کور / تازه خبرونه / طالبانو د غزني پر امنيې قومندان ( خان محمد ) دبريد ادعاکوي

طالبانو د غزني پر امنيې قومندان ( خان محمد ) دبريد ادعاکوي

 

ذبيح الله مجاهد وايي چي ددوی وسله والو کسانوپرون سهار د غزني د امنيې قومندان خان محمد مجاهد پر موټرانود کابل کندهار پر لويه لاره  د ميدان وردګ ولايت د سيد اباد په سيمه کي  د کمين په ترڅ کي بريد کړی ، دوه پيک اپ موټر او ورکي سپاره کسانو ته يې زيان اړولی دی ، طالب وياند د خان محمد د مرګ او ژوند په اړه بېخبري ښودلې ده .

لراوبر ته د ناټو له خوا په راغلې خبرپاڼه کي ورته پېښه تاييد سوې ده او ادعا کوي چي طالبانو د کابل کندهار پر لويه لاره روان کاروان باندي د راکيټ بريد وکړ چي وروسته د ناټو د هوايي ځواک له خواپه نښه او ټول لس تنه بريد کوونکي ووژل شول .

ناټو او طالبانو دواړو په خپلو خبرپاڼو کي د ځان د زيان په اړه غوږ کوڼ اچولی او يوازي يې د مقابل لوري د مرګ ژوبلي ادعاوي  کړي دي .