په شاوليکوټ ولسوالی کي عدلي او قضايي ودانۍ پرانستل سوه

د لراوبر اداره | مې 17th, 2012


نيټه۱۳۹۱.۲.27
کندهار افغانستان- دشاوليکوټ په ولسوالی کي عدلي او قضايي ودانۍ نن د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کي د پټۍ په پری کولو سره پرانستل سوه.

په يادو مراسمو کي د شاوليکوټ د ولسوال عبيدالله پوپل ترڅنګ د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا د فرهنګي او عقيدتي چارو امر ډګرمن مزمل صافي د يادي ولسوالۍ امنيه قوماندان ،قومي مشرانو او سپين ږيرو برخه اخستې وه.

د شاولي کوټ ولسوال عبيدالله پوپل د يادي ودانۍ د پرانستلو پرمهال خپله خوښی څرګنده کړه او زياته يي کړه چي دا ودانۍ يې يواځي د قاضيانو، څارنوالانو، او د حقوقي چارو د مامورينو لپاره جوړه کړې چي تر ډيره به يي ستونزی حل او په کارونو کي به يي چټکتيا رامنځته کړی.

ياده ودانۍ د شاوليکوټ ولسوالی په انګړ کي په پاخه او اساسي ډول په ۲۴۲ متره مربعه مځکه کي په دوه پوړه کي جوړه سوي، ۱۸ اطاقونه، تشناب، آشپزخانه او نور د ژوند کولو آسانتياوي لری چي پرې دوه لكه اته اتيا زره امريكايي ډالره لګښت راغلى او په شاوليکوټ ولسوالی کي د ميشتو امريکايي ځواکونو لخوا ورکول سوی.

د شاوليکوټ ولسوالی مامورين هم د يادي ودانۍ په پرانستلو سره ډير خوښ وه او د دولت څخه يي مننه وکړه او زياته يي کړه چي په يادي ودانۍ سره به د دوی ستونزی حل او په کارونو کي به يې ډير ښه والی او چټکتيا رامنځته سي.
.

Copyright Larawbar 2007-2024