غزل
دتورو خلګ یو میدان نه پریږدو
چا ته دا خپل وطن افغان نه پریږدو
موږ دجانان دوصل تږي یو تل
له سره تیر یو خپل ایمان نه پریږدو
که پری را اوري دفولا دو باران
ورته ولاړیو خو دا مان نه پریږدو
موږ یی سا تنی سره لوظ کړئ دئ
پښتانه خلګ یو پیمان نه پریږدو
دمعدنیا تو سر چینه مو وطن
خپل دیاقوتو بدخشان نه پریږدو
عمری موږ سره دزرو قدر
چا ته دسرو زرو دکان نه پریږدو
په مینه
محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ