کور / تازه خبرونه / د ميدان وردګ والي وايي ټولو ادارو ته يې پلانونه جوړکړيدي

د ميدان وردګ والي وايي ټولو ادارو ته يې پلانونه جوړکړيدي

دميدان وردګ ولايت والي عبدالجبار نعيمي په اداري غونډه کې وويل، چې  د ولايتي ادارې د لاسمون لپاره يې هر رياست: پوهنې،کرنې،امنيت، او نورو ته پلانونه جوړ کړيدي او هر اداره يې مکلفه کړېده، چې دخپل پلان له مخې کار ته ادامه ورکړي.

هغه وويل،چې دحاضرۍ،دکوکنارو دله منځه وړلو،امدادي،بيارغونې،محبس،امنيت او نور چارو لپاره يې کمېسيونونه هم جوړ کړي، چې هر کمېسوين به خپلې اړوندې چارې څېړي او له څېړنې وروسته به يې ستونزې او لاسته راوړنې په ګوته کوي. او پر اساس به يې  دستاينې او يادګېرنې پروګرام پلى کوي.

په اداري غونډه کې والي عبدالجبارنعيمي پر خپلو رئيسانو ټينګار وکړ،چې هر يو دې يوۀ ورځ   له ولس سره دکتنې لپاره ځانګړې کړي، د ولس ستونزې دې واوري او په هوارولو کې دې لاس په کار کيږي.