کور / راپور / سرانانو په پنډغالي کي يوه غونډه ترسره شوه

سرانانو په پنډغالي کي يوه غونډه ترسره شوه

داغونډه  دسرانانوپنډغالي په دولسم نمبرښونځى کي دکډوالوادابي ټولني له خواترتيب شوي وه


 يه دې  يادشو غونډه کي  سپين ژيرو ځوانانوښوونکو زده کونکو ځينوخيريه موسيسوميلمنو اويوشمير خبري رسنيو خبرياﻻنو هم برخه اخيستي وه غونډي سر مشري ښاغالي ظاهر پشتون په غاره  وه
دغونډي موخه دا وه :


١…د زده کونکود ورځني  غيرحاضري مخ نيوۍ.
٢…دنشيي توکو پرضد.دښونکو مبارزه
٣…د زد ه کړي دکيفيت دلوړتيا  لپاره هڅي



لومړى د ا غونډه د قران مجيد په سپيڅلې تلاوت سره شروع شو.
چي وروسته ښونکو دخپلو ستونزو يادونه کوله ښوونکو داغوښتنه کوله چي کومه تنخا  دى اخلي هغه د دوۍ د کورانى د ضرورتونو نه بسيږي .
ښوونکو دنړى والو ادرو څخه  دا غوښتنه کوله چي کوم مکافات او مجازات نور ښوونکي لري هغه دي زموږ هغې ته هم راکړل شي نړيوالو ښونکوته چي په کومه سترګه کتل کيږي موږ ته دي هم په هغه سترګه وکتل شي .
وروسته څوتنو سين ږيرو هم خپلي ويناوي د غوندي کډون کونکو ته وکړي
سيپن ږيرو په دي خبره ډير زور اچاوو چي موږ د پاکستان  ډيرکورواني کوو چي په داسي حلاتو کي موږ ته خپله غيږ پرانيسته 
سپين ږيرود خپلي ژوندانه ضرورتونو وړ ښه صحت لپاره صفا اوبوضورت ديوښه روغتون چي په هغه کي د هرقيسم مريضيودرملنه په وړياتوتوګه وشي.
هم دارنګه سپين ژيرو د خپلو بچو  لپاره ديوښه تعلي چاپيريال جوړه ول.
چي په هغه کي دادوۍ بچي  يو ښه تعلمي زيور سره سمبال شي ترڅو  دوى بچي دهيواد بيا رغونه کي د علم او هنر په ډاګر کي خپل رول وه لوبوي.
داوخت دادى بچو لمړنى اويا منځى زده کري کوي خود لوړو زده کړو لپاره ورته اسانتياوي نشه دونه مالي لګښت  لري چي دوى  بچي لوړي زده کړي ترسره کړي.
دوى بچي چي کله څه را لوي شي کراچي اوي ايران ته  مزدوري پسي ځي.




دلته کوم داسي روزګارنسته چي دوى کورنى ګوزاره و رباندي وشي.
يو تن سپين ژيري د کډولو حجيانوبيت آلله شريفي ته حج ته تلو لپاره د خپلوستنزو يادونه کوله چي موز لپاره کومه داسي کوټه نه لرو چي حج ته لار شو
په کار دى چي موز کډوالو لپاره  حج  ته تلويو پرګرام برابرشي
همدارنګه سين ژيرو دنريوالواداروڅخه په ټيګه  د اغوشتنه کوله چي
موږ خيرات خواړه نه يو مګرکوم چي موږ حق دى کومي مرستي چي موږ
سره  زموږ په نامه نړيوال کوي  په کار دى چي موږ ته په صحي توګه راکړل شي
 
همدارنګه دي غونډي ته راغلو خيريه موسيسو استازو په خپلو ويناوي کي ديادشو ستونزو يادونه پخلى کاوو دوى زياته کړه چي کوم کومک اوس بي ځايه شو کډوالو سره د پخوا غوندي نه کيږی ځکه چي په هغه خت په هيواد کي د روس په خلاف جنګ وونريوالو زيات کومکونه کول کله چي روس ماتي وخوړه د نړيوالو په مرستو کي کمى رامينځ ته شوى دى بيا هم موږ دا ډاډ ګيرنه درکو چي ترکومه زموږ وس کار کوي موږ له تاسو سره يو.


دتياري شوي غونډي په ا خير کي زده کونکو لخوادنشائي توکوپرضيد دپټال سيالى ترسره شوي. داي سيالي موخه هم داوه چي سيمه کي ځوانانولپاره د لوبو فضا رامينځ ته سي تر څو ځوانان وکولى شي چي دنشو په ځاى لوبو ته مخه کړي. نشه ده چي ديو انسان ژوند وربد مرغه کوي  د يوبد مرغه سره ټوله کورنى . ټولي کورنى سره ټولنه ټوله بد مرغه کيږي.


داسي ګڼ شميرنوري غونډي هم د کډالو له خوا ترسره کيږي تر څونړيوال ددوى له مشکلاتو څخه ځانونه  خبرکړي


ديادولو وړ ده چي دا مهال په سرانانوکيمپ کي افغان کډوال ميشت دي بلکي دپاکستان ګڼ شمير ځايونو کي ميشت دي چي زياتره ئي وپس هيواد ته ستنيدالي دي يوشمير دي چي هغه اوس هم دکډوالي شپي سبا کوي .