کور / تازه خبرونه / سناتور عبدالولي احمدزی طالبانو خوشې کړی.

سناتور عبدالولي احمدزی طالبانو خوشې کړی.

د رپورټونو له مخې وسلوالو طالبانو د مشرانو جرګې غړی سناتور عبدالولي احمدزی تېر ماښام خوشې کړی، پخپله سناتور عبدالولي احمدزي ویلي چې دی د سپېن ږېرو او منځګړو په هڅو د طالبانو له منګولو خوشې شوی او کوم مالېې ورکړه نده وړاندې شوې.
سناتور عبدالولي احمدزي ویلي چې دی پدی موده کې وسلوالو طالبانو په لوګر، د غزني په زنه خان ، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې ساته.
هغه پخپله ویلي چې وسلوالو طالبانو له ده سره سم او انساني سلوک کاوه او تر کومې ربړی لاندی نه وو.
سناتور عبدالولي احمدزی نېږدی دوه میاشتې وړاندی په لوګر ولایت کې د چرخ په ولسوالۍ کې وسلوالو وتښتاوه.
هغه په مشرانو جرګه کې د لوګر د خلکو سناتور دی.