کور / راپور / له ټولو خواخوږو د مينې په څرګندولو مننه کوم(سمسورحبيبي)

له ټولو خواخوږو د مينې په څرګندولو مننه کوم(سمسورحبيبي)

 


 چې پيدا شوې، تا ژړل خلکو خندا کوله
داسې مړ شه، چې ته خاندې خلک ژاړي


 


نه پوهېږم، څه او څنګه وليکم، چې زما خوږ او زړه ته رانږدې کاکا جان مې د اګسټ په 28 په حق ورسېد. دا ورځ هم د نورو ورځو په څېر پوهنتون ته لاړم او له خپلو ټولګيوالو سره مې روغبړ کاوه، چې د ټيليفون غوږۍ مې په کړنګېدو شوه، د ملګرو سره په خبرو دومره بوخت وم، چې د ټيليفون د غوږۍ زنګ ته مې هېڅ پام نه شو او يو ملګري راباندې  غږ کړ، چې زنګ دی ګرانه، ما هم بښنه وغوښته او د ملګرو له ډلې رادېخوا ته شوم، ګورم، چې د غوږۍ په پرده د افغانستان شمېره راڅرګنديږي، نو سمدلاسه مې د اوکې ټنۍ کېکاږله، چې د ګران ورور ګلالي غږ ورنه راپورته شو، سمسور جانه څنګه يې؟ د ښه يم په ځوابولو سره مې ورنه وپوښتل، چې خپل حال وايه ګرانه؟ هغه هم راغبرګه کړه، بد نه یم، خو په غږ یې د پخوا نه لږ توپير ترسترګو کېده او زما خبرې په غريو نيولي غږ راځوابوي. ورنه مې وپوښتل ګرانه و لې داسې وارخطا غوندې يې؟ بې له دې، چې ځواب راکړي، راته يې وويل، سمسور جانه له کاکا نه خبر يې؟ ما ورغبرګه کړه، چې هو، لږ شېبه وړاندې مې د وحيدالله جان (د خدای بښلي کاکا زوی) سره خبرې وکړې، ويل یې چې دعا کوه، خدای دې خير کړي، دی پوه شو، چې د کاکا جان له مړينې خبر نه يم، راته يې ويل ښه دا ووايه، چې پلار جان دې څه وخت راځي ما ورته وويل، سبا شپې ته له خیره سره درځي، د شنبې په ماښام به له خیره سره ننګرهار ته درورسېږي، ده راته ويل، چې ګرانه هر څه د خدای له خوا مقرر وي، همهغه مو پيدا کوي او بېرته مو اخلي هم او هر شی راکوي او د بېرته اخيستلو واک او حق هم لري، نو کاکا جان دې ژوند در وباښه، تا او ستاسې ټولې کورنۍ ته د زړه صبر او هغه ته د فردوس جنت غوښتونکی يم.


نور پوه نه شوم، چې د ټيليفون غوږۍ ما بنده کړه او که خپله بنده شوه، سمدلاسه مې خپل ګران ملګري خسرو ساپي ته ټيليفون وکړ، ځکه چې هغه راسره ژمنه کړې وه، چې پلار جان به مې تر ټرين هوايي ډګر پورې رسوي، هغه هم زما د ټيليفون ځواب ډېر ژر راکړ او له روغبړ وروسته مې ورته وويل، چې له پلار جان مې لږ څه واټن واخله، چې زما او ستا خبرې وانه اوري، هغه دې هم خدای ودان لري، زما خبره یې ومنله او رانه يې وپوښتل، چې ولې دومره وارخطا يې؟ ما ورته وویل، ګرانه تره مې په حق رسېدلی دی، خو ګوره پام دې وي، چې پلار جان مې درنه خبر نه شي، ځکه چې د هغه روغتيايي حالت هم ښه نه دی او مزل يې هم ډېر دی، نو هغه هم ډاډينه راکړه، چې بې غمه اوسه، هغه به زه بوخت کړم او دې ته به يې پرې نږدم، چې هېواد ته زنګ ووهي. د خپل ګران ملګري سره مې د غوږۍ په پرې کولو کور ته زنګ وواهه، چې مورجانې مې غوږۍ پورته کړه او د تره د اته کالو د جدايۍ موده مې ورته تر پايه د نه ليدو پورې وغځوله، مورجانې ته مې وويل، مورجانې تره مې نور له موږ نه د تل لپاره بېل شو او له موږ سره يې د بيا ليدو ارمان په زړه پاتې شو، مور مې په ژړا شوه او هغې ته مې وويل ګوره مورجانې پلار جان مې هېواد ته روان دی، ګوره چې پام دې وي، درنه خبر نه شي، ځکه په هغه به دا درې ورځې درې کاله شي، هغې هم راسره ومنله او غوږۍ یې کېښووله.


زړه مې ډېر په تنګ شو او ځمکې ځای نه راکوو، په افغانستان کې مې د تره کورنۍ سترګو ته ودرېده او سمدلاسه مې افغانستان کې خپل مشره تره ته زنګ وواهه، هغه سره مې خبرې وکړې او هغه ډېره ډاډګيرنه راکړه، ويل یې چې خدای راکړی خدای بېرته واخيست، موږ ټول يوه ورځ په همدغه لاره ځو، خو څوک مخکې او څوک وروسته، ما ورته وويل، چې پلار جان مې هم درځي هغه به د خپل ورور پوښتنه کوي، ته به څه ځواب ورکوې، هغه راغبرګه کړه، خير دی پلارجان دې خدای په خیر راورسوي، زه به يې پوه کړم او خدای به خير کړي.


راته يې وويل ګرانه سمسور جانه! کاکا جان دې د پنجشنې په ورځ له ژوند سره خدای په اماني کړې ده، دلته برېښنا هم نشته، او ګرمي هم ډېره ده. خلک له بېلابېلو لرې ځايونو نه راغلي دي، ته خو پوهېږې، چې دلته له هر چاسره د خپل کور غم وي، نو څه وکړم، د جنازې مراسم دې پلار جان ته معطل کړم او کنه؟ ما ورته ویل، کاکا جانه! ماته يو ساعت وخت راکړه، زه بیا درته زنګ وهم، چې څه وکړه، هغه هم راته وويل ښه ده ګرانه او ټيليفون مې بند کړ.


کور ته مې زنګ وواهه، مورجانې ته مې چې د ډېرو خبرو حوصله هم پاتې نه وه، خو بيا يې هم په ژړغوني غږ ځواب راکړ، ما ورته ويل مورجانې تره مې د پنجشنبې په ورځ په حق رسېدلی دی او پلار جان به مې له خیره د شنبې په ماښام ننګرهار ته رسيږي، هغه هم معلوم نه ده، (که الوتکه وځنډيږي يا هم د بل کار لامله پاتې شي)، په داسې حال کې چې هلته ډېره ګرمي هم ده او خلک هم له ډېرو لرې ځايونو راغلي دي، نو اجازه راکړه، چې ورته ووايم، هماغه د جمعې شپه یې خاورو ته وسپارﺉ، مورجانې مې په ډېر ورو غږ راته وويلې، د پلار جان ځواب به دې بیا ته ورکوﺉ، ما وويل سمه ده، له همدې سره مې د ټيليفون غوږۍ کېښووله او سمدلاسه مې مشر کاکا جان ته زنګ وواهه، چې د پلار جان د کاکا زوی مې ټيليفون غوږۍ پورته کړه، هغه هم په خپل وار سره ډاډګيرنه راکړه، موږ ته يې صبر او ارواښاد تره ته یې فردوس جنت غوښته په هو او آمين ويلو سره مې غوږۍ کېښووله او د کور خواته روان شوم، هلته مې چې په پلار جان سترګې ولګېدلې نو زړه مې لمبه لمبه کېده او په يوه پلمه دباندې ووتم، مخ باندې مې اوبه واچولې او مور جانې مې څنګ ته راغله راته یې ويل، ګوره سمسوره! چې پلار جان دې درباندې پوه نه شي ما ويل سمه ده مورجانې. د ډوډۍ وخت شو، موږ ټول د پلار جان په پار د ډوډۍ خوړلو لپاره راټول شو او هر چا په ويرژلي زړه يوه دوه مړۍ وا خيستې، چې د پلار جان د تګ وخت راغی، موږ ورسره تر ټرين هوايي ډګره لاړو، د موټر چلولو لپاره خسرو ساپی ګران ملګری ناست و او پلار جان مې هم ورسره په مخکې چوکۍ ناست و، زه او بصير جان په وروستيو چوکيو کې ناست وو، پلار جان مې په لاره کې راته وويلې، چې له خيره ورسېدلم؛ نو لومړی مې د ناروغ ورور پوښتنه کوم، چې اصلي ناروغي يې څه ده او بيا يې له خيره کابل ته د درملنې لپاره راولم، که هلته هم و نه شو؛ نو بيا يې هند ته بيايم، ما مې له ځان سره وويلې، اې! کاش چې تاخو يو ځلې بيا د هغه ژوندۍ مخ او يا هم مړی ليدلی وای، خو دا زما او ستا په برخه نه و، ته به يې يوازې تورو خاورو ته درېږې.


د يوه داسې غمجن خبر اورېدل او زغمل ډېر ګران کار دی، خو د خپلوانو او دوستانو خواخوږي مې د زړه غم راته لږ سپک کړ، زه په وار وار سره د خپلو ټولو خپلوانو، دوستانو، قلمي همکارانو، شاعرانو، ليکوالانو، هنرپالو او هېوادوالو نه په ډېر درنښت مننه کوم، چې له ماسره يې په دې غم کې خواخوږي کړېده او خپله خواخوږي يې د برېښليکونو، ټيليفونونو او اوبپاڼو له لارې تر ما رارسولې ده. يو ځل بيا د ټولو خواخوږيو نه نړۍ – نړۍ مننه کوم او وايم، چې دوی دې راته ژوندي وي.


زموږ مړي دې خدای وبښي او ژونديو ته دې خدای خير پېښ کړي.


په ډېره مينه
سمسور حبيبي – ډنمارک  ۱۷ سپټمبر ۲۰۰۸






د موضوع په اړه لراوبر ته رارسيدلي پيغامونه


د رفيع الله ستانکزي له خوا:


ګران ورور سمسور حبيبي او ګردې درنۍ کورنۍ سره یې خواخوږي


وروسته له یوې اونۍ ناروغۍ چې دفتر ته راستون شوم، نو په اوبپاڼو کې مو ولوستل، چې د ګران ورور (سمسور) تره په حق رسېدلی دی، ډېر خواشينی شوم، خو بې له دې، چې د لوی ذات دربار ته لاسونه پورته کړم او ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د لوی صبر غوښتنه وکړم بل څه مې په لاس کې نه درلودل.


يو ځل بيا هم ګران ورور (سمسور جان) او درنې کورنۍ ته یې د صبر غوښتنه کوم او ارواښاد تره ته د فردوس جنت ورپه برخه کولو لپاره لوی څښتن تعالی ته لاسونه لپه کوم.


په ډېرې خواشينۍ رفيع الله ستانکزی کابل


 




د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار له خوا د خواخوږۍ څرګندونه :

  ګران او منلي خليل اله (سمسور حبيبي)او ګردې ويرژلې کورنۍ ته

نن سبا د دې نړۍ او هغې نړۍ د جنتونو لېونيانو د ناسپېڅلې ټلوالې له لاسه د هېواد مېشتو بې اجله مرګونه دومره زيات شوي او يبايې تر سمسور حبيبي پورې زموږ بهر مېشتي نړيجالونه او هېواد وال دومره ويرژلي او بوخت ساتلي چې د همهغو له ټسه يې بهر مېشتۍ ته د غاړې وتو هېواد والو او بيا نژدې خپلوانو او دوستانو خدايي مرګونو ته ډېر لږ پام وراوړي!

د ځمکنيو  خدايانو د مرګ و پرغز پرښتو، يا په سهي مانا، تورو وحشي او سپينو متمدنو جلادانو له لاس تړليو هېواد والو نوره دا ټپه هېره کړې ده چې ووايي:

مساپر مه وژنې خاونده،
په ځنکدن کې د وطن ارمان کوينه!

او زه هم تر هغې وروسته چې د هغو بې اجله وژليو هېوادوالو له ويرنو  مې يوه ساهومره واخېسته، مټې د يوه مساپر او بيا نژدې دوست همهېوادي ويرنې کښلو ته وزګارشوم، او هغه په ډنمارک کې د خليل سمسور او ا حسان مړوند د اروا ښاد تره ناڅاپي مړينه وه چې ويرژلی خبر يې ډېر وروسته ترانګليستانه راورسېد، او خدای شته، همغومره يې و دردولم، کټ مټ لکه د هېلمند روحاني او اجمل نقشبندي… او بيا د رحمت ولیخوستي بې لور و بې رحمه شهادت.

نو، په هماغومره کچ و مېچ يې ټولو ويرژلو او وير ژړليو کورنيو غړيو او په سر سر کې يې ډاکتر ورور حبيبي عمرزيوال ته د ځان او کورنۍ له خوا د زړه له کومي خواخوږۍ وړاندې کوم. دوی ته له بښاند څښتنه ستر اجر و زغم غواړم او هغه ارواښاد ته تلپاتې جنتونه!

پوهاند زيار او کورنۍ
اکسفورډ،30-8-08





د شريف احمدزي له خوا د خواخوږۍ څرګندونه :


په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې  ګران ورور سمسور حبیبي  چې په ډنمارکي  کې دمهاجرت له ستونزوډکې شپې اوورځې تېر وي پرکور يوځل بيا دغم چيغه پورته شوه اوخپل ځوان  کاکا د ورپېښي ناروغۍ له امله ځوانيمرگ اودلاسه ورکړ .


 انالله وانااليه راجعون
 دکورنۍ دټولوغړو اودوستانو سره پدې غمجنه پېښه کې شريک بولود هغې مرحوم کاکا ته دلوی څښتن له دربارنه دفردوس جنت غوښتنه کوو او د ګران سمسور حبیبي  کورنۍ ته دزړه صبر غواړو. روح دې ښاد وي

په درنښت  شریف احمدزي



د لراوبر ويبپاڼي د ټولو کارکوونکو له خوا:


د لراوبر ويبپاڼي اداره ، په لراوبر افغانستان او نړۍ کي مېشت ټول همکاران د سمسور ويبپاڼي د چلوونکي ځوان فرهنګپال سمسور حبيبي سره د هغه د  اکا د ناڅاپي ځوانيمرګ کېدلو له امله د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندي کوي ، ددوی د درنۍ کورنۍ ټولو غړو ته له لوی خدای جل جلاله څخه د پراخ زغم او نورو غمونو څخه د نجات دعا کوي .


په درناوي


عبدالله احسان