کور / شعر / پسرلی

پسرلی

په ګلونو چي ډک غرونه او دښتونه شي پسرلې دی
پرصحراچه ځمکه ټوله شنه رغونه شي پسرلی دی


دچوغکواوبلبلوچوڼهارشي نوی وږم منځ ته راشي


کروندوکي کرل شوی شنه کښتونه شي پسرلی دی


»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»


دکوچیانو کډي بارشي چوپانان خوشاله ګرځي


هره سیمه دریدۍ اودلاله په سروګلونوشي پسرلی دی


نوی فصل ښه موسم دی د هر چا خوله کي خندا ده


کښته پورته له آسمانه د اوریځوبارانونه شي پسرلی دی


»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»


د ساړه ژمی د ویري مي- روغ زړه په آرام نشو


شین آسمان په ښکلوستوروچی څراغونه شي پسرلی دی


دمطرب خوږی وږمې دي تازګې او خو شالې ده


ټول افغان که تل بیغمه دجګړودسرواورونوشي پسرلی دی


»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»» »»»»


د هجرت ټول مساپر که په رضا خپل کورته ولاړشي


موروپلاراوښه دوستان یئ د ګډا په اتڼونوشي پسرلی دی


د پردو خلکو کلتور کي مي دا روغ زړه آرام نه شو


زما «نورزی» آرمان که اولس ته خدمتونه شي پسرلی دی


»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»


ولی محمد نورزی « می ۲۰۱۲» هالند