کور / طنز / بې ګټې ادارې لیلامیږي

بې ګټې ادارې لیلامیږي

پوهنمل محمود نظري

محمود نظري – لندن

د وزیرانو غوڼدې  فیصله وکړه چې هغه مؤسیسې او ادارې چې په سمو کا رونو شرمیږی باید شخصي شرکتونو ته وسپارل شي چې هغوی يې لکه د سرکس زمریان پر لاره سم کړي.  نو یو کمیسیون ته دنده ورکړه شوه  داسې ادارې ، اورګانونه  او مؤسيسې  چې په خپلو وسپارل شوو کارونو کې ناغېړی  کوی او د دسلطان محمود  لټان يې شرمولي دي ؛ ددوترونو څخه یې بنډارځي  جوړ کړي دي؛ تنخواه فها   اخلي  او کار نها  کوي؛  خپلو دندو ته لکه کیشپ راځي او بهر ته لکه هوسۍ تښتي  او شتون  یې د ملت پر سر بوج وي په  راتلونکي غونډه کې  په ګوته   کړي   چې هغه   شخصي  شرکتونو او تصدیو ته وسپارل شي
 په بله  غونده کې د کمیسیون  غړو له خوشالي په دوو دوو کیده   غونده لا پيل شوی نه وه هغوی په یوه ږغ لکه د چنګوښو کورس  نارې کړل:
– شورا
ټولوتایید کړل : هوولا
***
په هغه ورځ د شورا غړي په دی سلا شوه چې دولت  غړی لکه کوټه چرګه یوازې کټ کټ کوي اوهګۍ نه اچوی هغه قوانین چې شته  هغه لا  نه شوای عملي کولی ؛  نورو قوانینو  ته اړتیا نه شته. د دې سلو وزیرانو او مستقیلو رییسانو د استیضاح کول  ډیر وخت نیسی نویو کمیسیون ته يې دنده ورکړل  تر بلی غونډې پورې داسې چاره وسنجوی  چې دا موضوع په لږ وخت کې حل شي.
په بله غونده کې د کمیسیون غړو په یوه سلا نارې کړل :
ـ د ولس مشر استیضاح
ټولونار ې کړل : هوولا

 ***
خلک ددواړو سرکسونو څخه نا راضه وه  نو لوی جرګې ته يې دنده ورکړه چې ددې  دواړه   د مالوچو پهلوانانو ته  چې ولس په باټو ختا باسي  بلي غونډې ته د حل لاره پيدا کړی
په بله  غونډه کې  لوی جرګې وپیتیله :
 – درې سره دی ورک شي