څېړنيزراپور:پوليس دنشه يي توكو په قاچاق كې لاس لري
څېړنه او تحقيق : قاضي سيد اختيار سباوون
تنظيمونكې ادارې : پژواك خبرې اژانس او شمشاد تلويزون
اديتنګ ترينر : محمد منير مهربان
اديتوره : مېرمن ويرجينيا
په دوه زره اوم زيږديز كال دملګرو ملتونو له خوا يوې تر سره شوې سروي کې ويل شوي چې سلو کې درې نوي د ټولې نړۍ ناقانونه تارياک تېر کال په افغانستان کې توليد شوي دي .
سروي داهم وايي چې په سلو کې نژدې پنځوس په سلو دغه تارياک بيا د هيواد په سويل د هلمند په نارامه ولايت کې توليد شوي چې شاوخوا شپږ زره برتانوي پوځيان دغلته له وسله والو طالبانو سره په جگړې بوخت دي .
له دې امله چې دترياكو مسله په هغو سيمو كې ډېره مطرح ده چې هلته دنا امنيو او ترپ او خرپ خبرونه خپريږي نو له خلكو سره يي اندېښنې پيدا كړي چې ګواكې جګړه او نا ارامي دقاچاق دكاروبار ددوام په موخه روان دي او يا خو پوليس په دې كار كې لاس لري كنه نو څنګه ممكنه ده چې دبدخشان ترياك په تورغنډي او اسلام قلعه يا په مزار شريف كې نيول كيږي او دلويو لارو په اوږدو كې دتالاشيو پرمهال پرې سترګې پټيږي .
داچې پوليس په دې كار كې څومره دخيل دي په اړه يي يوشمېر لاسوندونه په همدې څېړنه كې په پام كې لرو خو دنشه يي توكو دسوداګرۍ پراخه راشه درشه پر كورني فكتور سربېره بهرنى ملاتړ هم له ځانه سره لري چې په اړه يې دنشه یی توکو سره دمبارزې وزرات وایې چې دترياكو په توليد او قاچاق كې د نړېوالې مافيا لاس دى د نوموړي وزرات د لومړي معين ډاكټر محمد ظفر په وينا داد دافغانستان دښمنانو چال دى چې په افغانستان كې يي پلي كول غواړي هغه وايې ((كه رښتيا راباندې وايي او سپين درته وغږېږم نو بين المللي مافيا په سويلي ولايتونو كې كوشش كوي چې اوبه خړې او ماهيان پكې ونيسي))
خو دهلمند دلشكرګاه يو تن موټروان خالقداد وايې چې پوليس نړېوالې مافيا ته دقاچاقو زمينه برابروي او په ريښتيني توګه يي مخنيوى نه كوي .
دخالقداد په وينا پوليس په عادي حالاتو كې له موټرو لس او شل افغانۍ اخلي نو دترياكو په زرګونو پيسي كله له لاسه وركوي .
دهېلمند دلشكرګاه دښآر اوسيدونكې خالقداد موتروان وايي چې (( له هراته راروان وي نو په لاره كې پوليس د ډېرو كمو پيسو له پاره موټروانان وهي چې آن كله كله يې له خولې او پزې وينې هم روانې شوې ته به وايي پور يي په باندې دى ))
نوموړى وايي چې پوليس له بيګناه كسانو سره داسې چلند كوي نو تاسو فكر وكړۍ چې ديو داسې چا سره به څه ډول چلند كوي چې نشه يي توكي يي ورسره نيولي او دنغدو پيسو خبره يي هم باوري وي ؟
خالقداد له دولته غواړي چې دپوليسو په كتار كې اصلاحات راولي او داسې خلك له دندو ګوښه كړي
دخان په نامه دلشكرګاه يوتن بل اوسيدونكى وايې چې ترياك وسله او نور مهمات په هېلمند كې قاچاق كيږي او داټول پوليس او مشران يي پرې خبر دي خو مخه يي نه نيسي خپلې پييسي اخلي او بس .
دهېلمند امنيه قوماندان دخالقداد ادعا ردوي او وايې چې هغوۍ تر اوسه داسې پېښه نه ده تعقيب كړې چې پوليس پكې شريك وي هغه په دې كار كې دپوليسو لاس لرل په كلكه ردوي .
پداسې حال كې چې دنشه يي توكو سره دمبارزې دپوليسو مشر عبدالحفيظ رهجو وايې چې له فساده انكار ناشونى دى او هغه دامني چې فساد شته خو په دې اړه د پوليسو كموالي ته ګوته نيسي .
رهجو وايې ((دنشه يي توكو سره دمبارزې پوليس دافغانستان په سطحه يو مستقل ارګان دى خو دې سطحې ته تراوسه نه دى رسيدلى دظرفيت له مخې چې وكولاى شي په ټولو ولاياتو كې مستقله وظيفه اجرا كړي .
دنوموړي په وينا تېر كال ديارلس ولايتونو كې دنشه يي توكو دكرنې مخه ډب كړې چې درهجو په وينا سږ كال به دغه شمېره شلو ولايتونو ته لوړ شي .))
اما دهېلمند دموسى كلا ولسوال ملا عبدالسلام حنيفي دخالقداد ادعا مني او وايې چې پوليس پخپله ترياك له خلكو څخه تروړي او بيا يې پخپله پټ پلوري دنوموړي په وينا پوليس دترياكو دنيولو پرمهال دولت ته اطلاع نه وركوي او ترياك بېرته پخپله پټ پلوري چې په دې كار سره ځان ته سرمايه راټولوي داځكه چې قاچاقچي شكايت نشي كولاى ،
په هېلمند موسى كلا كې يو تن چې دبادغيس څخه راغلى وو او دنامه له ښوولو يې ډډه كوله راته وويل چې هغه د نيش وهلو دمزدورۍ په موخه هېلمند ته راغلى وو خو دكار په عوض كې ټول ګټلى افين ورڅخه پوليسو واخېست او دى يي تش توكړ خوشې كړ .
دهېلمند والي محمد ګلاب منګل په دې كار كې دامنيه قوماندانان او ولسوالان تورن كړل او زياته يې كړه چې دوۍ دخپلو پوليسو او پوستو په لاس هيرويين او ترياك له قاچاقبرانو څخه نيسي او پخپله يې پټ پلوري .
هغه دا هم وويل چې دې مسلې دكاروبار بڼه خپله كړې ده او دترياكو له سوداګرو سره سازش ته دولسوالانو او امنيه قوماندانانو له خوا پوليس هڅول كيږي .
د ولسي جرګې وكيل او دحقوقپوهانو دټولنې مشر داكټر عبدالكبير رنجبر دملا سلام خبره تاييدوي او وايي چې ولسوالان واليان او يو شمر نور لوړپوړي چارواكي هم په دې كار كې لاس لري چې پوليس يي دې كار ته هڅولي دي .
دپوليسو له خوا دترياكو پټ پلور او دقاچقاچې خوشې كولو ته دننګرهار دامنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور هم اشاره كوي او وايې چې هغوۍ تر اوسه ګڼ شمېر پوليس د ترياكو په سوداګرۍ او پټولو يا پټ پلورلو په تور نيولي دهغه په وينا چې دنشه يي توكو په قاچاق كې دپوليسو دلاس لرلو ديارلس دوسيې يي تر لاس لاندې دي همداراز په دې تور يي پنځه تنه پوليس چې دوه يي دموادو دپټولو په تور او درې يي دنشه يي توكودانتقال په تور نيولي دي .
دكورنيو چارو وزارت دنشه يي توكو سره دمبارزې معين جنرال محمد داود داود وايي چې هغوۍ دپوليسو په منځ كې دريفورم يا اصلاحاتو لړۍ پېل كړي چې پكې معتادين او يا هم دنشه يي توكو په كاروبار كې ككړ كسان دپوليسو له ليكو نه ويستل كيږي .
نوموړى وايې ((بلي به اينمنظور ما ريفورم يا اصلاحات را درپوليس داشتيم كه جمعا درحدود ۶۰۰ هزار نفر افسر از صف خارج ميشه ، واطلاعات وجود داشته مخصوصا در ولايتي راكه اغاى عبدالسلام ګفته بعضي مشكلات وجود داشت كه دو سه روز قبل ما دستګيري افراد رسمي را در اوجا داشتيم كه متاسفانه سوى استفاده ميكردند از صلاحيت وظيفوي كه براي شان قانون داده .))
دننګرهار دولايتي شورا مشر فضل هادي مصلح هم دنشه يي توكو په قاچاق كې دپوليسو لاس لرل مني او وايې چې دنوموړي دمالوماتو له مخې دننګرهار امنيه قوماندان ډېر خپل پوليس له ولسواليو نيولي تر ښاره په دې تور ونيول چې يا دنشه يي توكو په قاچاق كې لاس لري او يا خو يي ورته د لېږد زمينه برابره كړي ده او يايي مواد پخپله پټ پلورلي دي .
دننګرهار دولايتي شورا غړى حاجي مولاجان چې كله په دې اړه څرګندونې كولې نو دترياكو په اړه پوښتنه ورته شكمنه ښكاره شوه او راته يي وويل (( داد استخباراتو كار دى چې څوك پكې لاس لري كنه خو مالوميږي داسې چې كه د پوليسو او چارواكو لاس پكې نه وايي نو دومره پراخه كچه قاچاق به نه كېدل .
نوموړى وايي پخوا دهيروينودكارخانوسره دپوليسو لاس وو ماهواري به يي وركوله او دانتقالولو له پاره به پوليسو ورته لار برابروله .
دنوموړي په وينا اوس داكار بند شوى خو داچې مقامات يي وړي نو ځكه يي په تالاشيو كې څوك نشي راستنه ولاى.
خو يو شمېر كسان بيا په دې اند دي چې ګواكې دترياكو دقاچاقو په كار كې ككړ چارواكي چې نه نيول كېږي دې كار دترياكو قاچقاق ته زميه برابره كړې ده په دې اړه دننګرهار ولايت دولايتي شورا ساتونكى پوليس خاكسار وايې چې ((نوموړى وايې چې چارواكي ونيول شي خو بېرته خوشې شي چې دې كار پوليس ډاډه كړي او په خلاص لاس دا كار كوي . ))
همداراز په زندانونو او ژغورنې په مركزونوكې پوليس پر بنديانو نشه يي توكي پلوري په دې اړه دننګرهار دولايتي شورا غړې زيبا حبيب درانۍ وايې چې داخبرې له پخوا نه اوروچې په قاچاق كې پوليس او نور چارواكي لاس لري خو هيڅوك هيچا ونه نيول ددې مانا داده چې چارواكي نه غواړي ككړ كسان ونيسي .
هغه وايې دژغورنې يوه روغتون ته تللې وه چې له ډاكټرانو نيولې تر ناروغانو پورې ورته وويل شول چې پوليس له كړكيو څخه ناروغانو ته نشه يي توكي وركوي او پټ يي پرې پلوري ددرانۍ په وينا دېته ورته پټ پلور او پېرودل په زندان كې هم روان دي .
دپوليسو په ليكو كې يو شمېر كسان دپوليسو په زړورتيا كې پورتنى لامل تاييدوي او وايي چې كه لوړ پوړي چارواكي پكې لاس ونه لري پوليس كله هم دې كار ته لاس نشي اچولاى .
دننګرهار ولايت دولايتي شورا ساتونكى پوليس خاكسار وايې چې ((دا واضح خبره ده چې پوليس پكې لاس لري ځكه چې مقامات پكې لاس لري او زه په دې اعتراف كوم چې داكار دپوليسو له خوا روان دى .))
خو يوشمېرپوليس بيا په دې كار كې د لاس لرلو لامل د هغوۍ دمعاشاتو كموالى په ګوته كوي دننګرهار دروداتو ولسوالۍ يو تن پوليس چې دنامه له ښوولو يې ډډه كوله وويل چې دهغوۍ معاش كم دى او دترياكو ليږدونكي ډيري پيسي وركوي چې دهغوۍ اړتياوې ور پوره كوي او هغوۍ اړ دي چې دپوليسۍ سره په خوا خوا كې د ترياكو كاروبار كې هم ګوتې ووهي .
نوموړى وايې چې ((بالكل په قاچاقو كې لاس لرو كه معاش مو لوړ شي بيايې مخنيوى كولاى شو او كه يوازې پنځه زره روپۍ وي نو بيا به همداسې دوام وركوو ځكه چې پنځه زره روپۍ ديوې هفتې اوړه هم نه كيږي . ))
نوموړى وايې چې په دې كار كې ډېر پوليس ونيول شول خو دخوشي كېدو پسي يي څوك نه ګرځي ځكه هغوۍ غريبان دي
دكورنيو چارو وزارت دنشه يي توكوسره دمبارزې معين جنرال محمد داود داود وايې چې هغوې دپوليسو په معاشاتو كې دپام وړ بدلون راوستى چې آن په ځينو ځايونو كې پنځو چندو ته هم لوړ شوي دي .
جنرال محمد داود داود وايې چې دمعاشاتو لوړوالى په دې كې ډېر اغېز نه لري ځكه په اداري فساد ككړتيا او اعتياد بېله ستونزه ده چې هغه دمعاشاتو په زياتېدو سره له منځه نه شي تللاى .
خو دنشه يي توكو سره دمبارزې معين ډاكټر ظفر وايې چې دترياكوپيسي ډېرې لږې دافغانانو جيبونوته او اتيا په سلو كې دنړېوالې مافيا جيب ته ورځي.پداسې حال كې چې دپوليسو په ليكو كې يو شمېر افراد دډاكټر ظفر دڅرګندونو پرعكس نظر لري يو تن پوليس چې د ننګرهار په ثمرخېلو كې دموټرو دتالاشۍ دنده په غاړه لري او دنوم له څرګندولو يي ډډه كوله وويل چې ((موږ ته پته لګيږي چې په كوم موټر كې نشه يي توكي تيرول كيږي خو هغوۍ ورته ځكه څه نه شي ويلاى چې هغوۍ چارواكي دي او پوليس ورسره دبارډيګارډ په توګه اوسي او موږ ته وايي لاره خوشې كړۍ چې فلانى صيب په موټر كې دى .))
نوموړى وايي موږ كه دفلاني صيب موټر تالاشي كړو نو موږ په هماغه ورځ منفكيږو او هغوۍ به بيا هم روان وي ځكه ورته څه نه شو ويلاى .
ډاكټر ظفر وايې چې تېر كال افغانستان كې اته زره دوه سوه او شپېته ټنه ترياك توليد شوي وو چې يوازې شپېته ټنه يي دافغانستان داخلي اړتيا وه او نور ټول بهر ته ولېږدول شول چې دډاكټر ظفر په وينا پيريانو خو نه دي وړي خو طبعا انسانان پكې دخيل دي .
دكورنيو چارو وزرات دنشه يي توكو سره دمبارزې دپوليسو مشر عبدالحفيظ رهجو وايې چې دكنترول سطحه مخ په كمېدو ده خوجرایم دومره ډېر دی چې كاميابي پكې نه مالوميږي .
رهجو وايې تر پنځوسو زرو كيلو څخه زيات نشه يې توكي يې په تېر كال كې نيولي او اته سوه پنځوس خواو شا شكمن كسان لري او اوه سوه دوسېي يي دتنفيذ قانون په برخه كې بررسي كړي او قضا او څارنوالۍ ته ورغلي دي .
درهجو په وينا كه چېرته زموږ پوليسو يو نيم ځاي كې خورد وبرد كړى وي دا نو له امكانه لرې نه ده ، هغه وايي چې له فساده انكار مشكل دى په هر حال فساد شته .
نوموړي زياتوي چې دنشه يي توكو مسله سياسي مسله ده او ددې تقاضا له بهر نه ده ځكه نو مخنيوى يې هم مشكل دى .
داچې ولې دنشه يي توكو سره دمبارزې مسله سړه ښكاري په اړه يي دنشه يي توكو سره دمبارزې وزير جنرال خداي داد وايې چې تر اوسه د نشه يي توكو دمخنيوي مسله په ټولو كورنيو او نړېوالو كنفرانسونو او غونډو كې يوازې دكاغذ پرمخ مطرح كيږي او په عمل كې د جنرال خدايداد په وينا هيڅ ګام نه دى اخېستل شوى .
دنشه يي توكو سه دمبارزې معين جنرال محمد داود داود په وينا هغوۍ تر اوسه دنشه يي توكو داړيكو په تور نږدې شپږ زره تنه پوليس افسران له دندو ګوښه كړي دي .
ديادونې وړ ده چې دنشه يي توكو وزير جنرال خداي داد له پارلمان ځخه دباور دراي داخېستلو پرمهال وويل چې دقاچاقچيانو هغه لېست به رسوا كړي چې دلوړ پوړو چارواكو نومونه هم پكې شامل دي خو د دوه زره اوم كال دجساب وركول پرمهال يي دنوموړي لېست له شتون څخه كورټ انكار وكړ او ويې ويل داسې كوم شواهد په لاس كې نه لري .
دنوموړي په وينا تر اوسه دنړېوالو ترمنځ دكوكنارو دمخنيوي خبره تش په كاغذونو كې مطرح ده او په عمل كې په دې اړه كوم څه نه دي تر سره شوي
اما دولسي جرګې دتقنيني دكميسون غړى ډاكټر فضل الله مجددي وايې چې ترڅو دغه پټ شوى لېست رسوا او محكمې ته ونه سپارل شي ترهغې به درتياكو لړۍ دوام لري .
هغه وايْې :(( واقعيت خبره داده چې يو اړخ ددغه قاچاق دمخنيوي تنفيذ قانون دى خو دقانون تعريف لكه څرنګه يي چې بعضي خلك كوي چې دعنكبوت ځاله ده واړه حشرات نيسي او دغټو قدرت نه لري ، متاسفانه همداسې دى .))
داچې دلوى څارونوالۍ له خوا په ولاياتو كې په دې اړه ولې كوټلي ګامونه نه اخېستل كيږي نو په اړه يي دافغانستان لوى څارنوال عبدالجبار ثابت وايې چې يوشمېر واليان يي په وړاندې خنډونه رامنځ ته كوي .
په كابل كې دنشه يي توكو پر وړاندې دځانګړې محكمې په وينا هغوۍ سره دترياكو په كاروبار كې دككړو پوليسو ګڼ شمېر دوسيې راغلي چې يو شمېر يې فيصله شوي او يو شمېر لا دپرېكړو له پاره انتظار باسي چې د بېلګې په توګه يې دپروان دهوپيان شريف دلوى لارې دپوليسو ديوې ډلګۍ دوسيه موږ ته ښكاره كړه چې په دپوليسو۰۶ قطعې په جيپ موټر كې يې اوه كيلو ګرامه هيرويين دېرش كيلو ګرامه چرس او دوه ميله كلاشنكوف درې ميله تفګچې لېږدول چې په تور يي ديونس زوى نعمان دبدخشان دكشم اوسيدونكى او دقربان زوى زلمى دتخار ښار اوسيدونكى او ملك امان دغلام علي زوى او دمحمد ظاهر زوى عبدالبصيØ
± دواړه دكندوز اوسيدونكي د نشه يي توكو پر وړاندې دمبارزې دځانګړې څارنوالۍ دمكتوب ۵۴۰۰\\۳۱۰۶\\۱\\۱۲\\۱۳۸۶ له مخې په نوموې څارنوالۍ كې دتحريراتو په دفتر كې (۳۹۳)۲۲\\۱۲\\۱۳۸۶ درج شوى چې د واردې دقيد نومره يې (۵۷)۱\\۱۲\\۱۳۸۶ده .
تورن كسان دپروان په هوپيان شريف كې ونيول شول او دنشه يي توكو پر وړاندې دمبارزې ځانګړې څارنوالۍ ته وروپيژندل شول .
دپورتنيو كسانو په اړه ابتدايي محكمې داسې پرېكړه وكړه چې دنشه يي توكو سره دمبارزې دقانون دشپاړسمې مادې دلومړۍ فقرې شپږم بند دحكم پر بنسټ هر يوپه شپاړس كاله بند او يو مليون او پنحه زره افغانۍ نقدي جريمه باندې محكوم شول .
دې ته ورته يو شمېر دوسيې دننګرهار دامنيې قوماندانۍ دوياند سمونوال عبدالغفور په وينا تر څېړنې او بررسۍ لاندې دي .
خو پوليس وايې چې ترڅو دهغوۍ امتيازات زر زيات نشي نو دقاچاقچيانو سره به پټ لاس ولري .
يو شمېر سياسي كارپوهان په دې اند دي چې ګواكې دخلكو لويدلې اقتصادي وضعه ددې لامل شوې چې دترياكو كاروبار دوام پيدا كړي .
دسمنګانو اوسيدونكي دخوراكي توكو او نورو اړتياو له امله دوښو خوړلو ته اړ شوي وو او بالاخره يي په دوه زره اتم كال كې هوډ څرګند كړ چې دكوكنارو دكروندې داړلو په بدل كې دولت ورسره وړ او لازمه مرسته ونه كړه اوزګارتيا او بيكارۍ بېرته خلك اړ كړل ترڅو دكوكنارو كرلو ته مخه كړي .
ګلاب منګل وايې چې په هېلمند كې دترياكو له كروندو او محصول څخه طالبآن او دولتي پوليس او امنيه قوماندانان او ولسوالان زكات او عشر اخلي .
خو دنشه يې توكو پر وړاندې دمبارزې وزير جنرال خدايداد په وينا په افغانستان كې دنشه يې توكو دمخنيوي په اړه دبهرنيانو ترمنځ هم دپاليسيو په لحاظ ډېر توپير شتون لري او تر اوسه دمخنيوي خبره يوازې په كاغذونو كې پرته ده او بس .
ديادونې وړ ده چې كه له يوې خوا پوليس په قاچاقو كې په لاس لرلو تورن دي بل لور ته ددې دمخنيوي په لاره كې په لسګونو ځوانو پوليسو خپل ژوند له لاسه وركړ ى دى .
پاى