کور / اسلامي / دحضرت عيسی عليه السلام په هکله اسلامي عقيده۴برخه

دحضرت عيسی عليه السلام په هکله اسلامي عقيده۴برخه

بسم الله الرحمان الرحيم

په بل ځای کي فرمايي:: ( وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرائيلَ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ ) المائدة /72 .{په داسي حال کي چي مسيح عليه السلام ويلي وو:اې بني اسرائيلو: دالله بندګي وکړئ،چي هغه هم زمارب دی اوهم ستاسو،چاچي دالله سره څوک شريک وګاڼه،الله پرهغه جنت حرام کړی اودهغه استوګنځی دوزخ دی اودداسي ظالمانوهيڅ مرستندويان نشته}(چي دوی له دوزخه وژغوري اوجنت ته يې ورسوي اوياعذاب ورباندي کم کړي)

پردغسي کسانوباندي الله پاک جنت له دې امله حرام کړی دی چي دوی دالله پاک سره بل څوک شريک گڼلی دی اودالله پاک قانون دادی چي شرک نه بخښي اوله شرک(اوکفر)څخه علاوه نوري گناوي که لويي وي اوکه وړې وي،چي

چاته يې وربخښل وغواړي وربخښي يې .

په دې مبارک آيت کي داويل شوي چي حضرت عيسی عليه السلام پخپله په څرگندوټکوکي بني اسرائيلوته وضاحت کړی ووچي تاسويوازي دهغه الله عبادت وکړئ، چي زماهم رب اوپالونکی دی اوستاسوهم.

له الله پاک پرته دبل هرچاله عبادت اوبندگۍ څخه يې دوی په کلکه بندکړي وو،دتوحيدلورته يې بلنه ورکړې وه اوله شرک څخه يې منع کړي اووېرولي وو.

نوده پخپله څرگنده کړې چي زه بنده يم،زمارب الله دی اوزه يې مربوب اوبنده يم،نوپه داسي حال کي بياهم ده ته رب ويل ډېره دحيرانتياخبره ده،چي دی پخپله ځان ته بنده وايي اودده په دروغه دمنلودعوه کوونکي وايي چي نه بنده نه دی بلکي خدای دی .

همدارازدايې هم ورته جوته کړه چي چادالله تعالی سره څوک(په خدايي کي اويادخدايي په ځانگړوصفاتوکي)شريک وگاڼه،نوالله پاک پرهغه جنت حرام کړی او(دتل لپاره)دهغه استوگنڅی دوزخ دی اودداسي ظالمانوهيڅ مرستندويان نشته.

دحضرت عيسی عليه السلام دغه دتوحيددعوت ،چي الله پاک يودی،شريک ورسره نشته، نن سباچي کوم محرف اوله ځان جوړشوی کتاب دانجيل مقدس په نوم ددوی ترمينځ استعماليږي په هغه کي هم په گڼومواردوکي موجودي دي .

لکه دبېلگي په ډول په استثناء۴باب ۳۵آيت کي داسي راغلي دي:داټول هرڅه تاته دروښودل شول،څوته پوه شې چي

يوازي خدای خدای دی،اوله ده پرته بل هيڅوک(خدای) نه دی!!

چي کله له حضرت يسوع مسيح(عليه السلام)څخه پوښتنه وشوه چي ترټولوحکمونولومړی کوم حکم دی؟نوپه

انجيل مرقس ۱۲باب ۲۹آيت کي داسي دي چي :يسوع ځواب ورکړ،چي اول دادی اې اسرائيله واوره!خدای

زموږخدای يوازی يوخدای دی!!په ۳۲آيت کي دسوال کوونکي ځواب داسي ذکرشوی دی چي هغه وويل:اې

استاذه ډېرښه! تارښتياوويل هغه صرف يودی اوله هغه پرته بل هيڅوک(خدای) نه دی!!

همدارازپه انجيل يوحنا۱۷باب ۳آيت کي داسي راغلي دي چي:اوتلپاته ژوندون دادی چي هغه تايوه خدای اوپرحق لره اويسوع مسيح لره څوک چي تالېږلی دی وپېژني!!

همدارازپه ۲ سموئيل ۷باب ۲۲آيت کي داسي وايي چي :نوته اې خدايه!لوی خدای يې ځکه څنگه چي موږپه خپلو

غوږونوسره اورېدلي دهغه مطابق هيڅوک ستاپه څېرنشته اوستاپرته هيڅ خدای نشته!!

همداراز ددغه کتاب په نوروډېروځايونوکي هم داخبره شته چي الله جل جلاله يودی،شريک اوساری نه لري.

خوليکن دايوڅوحوالي هم دنموني په ډول پوره دي .

نوربيا……