چې د پښتنو يووالى يې غوښت او له پښتنو سره يې د ښو هيله لرله. وینا کوونکو وويل په تېرو وختونو کې د دا ډول بريدونو پړه په وسله والو کسانو اچول شوې خو په اصل کې دا ډول بریدونه د نړیوال ښکېلاګرو او سامراجي قوتو یوه برخه بللاي شو. ولي داسي پېښي هیڅ یو مسلمان او کوم بل مذهبي پرسته کس نه شي کولای او نه یو پښتون داسي کولای شي بلکې دا سي پېښي صرف د ترهګروچې نړیوال سامراج یې تر شا ولاړ دی . هغوی زیاته کړه چې د داسې يوۀ کس پر قبر بريد ډير دردونکى دى چې د پښتنو يووالى يې غوښت او له پښتنو سره يې د ښو هيله لرله. وینا کونکو غوښتنه وکړه چې د خیبر پښتونخوا حکومت دي بیرته ژر تر ژره دا مزار جوړ کړي او د دې کار تورن کسان دي و نیول کیږي زیاته سزا دي ورکړل شي. او وینا کونکو و وئیل چې دښمن په داسي کارونو زموږ حوصلې نه شي کښته کولای بلکې زموږ حوصلې لا نوري ټینګیږي .