کور / تازه خبرونه / په کندوز کي د کتاب لوستلو دود پر ځای پاته دی

په کندوز کي د کتاب لوستلو دود پر ځای پاته دی

په کندز ولایت کی داطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا دکتاب نړیوالی ورځي په موخه یوه پراخه غونډه جوړه شوه چی پکی سلګونو تنو ادیبانو دینی عالمانو او قومی مشرانو برخه اخستی وه او په زرګونه توکه بیلابیل کتابونه هم ننداری ته وړاندی شول.

په کندز ولایت کی دکتاب نړیواله ورځ په داسی حال کی ولمانځل شوه چی ددغه ولایت ګڼ شمیر ځوانان په یاد ولایت کی دکتابتون دنشتون څخه سرټکوی او داطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه دیوه ستر کتابتون غوښته کوی.

که څه هم دکندز داطلاعاتو او فرهنګ ریس ددغه ځوانانو ستونزه تریوه بریده منی خو نوموړی زیاتوی چی په دغه ولایت کی کتابتون شتون لری او داطلاعاتو او فرهنګ ریاست به بام کی لری چی پراختیا ورکړی .

په کندز کی هر کال د کتاب نړیواله ورځ لمانځل کیږی خو دا لومړی ځل دی چی په دومره لوړه کچه چارواکو دینی علمانو ادیبانو او قومی مشران په کی برخه اخیستی وه .

شنونکی وایی که چیری د کندزیانو لپاره یوستر کتابتون جوړی شی نو دابه ددوی په ژوند کی یو نوی مثبت ګام وی او دوی به په راتلونکی کی د دغه کتابتون له اړخه په اسانی سره لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړی .