کور / هراړخیز / د سمنګان ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د سمنګان ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د سمنګان ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د بغلان ولایت، شمال ته یې د بلخ او کندز ولایتونه، جنوب ته يې د بامیان ولایت او لویدیځ ته یې د سرپل ولایت موقعیت لري.

د سمنګان ولایت چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 350,400 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د ایبک ښار دی او په مرکز سربیره 6 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له دره صوف بالا، دره صوف پایین، روی دو آب، خرم سارباغ، حضرت سلطان او فیروز نخچیر څخه عبارت دي.

د سمنګان په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.

هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.

د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د سمنګان په ولايت كې په ټولیزه توګه 272 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 258 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 9 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 بابه دارالعلوم او 8 بابه دیني مدرسې) 2 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې ، 3 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات وو.

د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 98,030 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 2,179 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.

همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې 12,647 تنه د سواد د زده كړې په 600 بابه كورسونو كې د 600 تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.

له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د سمنګان په ولايت كې د 9,056,710 امريكايي ډالرو په ارزښت 107 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 87 پروژې بشپړې شوې او 20 پروژې تر کار لاندې دي.

په 1390 کال کې د سمنګان ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 1,407 تنه وو چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.

د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د سمنګان په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، له زده کړې سره د سیمې د وګړو د علاقې کموالی، د درسي کتابونو او تشکیل کموالی او د یو شمیر تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.

باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…