کور / ترخې خبري / يو په بل پسي وژل

يو په بل پسي وژل

ارسلا رحماني ووژل شو

د طالبانو پر مهال د لوړو زده کړو مرستیال وزیر، د کرزي د حکومت د سنا او د سولې د عالي شورا غړی مولوي ارسلا رحماني پرون د ثور په ۲۴ نېټه سهار مهال ووژل شو. وژونکی او د وژل کېدو وجه به یې خدای خبر کله معلوم شي او که نه خو دا معلومه ده چې نوموړی د سولې رښتونی غوښتونکی وو. وژونکو یې د سولې پر مرۍ نور هم لاسونه ټینګ کړل.

وژل اوس دومره اسانه دي!

دغه پېښه کابل پوهنتون ته نږدې په ده بوري څلور لاري کې شوې ده. په دغه څلور لارې کې پولیس همېشه سخته تلاشي کوي. ښاغلی رحماني د یوه بدمرغه هیواد د یوه ککړ نظام کارکوونکی وو. که رحماني صاحب په ځانمرګي برید کې وژل شوی وای، که له ښاره لرې هلته چې د پولیسو تلاشي نه وي وژل شوی وای او هلته چې خلک نه وای وژل شوی وای نو ښه به وه. موږ خو به کم له کمه دا نه ویل چې پولیس چېرته وو. هغه د ګڼه ګوڼې په داسې یوه لاره کې چې د ډېرو موټرو له لاسه لاره تر ډېره وخته بنده وي، له یوې سپینې کرولا څخه د ډزو کوونکو له لوري ووژل شو. موټر دغې سیمې ته څنګه راغی؟ چا تلاشي کړی وو که نه؟ بېرته له دومره ګڼه ګوڼي څنګه ووت؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې حکومت به یې د خپل همېشني عادت په توګه د یوه کمیسیون له جوړولو وروسته جواب پټ کړي.

يو پر بل پسې

که نظام همداسې روان وي، وضعیت به همداسې په خرابېدو وي او که همدا چارواکي واکمن وي نو یو پر بل پسې به همداسې وژل کیږو. رحماني که د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی وي او که د وسله مخالفینو لخوا، مهمه نه ده. مهمه دا ده چې نوموړی د اوسني دولت د کورنیو چارو وزارت د غفلت، بې کارۍ، او تنبلۍ له امله وژل شوی. دغه وژنه یوازې دا ثابتوي چې د نظام د بې کفایتۍ له امله وژونکي دومره زړور شوي چې په اصطلاح د پړانګ له خولې خپل ښکار تښتولای شي. که همدغه حالت وو، لرې نه ده چې د نورو لوړرتبه یا ټیټ رتبه چارواکو د مرګ خبر هم واورو او تقدیر به ښايې هغه ورځ هم راولي چې د نورو د سوله ساتونکي، د کورنیو چارو د اوسني وزیر د مرګ خبر هم واورو.