کور / نثر / د ښکلا معیار

د ښکلا معیار

ښکلا یو له هغو نعمتونو څخه دی چې الله ج په دې دنیا کې د نړۍ ټول انسانان پرې ښکلي کړي او دا نعمت چې نوم یې ښکلا دی په انسانانو باندې داسې ویشل شوی چې برخې او اندازې یې بیلې بیلې دي.


وایي د نړۍ تر ټولو ښکلی انسان حضرت یوسف ع سلام ؤ، او ښکلا هغه نعمت دی چې خپله الله ج خوښ کړی لکه چې وایي الله ج ښکلی دی او ښکلا خوښوي.


د ښکلا په اړه بېلابېل نظریات دي، ځینې دلته راوړم چې له بېلابېلو سرچینو مې راټول کړي:


       ښکلا داسې یو مېلمه دی چې هر چېرته لاړ شی هر ځای او په هر کور کې قدر لري. ګویته


       ښکلا هغه خوږ او رنګین ګل ته ورته ده چې هر څوک غواړي په شیبو شیبو ورسره پاتې شي.


       ښکلا یوه منطقي پېښه ده چې وړوکې یې سترګې، ستر یې زړه او پایله یې شور او شوق دی. سقراط


       ښکلا د سترې دښتې په شان ده چې لاروی پکې سرګردان دی خو هرې خواته چي خپلې سترګې واړوي د خپلې خوښې څیز به وویني. هالندي شعر


       ښکلې تل په خپل حسن غره وي او وایي ښکلې یم خو یوازې زه یم ، تاریخ تل ددې خبرې شاهد دی.


       ښکلا د لږ وخت ظلم دی. سقراط


دا خو د ښکلا په اړه د نورو خبرې وې، خو آیا تاسو کله دا پوښتنه اوریدلې! چې ښکلا یانې څه؟ چاته ښکلی یا ښکلې ویلی شو او یا دا چې آیا د ښکلا اندازه معلومه ده او کنه؟ ښکلا په کومه تله تلل کیږي، او څومره وزن باید ولري چې د ښکلي نوم وګټي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې لاتراوسه په کره ډول نه دي ځواب شوې.


دا پوښتنه چې چاته ښکلي ووایو بېلا بېل ډول ځوابونه ترلاسه کولای شي:  ما د خپلې تکې تورې همکارې افریقایی اصله امریکايۍ څخه پوښتنه وکړه چې تاسو په دواړو قارو پورې اړوند یاست! کولای شئ د افریقا او امریکا په بېلابېلو لویو وچو کې د ښکلا په اړه راته ووایاست، چې یو ښکلی او یا ښکلې کس (نر او ښځه) کوم خصوصیات ولري چې ښکلي ورته وویلی شي:


هغه په ډېره لېوالتیا وویل: “اووووهههه وټ اا ګریت کویسشن؟ نوموړې وویل چې افریقا که یو کس (نر او ښځه) ډیره ښکلا لري نو هغه کس باید لاندې خواص ولري:


رنګ یې دومره تور وي چې تر هغه زیات تور نه وي، او که لږ تور وي بیا موږ ورته زیړنک یا زیړنک وایو چې څوک یې نه خوښوي، برابرې سترګې خو د سترګو سپین یې باید ډیر تیز وي، بوکه پوزه، ډبلې شونې، که یې شونډې نرۍ وي هم ښکلی نشی ورته ویلی، او ډیر لوړ قد هم د ښکلا مانا نه ورکوي، کلک او کرګوتي ویښتان چې دایما یوه درجه کل وی، چاغښت عیب دی خو ډنګرتوب تر هغه زیات عیب ګڼل کیږي او د ښکلا معیار راټیټوي.”


“راځو د امریکا لویه وچه: په امریکا کې تر ټولو مهم او اهم شرط د ملا نریوالی دی، ددې په وینا  ځینو ښځو خپلې ملاوې دومره نرۍ کړې چې د اولاد د زیږیدو چانس یې هم له لاسه ورکړی. لوړ قد هم د ښکلا شرط دی خو ډیر زیات، ټیټ قد د ښکلا معیار راټیټوي. بیا هم تر ټولو مهم او اهم شرط د بدن ثابت ساتل دی یانې باید ډنګر وی، چاغښت د ښکلا معیار ته ضربه رسوي، سپینوالی هم د ښکلتوب شرط ندی خو تر ټولو ښکلې ښځه یا ځوان هغه دی چې غنم رنګه وي، مناسبې شونډې ولري، مناسب قد ولري، ډنګر وي او د ښکلا اندامونه یې راوتلي وي”


له یو دوست نه چې په اورپا کې اوسیږي وپوښتل چې دلته د ښکلا معیاري شرطونه څه دي: نوموړي وویل چې په اروپا کې د ښکلا له شروطو څخه یو هم د ویښتانو د رنګ ژیړوالی دی، لوړ قد، شنې او نرۍ سترګې، ډنګره قواره چې وزن یې کم وي. تر ټولو مهمه خو دا چې دلته د غنمرنګو بازار ډېر ګرم دی”


د روسیې په للینګراد ښار کې مې یو دوست اوسیږي: له هغه مې دا پوښته مطرح کړه چې روسیه چې کومې پیغلې او کوم ځوان ته ښکلي ویلی شئ:


نوموړي وویل تر ټولو مهم د پوستکي ښویتوب دی، د طلایی ویښتانو درلودل د ښکلا یوه ځانګړنه ده، سترګې یې باید زیاتې شنې نه بلکې د شنو او خړو تر منځ وي، ډیر زیات نری قد ولري چې وزن یې له معیاري وزن زیات نه وي، د نوموړي په وینا په پوست کې باید هیڅ نوع خال سپونی او لکې نه وی، اود وجود اندامونه یې چسپ او جذاب وي.


اوس راځو زموږ هېواد کې آیا دا پدېده په پام کې نیول شوې او کنه او که نیول شوې چاته ښکلې ویلی شو:


په انګلیسي کې یو متل چې ژباړه یې داسې ده: “ښکلا د خلکو په سترګو کې ده” د ښکلا په اړه لیدلوری بیخي متفاوت دی.


په هر حال دلته زموږ او ستاسو په هېواد کې د ښکلا معیارونه بیلابیل ډول تعریف شوي دي، که کلیو او بانډو ته لاړ شو او له کومې ښځي پوښتنه وکړل شی چې زوی ته د څنګه ښځه کوي؟ حتمي یې په ځواب کې وايي چې سره، سپینه او چاغه وي. یانې په ډیر لیرې پرتو ولایتو کې معیار چاغښت او سپینوالی دی.


که د افغانتستان ځینې نورو ولایتو کې دا پوښتنه مطرع شي ضرور به یې ځواب دا وي چې لویې سترګې، وړه خوله او اوږده زنه او جګ قد د ښکلې ښځې نخښې دي.


په کابل کې هم ډیری کورنی داسې نجونې ښکلې بولې چې لوړ قد ولري، ډیره چاغه نه وي، برابرې سترګې له برابرو شونډو سره غنم رنګه او له اوږدې غاړې سره یې زیات او اږده ویښتان د ښکلا نښې دي.


غواړم دلته مې د یو دوست قیصه وکړم چې په مینه یې واده کړی، وایې کله مې چې واده وکړ او د ژوند تر ټولو خوږ ملګری مې کورته راننوتو، د بیروبار په کمېدو او د وخت په تیریدو سره چې کله فضا ارامه شوه ټولو خپلو خپلوانو راته ویل چې ته ړوند یې!!! دا نو څه شی ده، که تا ته نه پیدا کېدې؟ فلانۍ به د کړې او فلانی به دې کړې وه. زه چې تر حد زیات مې له خپل نصیب خوښ وم په خندا مې ورته وویل زه د انتخاب حق لرم او دا زما کار دی. مننه!!په پټه پټه مې دا خبره له ځان سره تکراروله چې ای لیونو تاسو خو یو ځل زما په سترګو کې ورته وګورئ!!!


تر ټولو مهمه دا ده چې دا قبوله کړو چې د ښکلا معیار د هر چا په سترګو او لیدلوري پورې تړلی، څوک سپین رنګ خوښوي او څوک غنم رنګه د چا لوړه پوزه خوښیږي د چا مناسبه د چا وړې شونډې خوښیږي خو یو بل څوک بیا د وړو شونډو طرفدار ندي.


د یادولو وړ ده چې د یوې سروې له مخې دا کالونه د غنم رنګو د کلونو په نومونو یادول شوي او بازار یې موندلی.


خو په ځینې ځایونو کې بیا چاغوالی، پنډوالی یانې د ټیټ قد، لنډ ورمیږ او کمو ویښتانو نجونې تر ټولو ډېرې مغرورې دي او دا نجونې ځانونه د د ښکلا په اوج کې حسابوي.


“ښکلا د یو انسان هغه سپیڅلې ځانګړنه ده چې انسان او انسانیت د تشکیلېدو سره سمه رامنځ ته شوې، ښکلا د غړیو مناسب جوړښت ته ویل کیږي چې، د مخ کاسه د سترګو، شونډو او غاښونو سره په انډول کې داسې سره برابر جوړ شوي وي چې په جذابیت سره کتونکی تر اغیزې لاندې راولي،  او دا له هغه مناسب قد او مناسبو اندامونو جوړ انسان وي چې د اخلاقو یوه نمونه وي، په تکرار سره ویلی شو چې ښکلا نه یوازې ظاهري بڼه ده بلکې د یو انسان کړه وړه چې بل انسان تر تاثیر لاندې راوستلی شي د ښکلا په نوم یادیږي.”


روح الله وفا