هلمند:ډاکټرانوته دتخصص دبرخي روزنیزي چاري پیل سوي

د لراوبر اداره | مې 17th, 2012


دعامي روغتيا ريس ډاكتر عنايت الله غفاري وايي په ولسواليو او مركز كي داسي ډير روغتيايي كاركونكي سته چي تر څلويښتو كالو يي كار كړيدی، مګر اوس هم مسلكي كچه يي ډيره ټيټه ده .
ښاغلي غفاري وايي ددې پروګرام په وسېله به ډاكتران دمتخصص مقام ته ورسیږي ،او په دي سره به ټول روغتياپالان څو كاله وروسته متخصصين او دروغتيا په برخه كي به ګڼي لاسته راوړني هلمند ولري .
هلمند والي محمد ګلاب منګل دروغتيايي خدماتو په لوړولو كي دعامي روغتيا دوزارت او په دې ولايت كي د ټولو روغتيايي مامورينو كارونه وستايل چي په بست روغتون كي يي ترسره كړي .
دي وايي دولتي روغتون ډير امكانات ترلاسه كړي دولايت په كچه ښه روغتيايي خدمات وړاندي كوي .
دبست روغتون دډاكتران په استازيتوب ډاكتر عبدالهادي خبري وكړي ويي ويل چي دهلمند روغتيايي مامورين دتير يو كاله راهسي په دې پرګرام چي بايد هلمندي ډاكتر متخصص درجي ته ورسيږي كار كوي چي دادی اوس يي پرانيستنه وسول .

Copyright Larawbar 2007-2024