کور / خبرتیا او پيغامونه / دتخار ٧٠٠ پښتنو سره ښه لوبه لا روانه ده !

دتخار ٧٠٠ پښتنو سره ښه لوبه لا روانه ده !

 


دتخار ٧٠٠راستنو شويو کډوالو ته چه د ازبک والي لطيف ابراهمي او د هغه تر شا ولاړ د کر زي نژ دي ملګري او ازبک جنګ سالار قاضي کبير مرزبان لخوا سره د ميرمنو او ما شومانو د ٢۴ورځي لپاره په خپل پلرني کلي او کرهڼي ځمکو ته د ورتګ په ځايې د زندان ميلمانه او د هري ورځي په تيريدو ئي د ژوند پاڼه ژړيږي.


 د کډوالو يو تن مشر وايئ د ازبکو نه زيات د کرزي لخوا راستول شوي هيت مشر وحيدالله سباون په دواړو مخو ووهلو او راته ويل په همدي زندان کي اوسيږي قضايې هيت به ستاسو د قضيه فيصله په څو ورځو کي وکړي خواوس راته واي قضايې هيئت به يوه مياشت وروسته راځي او بيا به ستاسو پريکړه کوي .


 دکډولو مشر وايئ دا کوم اسلام ، انصاف او قانون دي چه د خپل حق د حصول لپاره بايد تر نا معلوم وخته پوري په حقه روژه کي په زندان کي کينو او هره شپه مسلح ازبک راته د مرګ او بد ناموسي اخطاري خطونه را ليږي .


د کډوالو مشر وايئ هيئت د ازبک والي او قا ضي کبير مرزبان په غوښتنه دا واضحه او روښانه قضيه قضائي هييت ته وسپارله او اوس دهپيت د راتګ ممکن مياشتي ونيسي او دا ټوله هغه څه ورسره وشول چه ازبکو ئي خواهش لرلو او کرزي لخوا راستول شوي هيت مشر وحيدالله سباوون ورته په تحفه کي ورکړل .


 کډوالو يو تن بل مشرارباب ظاهر وايئ لا تر اووسه په همهغو بده شرايطو کي ژوند کوو ،  راستول شوي هيت راسره يوه ډرامه وکړه تر څو چه د تخار ازبک والي لطيف ابراهمي تبديل شوي نه وي او کبير مرزبان موجود وي زمونږ او د ټولو پښتنو لپارله په تخار کي ژوند کول مشکل دي.



د درو  اونيو راپه دېخوا د تخار ولايت د خواجه بهاالدين ولسوالۍ په زاړه زندان کي شاوخوا 700 تنه پښتانه کډوال د يوه نا معلوم برخه ليک په تمه شپې او ورځي تيره وي


د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د پښتو څانګي په دې اړه د دې بې برخه ليکه کډوالو د يو تن استازي عبدالحکيم اندړ سره مرکه کړې. تاسو دغه مرکه په لاندی آدرس لوستلی او آوريدلی شی:




http://www.dw-world.de/dw/article/0,2144,3627854,00.html


د موضوع په اړه نور سرليکونه :



  1. دپاکستان نه را ستانه شوي 700 پښتانه کډوال د د١٢ ورځي لپاره زندانيان دي
  2. په تخار کښي د ۷۰۰ پښتنو د کلابندۍ غندنه کوو! 
  3.  دتخار فاجعه د افغانستان د تباهۍ یوه بله هڅه
  4.  تخار ولايت د ملي امنيت چارواکي د پښتنو په وړاندې پيل شوې دسيسه کې لاس لري
  5. پرون بهسود ، نن تخار ( د ښاغلي کرزي د پاملرني وړ)
  6. په تخار کي ٧٠٠تنه پښتانه لا په زندان کي دي دي : جبار شلګري .
  7. وحيدالله سباون دهزارګانو نه وروسته د پښتنو پر ضد په تخار کي د ازبکانو مدافع وکيل.
  8. په تخار کي د کلابند پښتنو په اړه
  9. دتخار فاجعه د افغانستان د تباهۍ یوه بله هڅه
  10. تخار ۷۰۰ پښتانه د زورواکانو له خوا محاصره دي  
  11.  د تخار شخړه کمه مه نيسئ
  12. دتخار ٧٠٠ پښتنو سره ښه لوبه لا روانه ده
  13. کرزى صاحب بياهم په تمه يې !؟