کور / تازه خبرونه / په كندهاركې كاناډايان اوس په بيارغاونه كې هم برخه اخلي

په كندهاركې كاناډايان اوس په بيارغاونه كې هم برخه اخلي

په كندهاركې دميشتوكاناډايي سرتيرله لوري دبيارغاوني په برخه كې دپنجوايي والسوالۍ دمركزاو(موشان )ترمنځ دعمومي سړك دبنسټيزي رغاوني چاري پيل سوې .
دپنجوايي – موشان ترمنځ سړك ټول ۲۲ كيلومتره واټن لري چې د۵،۶ كيلومتره واټن د ډامبركولوچاري په لمړي پړاوكې پيل سوې .


دكندهاردوالي اسدالله خالدپه خبره چې ددغې سترې پروژي مالي لګښت دكاناډاهيوادله لوري وركول كيږې چې په ټوليزډول ورباندي ۵،۴ ميليونه ډالره لګښت راځې .


دسړك جوړه ونې تخنېكې چارې دايساف په چوكاټ كې بوخت دكاناډاهيوادنظامي انجنيران سمبالوي چې دسېمې ۴۷۰ تنه كاريګروته پكې دكاركولوموقع برابره سوې ده .


نومه وړې سړك دپنجوايي والسوالۍ دلويولاروپه برخه كې دوهمه ستره پروژه ده چې در غاونې چاريي پيل كيږي .


تردې وړاندي دكندهارښاراودپنجوايي والسوالۍ ترمركزپوري د۲۰ كيلومتره په واټن سړك په بنسټيزډول دچاپان هيوادله لوري رغول سوي .


دپنجوايې والسوالۍ چې په تيرودوكلونوكې دكندهارولايت په كچه ددولت دوسله والومخالفيونواودولتي سرتيروترمنځ دجګړوډګرواوس پكې دبيارغاونې غټي پروژي ترسترګوكيږي .


دپنجوايې- موشان ترمنځ دسړك دكاردپيله ولومراسموته دكندهاروالي اسدالله خالدديوې ډلې خبريالانوپه ملتياتللي و.


ښاغلي خالدتيرودوكلونوته په كتوسره له ځايي خلګوڅخه غوښتنه وكړل چې د بيارغاونې ترخوادښوني اورزني دپياوړي پروسي لپاره هم  امكانات برابركړې .
په پنجوايې والسوالۍ كې دافغان ملي پوځ مشرقومندان ډګروال احمددبيارغاوني اونورچارودامنيت په خوندي كولوكې هوډڅرګندكړچې پوره چمتووالي لري ترڅوله ټولوامنيتي ننګونوڅخه مخه ونيسي .


ډګروال احمدتيرودوكلونوته په اشاري سره يادونه وكړل چې په پنجوايې والسوالۍ كې په ټوليزه توګه امنيت دډاډوړدي اوپرمختيايي پروژوته يي هرازامكانات برابركړې دي .
دپنجوايي والسوالۍ ځايې مشرانوغوښتنه وكړه چې دامنيت په خوندي كولوكې دي دولت پاملرنه وكړې .


دوى دځينوځايي مشرانووژنې ته په اشاري سره وويل چې ددولت وسله وال مخالفين دسيمې دبيارغاونې په چاروكې بوخت ځيني مشران په نښته كوي .


دكندهارامنيه قومندان څرګنده كړل چې دپنجوايې والسوالۍ پوليس يي ترمسلكې روزني لاندي نيولي اوډيرژربه يي ترروزنې وروسته دافغان ملي پوځ دسرتيروپه ډول په ټولوجګې تجهيزاتوسمبال اوپه دنده وګماري .


په پنجوايې والسوالۍ كې تردې وړاندي هم يوشمېرټول ګټې پروژي بشپړه سوې .
په دغه والسوالۍ كې دوې مياشتي وړاندي ي دژړى والسوالۍ ترمنځ نښولونكې پل هم پرانيستل سوي وو.


دسړك جوړه ونې دارزښت اودسيميزووګړودترانسپورتې ستونزدلمنځه وړلوپه اړه دكندهاردولايتي شوارغړي  اودپنجوايي قومي مشرحاجي اغالالى وايې چې له همدي لارې به يي ګڼې ستونزي هواري سي .


دكاناډاهيوادنظامي سرتيري په داسي حال كې په بيارغاونه كې برخه اخلي چې هيواديي پريكړه كړې نوربه په افغانستان كې دنظامي عملياتوترڅنګ په بيارغاونه كې دپام وړكارونه ترسره كړي .
په افغانستان كې دميشتوكاناډايي سرتيروعمومي قومندان جنرال (لاروش ) دپنجوايي دسړك جوړه ونې دپروژې په اړه وويل چې دبيارغاونې په لړكې به زيات نورروغونيزكارونه ترسره كړي .


دپنجوايې والسوالۍ چې په كندهاركې دوه كاله وړاندي دجګړې توډګرواوس پكې دپام وړكارونه ترسترګوكيدل .


دپنجوايي والسوالۍ بازارچې دوه كاله وړاندي پكې يوازي يوه نانوايي اويوداوړودوكان پكې ترسترګوكيدل اوس له  ګڼې ګوڼې څخه په ډك بازاربدل سوي اوپه پراخه پيمانه ځايي خلګ په كې په كاروباربوخت ښكاريدل .


كله چې مې دوه كاله وروسته دغې والسوالۍ ته سفروكړنوديوه عصري ښارګوټي ،دلوبودميدانونواودډامبرسړكونوپه ليدوسره مې خوراپرمختګ ترسترګوسو.


دنوروسيموپه ډول  زده كونكې ښونځيوته تلل اوټولي چارې پكې په عادي توګه روانې وي .