افغانستان او جرمني ستراتيژيک تړون لاسليک کوي

د لراوبر اداره | مې 14th, 2012


د افغانستان ولسمشر ددې اوونۍ په پای کي د جرمني پلازمېني برلين ته ځي چي د الماني چارواکو سره د افغانستان المان د ستراتيژيک تړون په اړه مخامخ خبري وکړي ، ولسشر کرزی دغه خبري په روانه مياشت کي د شيکاګو د کنفرانس څخه مخکي کوي . د ولسمشرۍ دفتر څخه په ترلاسه سوو معلوماتو کي ويل سوي دي چي د جرمني افغانستان ستراتيژيک تړون به د ۲۰۱۴ کال څخه مخکي لاسليک سي . افغانستان تر دې مخکي د امريکا د متحده ايالتونو سره هم ستراتيژيک تړون لاسليک کړ چي د ايران په ګډون يې د ځينو ګاونډيو د مخالفت ږغ پورته کړ خو افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چي د نړۍ د پرمخ تلليو هيوادونو سره دافغانستان ستراتيژيک تړونونه افغانستان ته په اقتصادي ، سياسي او نړيوال ډګر کي ګټور تماميږي .

Copyright Larawbar 2007-2024