بحران ولي را مېنځ ته سو او دحل لاري ئي کومي دي؟

د لراوبر اداره | اپریل 8th, 2006


 لومړی برخه   دوهمه برخه      دريمه برخه        څلورمه برخه
لومړۍ برخه


په دا ورستيو وختونو کي په افغانستان کي ( په ځانګړي توګه په جنوبی او جنوب ختيځو سيمو کي )  پوځي ـ سياسي حالات ډېرکړکېچن سوي دي . طالبان غښتلي سوي او ځان وژونکي تره ګر عمليات تر سره کوی، پر افغاني او نړی والو ځواکونو بريدونه کوي او آن ددې ادعا هم کوي ، چي په ځينو سيمو کي د طالبانو پوره واک دی او په هغو سيمو کي اسلامي شريعت چلېږي . بې له استثني څخه داسي ورځ نه وي ، چي د طالبانو او حکومتي او نړی والو ځواکونو تر مېنځ دي نښته نه کېږي او په پايله کي دي ئي ګڼ شمېر افغانان او بهرنيان نه وژل کېږي .هغه څه چي اوس په افغانستان کي تېرېږي بېله شکه يو بحران دی .


ټول افغانان او بهرني څېړونکي په دې باور دي ، چي افغانستان د يو ژور بحران سره مخامخ دي . دا بحران نه يوازي په پوځي ــ سياسي برخه کي دي ، بلکي د ټولني د ژوند بېلابېل اړخونه ور سره مخامخ دي .


د افغانستان د اوسني کړکېچن حالت او د هغه  نه د وتلو د لارو چارو په هکله ډېرو افغاني څېړونکواو د افغانستان د چارو بهرنيو څارونکو خپلي ارزوني کړيدي او يوشمېر ئي ددغه حالت نه د وتلو لپاره ځيني وړانديزونه هم کړي دي .


خوځينو کسانو ددغه بحران د رامېنځ ته کېدو له امله ذهرجنه خوښي کوله اوغوښتله ئي چي بحران نور هم ژور سي او حالت بيا د ۱۹۹۲ کال او راوروستو کلنو په شان سي . آن داسي ډنډورې هم خپرې سوې ، چي ګواکي امريکايان او اروپايان افغان ولسمشر ښاغلی کرزی استعفي کولو ته اړوی او آن دنوي ولسمشر وړاند ويني ئي هم کولې . ولي دوی دغه ساده واقعيت ته پام نه کاوه چي ښاغلی کرزی دافغان ولس لخوا د مخامخ رايو په پايله کی انتخاب سوی دی ، نه د اروپايانو له خوا او نه هم د امريکايانو لخوا. ښاغلی کرزی د افغانستان لومړی ولسمشر دی،چي مخامخ د خلګو په رايو انتخاب سوی دی او رښتينی مشروعيت لري .خبره اصلاً شخصاً پر ښاغلي کرزي نه ده بلکي خبره داده چي ولي يو شمېر کسان هر کله د بحرانونو ژورېدو ته خوښېږي او ددې شعار نه ګټه اخلي « څومره چي خرابه وي ، هغومره ښه » .زما منظور دا نه دی ، چي دبحران په هکله بايد خبري ونه سي ، بلکي برعکس زما له نظره هم بايد دبحران درامېنځ ته کېدواو هم د هغه نه د وتلو د لارو چاروپه اړوند پراخ بحثونه وسي او هڅه وسي داسي څه وليکل سي، چي د بحران دليري کولو په خاطر وي نه د ژورولو لپاره.


زما په آند د افغانستان بحران يو اړخيز نه بلکي څو اړخيز دی او دغه راز دغه بحران نن ورځ نه بلکي د بُن د کنفرانس د وخت نه پيل او بيا تراوسه دوام لري . زه د هغو کسانو د ډلي نه نه يم چي په ټوليز ډول د بُن د کنفرانس سره مخالفت کوي، بلکي زما په آند د بُن کنفرانس په افغانستان کي د سولي د راتګ لپاره يو ښه پيل کېدای سوای، چي دا په هغه وخت کي يوه ډېره لويه خبره وه، خو د ځينوکړيو لخوا هغه داسي سبوتاژ سو، چي د زياتره افغانانو په ذهن کي ئي هغه د ناخوالو د پيل په توګه و برېښاوه.


زه په دې باور يم، چي تر اوسه پوري نا وخته نه دی، که چېري موجود پرابلمونه يو په يو په سمه توګه په ګوته سي او د هغوی د حل او ليري کولولپاره صادقانه او اوچت ګامونه واخستل سي ، نو دابېخي کېدای سي، چي افغانستان د روان بحران څخه ووزي. خو په دې شرط، چي ددغه طرحي پلي کونکي به پوه، صادق، افغانستان ته وفادار او وطن پال خلک وي . د افغانستان او نړی والو تجربو دا ښودلې ده، چي په نا اهلو کسانو مثبت کارونه نه سي تر سره کېدای .


که د يوه ګړي لپاره فکر وکړو آيا هغه کسان، چي د افغانستان د نوم څخه کرکه لری او غواړي بدل ئي کړي، د افغانيت سره کينه لري او نه غواړي افغان ور ته وويل سي ، د افغانستان  وياړونو، تاريخ او اتلانو ته ئي په سپکه سترګه ګوري، آيا کېدای سي چي پردغه ډول کسانو دي نو افغانستان ګران واوسي او د هغه سره مينه ولري؟ طبعاً چي نه


بې له استثني د نړی په ټولو هيوادونو کي دغه ډول کسان رټل کېږي او په ټولنه کي هغوی د هيڅ ډول اعتبار اوحيثيت خاوندان نه وي . خو په افغانستان کي دغه ډول کسان په لوړو او ټاپو پوستونوو کي ځايونه تر لاسه کوي . افغانستان يوازنی هيواد دی چي مقامونو ته د انتخاب پر وخت وطنپالنه او د خپل هيواد سره مينه معيار نه دی . زموږ دا ستونزه ننی نه بلکي د ډېرو وختونو نه شتون لری،او ټولي ناخوالي مو له همدې امله دي . خو که موږ غواړوپه راتلونکي کي دغه ډول ستونزی ونه لرو ، نو دغه معمول ته بايد د پای ټکی کښېښودل سي او د هر دولتي پوست د نيولو په وخت لومړنی معيار بايدافغانستان ته وفاداري او وطن پالنه وي .


و ګوری عبدالولي خان دروازي ، چي د شاه امان الله خان په وخت کي نايب السلطنه ( د پاچا ځای ناستی ) هم وه، ولي کله چي زمينه ورته مساعده سوه، نو د افغانستان د بربادی لپاره ئي ديوه غله او داړه مار ملا وتړله، تر څو هغه رژيم ، چي دی پکښي دوهم سړی وه ، له مېنځه يوسي .د سقاو زوی ته ئي په پټه وسلي ورکړې او ددې باعث سو چي شاه امان الله خان د هيواد پرېښودلو ته اړ سي .دسقاو زوی خپله په عام محضر کي دا خبره کړې وه ، چي دغه وسله چي زما په لاس کي ئي وينی ، دا ماته محمد ولي خان دروازي را کړيده .


له هغه نه وروسته د محمد داود خان په وخت کي د نبي عظيمي په شان کسانو ځان ولسمشر ته په ډېر نيرنګ ور نژدې کړ او ډېر کوچني چانس چي په لاس ورغی، د هغه نه ئي د داود خان پر ضد کار واخست. هغو کسانوچي بايد د حکومت مخالفين ئي ځپلي وای ، خپله د هغو سره همکاران سول ( داُردو او سياست په نوم د نبي عظيمي په کتاب کي په دې هکله پوره بيان سوی دی ).


دغه راز د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ په وخت کي بيا م همدا نبي عظيمي، اصف دلاور، بابا جان ، سعيد،نجم الدين کاوياني، فريد مزدک، عبدالوکيل او نور تر ټولو لوړ مقامونه لرل او ډاکتر نجيب الله هم تر بل هر چا پر دوی ډېر اعتماد کاوه، په ځانګړې توګه نبي عظيمي خو ددفاع په وزارت کي هر کاره وه او د دفاع دوزير نه ئي ټول صلاحيتونه هم اخستي وه.خو کله چي د وطن د بربادی لپاره ئي چانس برابر وليد نو ئي د ملګرو ملتونو د سولي د پلان پر ضد داسي کرغېړنه کودتاد وکړه ، چي هيواد ئي د اوږدو کلنو لپاره د جګړې په اور کي وسوځاوه او په حقيقت هغه څه چي تېر ۱۴ کاله تېر سوي او نن تېرېږي ، پيل ئي د همدې ناولي کودتا نه سوی دی .ددغو ټولو برباديو مسؤليت هم د پورته نومول سوؤ او يو شمېر نورو کسانو پر اوږو پروت دی او هيله من يم يو وخت به راسي چي دغه کسان د ملت په وړاندي ځواب ووائي.


زما په آند ددې لپاره چي په ښه توګه وکړای سو دبحران څخه د وتلو لاري چاري پيدا کړو، نو لومړی بايد دا و څېړل سي چي د بحران د رامېنځ ته کېدو عوامل څه دي او د کومو لارو نه بايد کار واخستل سي چي د بحران د پراختيا مخنيوی وسي او داسي لوري ته سمت ور کړه سي چي په راتلونکي کي هم بيا  داسي بحرانونه را مېنځ ته نسي . غواړم ټينګار وکړم چي دلته زما مقصدد چا ملامتول نه بلکي د حالاتو ارزونه او د هغه دپايلو تر لاسه کول دي .


لومړی : د بحران په را مېنځ ته کېدو کي د کورني فکتورونو رول


زه په دې باور يم، چي په هر بحران کي تر ټولو لومړی او بنسټيز رول کورني فکتورونه لري . يعني د حکومت او نړی وال ائتلاف ځواکونو لخوا د ناسمي پاليسی مخ ته بېول او تېروتني د بحران په رامېنځ ته کېدوکي بنسټيز رول لوبولی دی.


زما په آند لاندنيو کورنيو فکتورونو د بحران په رامېنځ ته کولوکي غوره رول لوبوی دی :


۱ ـــ د پوځي عملياتو په وخت د سيمي د خلګو سره د ائتلافي پوځي ځواکونو نا سم چلنديو د هغو اساسي عاملينو څخه دی، چي د طالبانو د غښتلي کېدو او د مرکزي حکومت نه د خلکو دنارضايتی سبب سوی دی .


ــ کله چي پر ودونو بمباری کېږي او د خلګو خوښي په غم بدلېږي،


ــ کله چي بېګناه خلک د ناسمو راپورونو په پايله کي نيول کېږي او ځورول کېږي ،


ــ کله چي د تلاښيو په وخت کي بهرنيان د خلکو کورونو ته ننوزي او د ښځو په وړاندي افغاني کلتور نه مراعتېږي،


نو طالبان او د حکومت مخالفين ددې نه داسي ګټه پورته کوي، چي خلکو ته وائي افغانستان د امريکايانو له خوا اشغال سوی دی او افغاني حکومت هيڅ صلاحيت نه لري ، ځکه نو بايد د حکومت او بهرنيانو پر ضد جګړه وسي تر څو وطن ازاد سي . له بده مرغه خلګ هم نا لوستي دي او په سمه توګه سم د نا سم څخه نه سي بېلولای، نو له همدې امله د هري ورځي په تېرېدو سره ددې پر ځای چي د طالبانو شمېره لږسي ، ډېرېږي .


ما په خپلو مخکنيو ليکنو کي هم دې ته اشاره کړې وه او يو ځل بيا وايم، چي په افغانستان کي جبههء جګړه نه بلکي د خرپ او ترپ ( پاتيزاني ــ تروريستي ) جګړه ده. د افغانستان او نړی تجربو دا ښودلې ده، چي په داسي جګړو کي د لوی پوځي ځواک کارول، ستري بمباری کول او د درندو وسلو نه کار اخستل، د ګټي پر ځای ډېر زيان را مينځ ته کوي .


زه يو ځل بيا پر دې ټينګار کوم، چي بهرني پوځيان نه بايد په دوامداره توګه او په پراخه کچه په پوځي عملياتو کي برخه واخلي .لومړی خو بايد دغه ډول ستر عمليات ونه سي او بيا که کېږي، نو يوازي افغاني ځواکونه بايد په هغو کي ګډون وکړي . بهرني ځواکونه بايد يوازي په خپلو مرکزونو کي واوسېږي او د اړتيا په وخت او په اضطراري حالاتو کي د افغاني ځواکونو د ملاتړ او غښتلتيا لپاره مرستي ته ور ودانګي او د ستونزي د حل په صورت کي دي بيرته خپلو مرکزونو ته ستانه سي .


په دې صورت کي به ديوه پلوه د خلګو د حساسيتونو دراپارېدومخنيوی سوی وي او دبله پلوه به د هغو تېروتنو ، چي بهرنيان ئي د افغانانو د نه پېژندني له امله کوي ، مخه نيول سوې وي .


دغه راز د بهرنيو پوځيانو د مرګ ژوبلي کچه به هم په خورا لويه پيمانه را ټيټه آن صفر ته نژدې سي.


نو په دې صورت کي به د بهرنيو پوځونو دزياتوالي اړتيا هم له مېنځه تللې وي او د هغو نه په ډېر لږ لګښت کېدای سي افغاني ځواکونه وروزل او مجهز سي .


د بېلګي په توګه دغه ځواکونه، چي اوس په کندهار کي پراته دي ، تر څود سيمي په ولايتونو ( کندهار، هلمند، روزګان او زابل ) کي عمليات تر سره کړي، که دغه ځواکونه په عيني شمېره يا تر هغه هم زيات افغاني پوځيان وروزي او دغه پوځيان په ښو وسلواو تخنيک سمبال سي او هغوی ته ښه معاشونه هم ورکړل سي ، زه پوره باور لرم چي هغوی کولای سي  د هر ډول دښمن په وړاندي جګړه وکړي .


د بله پلوه افغاني پوځي کوماندويان هم نه بايد په لويه کچه پوځي عمليات تر سره کړي، بلکي ددقيقو استخباراتي رپوټونو له مخي په وړو ټولګيو کي ددښمن د موقعيت د موندلو نه وروسته، ډېر چټک  او دقيق عمليات تر سره کړي .په دې صورت کي به بې ګناه ولسي خلګو ته د زيان رسېدو او د حکومت پر ضد د خلګو د تحريک مخنيوی سوی وي . د بله پلوه د افغاني ځواکونو لګښت هم څو ځله د بهرنيو پوځونو نه لږ دی .دغه راز دبهرنيانو هغه ستونزي به هم حل سوي وي ، کوم چي دوی ئي افغانستان ته د پوځونو داستولو په وخت کي د خپلو پارلمانونو سره لري .


دا چي هر ورځ ويل کېږي نن څلوېښت او نن پنځوس او آن دوه سوه طالبان ووژل سول ، ډېره زړه بوګنونکي  خبره ده.


لومړی خو دا چي هيڅکله طالبان په دومره لويو ډلو کي يو ځای نه سره ګرځي، بلکي د هغوی تاکتيک د خرپ او ترپ جګړه ده او په داسي جګړو کي د يوه نه نيولې بيا تر لسو کسانو زيات په جګړه کي ګډون نه کوي .نو څلوېښت يا پنځوس او يا دوه سوه کسان که وژل کېږي، طبعي خبره ده چي په هغو کي به پنځه يا لس طالبان وي ، خو نور ئي بې ګناه ولسي خلګ دي .


دبله پلوه طالبان هم ولسي خلګو ته وائي ، چي دادی امريکايان راغلي دی او زموږ هيواد ئي اشغال کړی دی او ستاسو غوندی بې ګناه خلګ وژني . نو ددې لپاره چي تاسي ددغه وژنو څخه خلاص سی، تاسي بايد زموږ ملاتړ وکړی او زموږ سره مرسته وکړی، تر څودا بهرنيان له هيواده وشړو. لکه څنګه چي خلګ نالوستي دي او دبله پلوه ويني ، چي بېګناه خلګ وژ کېږي ، نو د طالبانو د تبليغاتو تر اغېزي لاندي راځي او ملګري کېږي ئي . دا ځکه چي حکومت د دومره امکاناتو سره سره هيڅ تبليغاتي تګلاره نه لري .په پايله کي ئي د پنځو ــ لسو طالبانود وژلو په پايله کي پنځوس ــ شپېته نوي کسان ئي ملګري کېږي. نو همدا علت دی ، چي دورځو په تېرېدو اود عملياتو په تر سره کولو سره د طالبانوشمېره لږېږي نه بلکي ډېرېږي .


۲ ـــ يو بل شی چي د بحران په را مېنځ ته کولو کي ئي خورا لوی ( آن تر ټولو لوی ) رول لوبولی دی هغه په دولتي ادارو کي په بېساري کچه داداري فساد، رشوت او اختلاس شتون دی .دغه شومي پديدې خلګ نه يوازي پر حکومت بې باوره او ناراضه کړي دي، بلکي اوس داسي کچي ته رسېدلي دی، چي د هيواد ملي امنيت ئي له ګواښ سره مخامخ کړی دی او هره ورځ تر بلي زياتېږي . خو له بده مرغه د حکومت له خوا په دې اړوند هيڅ دا ډول ګام نه دی پورته سوی، چي دليدلو وړ دي وي او يا ئي لږ والی راوستلی وي .ټول خلګ پر اداري فساد او رشوت نيوکي کوي، حکومت ئي هم مني چي په دولتي ادارو کي رشوت او اداري فساد سته او ژمني هم کوي ،چي مخه به ئي نيسي ، خو عملاً هيڅ اقدام نه دی سوی او نه يوازي د اختلاس او اداري فساد مخه نه ده نيول سوې بلکي ورځ په ورځ زياتېږي هم .


داداري فساد او رشوت زېږونکي عاملين واسطه او واسطه بازي او نا سالمو قضائي دستګاه، پوليسو، څارنوالی او امنيتي ارګانونو شتون اود وړتيا او پوهي له مخي نه بلکي پر قومي او تنظيمي بنسټ پر دولتي مقامونو د کسانو ګمارل دي .


کله چي يو څوک د پوهي ، وړتيااو ملي ګټو ته د وفاداری پر بنسټ نه بلکي د يو چا په واسطه کوم مقام تر لاسه کوي او دی پوهېږي ، چي  هغه په هر صورت دده نه ملاتړ کوی او دی د هيڅ چا په وړاندي ځواب ويونکی نه دی ، نو دا ډول خلګ به هرو مروپه اداري فساد، رشوت اونورو ناروغيو ککړ کېږي، چي همدا اوس هم دغه ډول حالت روان دی .


له بله پلوه که جنايت کونکي کولای سي قاضي او امنيتي ارګانونو ته د پيسو ورکولو په مقابل کي ، ځانونه خلاص کړي، بيا خو نو دوی هيڅ اندېښنه نه لري او په خلاص لاس دا ټول جنايات سرته رسوي . ځکه نو د اوسني بدامنيو يو داساسي عاملينو څخه په دولتي ادارو کي ( په ځانګړې توګه قضائي او امنيتي اُرګانونو ) کي د فساد او رشوت شتون دی . تر هغو پوري چي د اداري فساداو رشوت د مخنيوي په خاطر کوټلي ګامونه نه وي پورته سوي او سخته مبارزه نه وي ور سره سوې، بدامني به په هيواد کي همداسي روانه وي .


۳ ــ يو بل شی ، چي د افغانستان د اوسني بحران په رامينځ ته کېدو کي ئي ډېر لوی رول لوبولی دی، هغه د مخدره موادو سره د مبارزې ناسمه پاليسي ده .


ما پخوا هم په خپلو ليکنو کي د حکومت پر دغه ناسمه کړنلاره نيوکي کړيدي او بلاخره اوس خپله دولتي لوړ پوړي چارواکي هم په دې اعتراف کوي، چي دا پاليسي سمه نه وه .


دا خبره بېخي سمه ده ، چي د مخدره توکيو د قاچاق او سوداګری سره ، په ځانګړې ټوګه د کيمياوي پروسس نه تېر سوي مخدره توکيو ( هيروئنو،کوکائينو او نورو ) سره بايد ډېره جدي مبارزه وسي او يوه سمه ستراتېژی ور ته جوړه سي . په ځانګړي توګه هغه مافيائي جوړښتونه ، چي د مخدره توکيو کاروبار کوی، بايد وموندل سي او سزاور کړل سي . خو حکومت ددغو جوړښتونو د له مېنځه وړولوپر ځای د خوارو بزګرانو د کوکنارو د کښتونو په له مېنځه وړلوبسنه کړېده.


تاسي وګوری د ملګرو ملتونو د رسمي ارقامو له مخي د نړی په سلو کي اتيا مخدره توکي په افغانستان کي توليدېږي او بهر ته لېږدول کېږي . نو دا کار خو هغه خوار بزګران نسي کولای،چي په دوه ــ درې جريبه مځکه کي ئي کوکنار کرلي دي، بلکي دا خو د مليارډونو ډالره معاملي دي، چي دکښتګرو زور نه په رسېږي . نو ولي تر اوسه يو کس دمخدره توکيوغټ سوداګر نه دی نيول سوی ؟ آن د کابل د نړی وال هوائي ډګر د پوليسو مشر د بی بی سی سره د مرکې په وخت شکايت کوي، چي کله موږ د مخدره توکيوقاچاق وړونکي ونيسو، نو هغوی موږ ګواښي او راته وائي ، چي تاسي نسی کولای موږ لس ساعته هم بندي کړی او رښتيا هم له څو ساعتو نه وروسته د کورنيو چارو دوزارت له خوا را ته ويل کېږي ، چي دغه کسان خوشي کړو. نو آيا په دې ډول کېدای سي د مخدره توکيو سره مبارزه وسي؟ چي طبعي خبره ده ځواب ئي منفي دی . يا دي د مخدره توکيو پر ضد دمبارزې د وزارت نوم د کوکنارو سره د مبارزې په وزارت واوړي . ځکه چي دغه وزارت خو يوازي د کوکنارو د چپه کولو دنده مخ ته بيائي او بس .


طالبانو د حکومت ددغه ناسمي پاليسی نه دوې ګټي پورته کړي دي :


يوه داچي د مخدره توکيو د قاچاق نه د لاس راغليو پيسو څخه د خپلو پوځي لګښتونو اړتياوي پوره کوي او ښه لاس ئي پکښي خلاص دی .


دوهم طالبان هغو کسانو ته، چي کوکنار ئي دحکومت له خوا اړول سوي وي، ورځي اومالي مرسته ور سره کوي، چي په پايله کي ئي دغه سړی په خپله خوښه ددوی په ليکو کي داخلېږي .


يعني د حکومت دغه نا سمي پاليسی د طالبانو مالي ستونزي هم ور حل کړي دي او هم ئي د هغوی سره د نوؤ کسانو په جذبولو کي مرسته کړېده.


د بله پلوه د سنليس مؤسسه هم پر دې ټينګار کوی، چي د حکومت دغه پاليسي سمه نه ده او حکومت بايد خپله تګلاره داسي  سمه کړي، چي دبزګرانو څخه ترياک وپېري نه دا چي هغه له مېنځه يوسي .دا به له يوه پلوه په ټوليز ډول د هيواد اقتصاد غښتلی کړي ( ځکه چي د هيواد د ملي عايد د نيمائي نه زياته برخه د کوکنارو د کرکيلي نه ترلاسه کېږي .که دا عايد يو دم له مېنځه ځي نوډېري ناوړي اقتصادي، ټولنيزي او آن سياسي ــ پوځي پايلي به ولري ) . د بله پلوه به هغه مافيائي جوړښتونه کمزوري کړي، چي د مخدره توکيو قاچاق کوي او دغه راز د طالبانو د پلويانو د زياتېدو پروسه به هم په ټپه ودروي او مالي سر چينې به ئي ور وچي کړي .


د ځينو رسمي ارقامو له مخي همدا اوس د کوکنارو دکرکيلي په کارکي څه دپاسه دوه مليونه کسان بوخت دي . که يو دم دا کرکيلې درېږي نو دا څه دپاسه دوه مليونه کسان به څه کوي ؟ آيا دا د طالبانو د ليکو دپياوړي کولو لپاره کړنلاره ده؟ که چېري د ترياکو نه د ارامونکو درملونو په جوړولوکي کار واخستل سي ، نو دا به نه يوازي پورته ياد سوي څه دپاسه دوه مليونه کسان نه بېکاره کوي بلکي د نوروکسانو لپاره به هم کار پيدا کېږي  او د حکومت بودجي ته به زيات شمېر عايدات هم راځي .


خو زه نه پوهېږم چي دولت ولي ددې ټولو برياوؤ سره سره بيا هم دې ته ملاتړلې ده، چي هرومرو به د کوکنارو کرکيله له مېنځه وړي ، چي داخوب دی او خيال دی او مهال .


دتېرو څو کالو تجربو دا وښودله، چي په دې کړنلاره سره کوکنار نه يوازي له مېنځه نه ځي بلکي هر موسم تر بل زياتېږي، چي دا پخپله د حکومت د کړنلاري نا سموالی ثابتوي .


کله چي د مخدره توکيو سره د مبارزې د وزارت د لوړپوړيو چارواکونه پوښتنه وسي، چي تاسي ولي د سنليس د طرحي مخالفت کوی، نودوی په ځواب کي ورته وائي :


۱ ــ په اساسي قانون کي مخدره توکي منع اعلان سوي دي ،ځکه نو بايد له مېنځه يوړه سي .


۲ ــ افغان حکومت تر اوسه ددې توان نه لري چي د کوکنارو د کرکيلي کنټرول دي وکړي . نو په دې خاطر موږ د سنليس د طرحي مخالفت کوؤ.


اوس به د پورته دوؤ ځوابونو سموالی وڅېړو:


۱ ــ د قانون خبره.دا سمه ده چي په اساسي قانون کي مخدره توکي منع سوي دي، خو که د ترياکو څخه ارامونکي درمل جوړ سي او هغه د هيواد په دننه او بهر کي وپلورل سي ، نو دا خوله يوه پلوه بشريت ته ډېر ګټور تمامېږي اوله بله پلوه هيواد ته ډېري اقتصادي ګټي هم راوړي نو ولي بايد منع وي ؟


بله خبره داده چي دوی ولي يوازي د اساسي قانون دا يوه ماده ټينګه نيولې ده، چي عملي کوؤ ئي ؟ آيا اداري فساد، رشوت او اختلاس د اساسي قانون له مخي منع نه دی اوددوی په وزارت اوټول افغانستان کي دغه شومه پديده نسته؟ ولي په دې اړوند داسي جدي ګامونه نه پورته کېږي ؟


په اساسي قانون کي خو دا هم ليکل سوي دي چي پښتو او دري دواړه رسمي ژبي دي ، آيا ددوی په وزارت او نورو وزارتواو ادارو کي په پښتو ژبه يو مکتوب ليکل سوی دی ؟ د اساسي قانون دا ماده ولي نه عملي کېږي؟ زه فکر کوم خبره د اساسي قانون د عملي کېدو نه بلکي نور څه به وي .


۲ ــ داچي افغان حکومت تر اوسه کمزوری دی او نسي کولای د کوکناروکرکيله سمه کنټرول کړي ، ځکه ئي نو د منځه وړي .دا عجبه خبره کوي،چي حکومت د کنټرول لپاره ځواک نه لری خو د له مېنځه وړلو دا ئي لري؟


تر اوسه پوري په سلګونه مليونه ډالر د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ته د کوکنارو د اړولو لپاره ورکړل سوي دي او هغو لګولي دي. که په دغو پيسو داسي جوړښتونه را مېنځ ته سوي وای ( يا همدا د مخدره توکيو سره د مبارزې وزارت ) او د بزګرو څخه د هغوی کوکنار په سمه بيه وپېرل سي او ورته وويل سي چي تاسي حق نه لری دغه تارياک پر قاچاق وړونکو وپلوری او پر هغوی ئی سم کنټرول هم لګولی وای ، نو په دې صورت کي آيا کوم بزګر به دې ته زړه ښه کړی وای، چي ځان ته پرابلمونه جوړ کړي او خپل تارياک پر بل چا خرڅ کړي ؟ زما په آند هيڅ کله نه . اوس خو ئي حکومت د کوچنيانو ډوډی ترې نه اخلي او طالبان راځي د هغه څه مجرا ورکوي.، چي حکومت ور چپه کړي دي ، نو طبعي خبره ده چي هغه به هم د طالبانو ملاتړ کوي او پايله به ئي دا کېږي، چي طالبان غښتلي سي او هيواد دبحران سره مخامخ سي .


۴ ــ يو بل شی چي د اوسني بحران په رامينځ ته کېدو کي ډېره اغېزه لري ، هغه دا چي د بُن د کنفرانس د جوړېدو نه تر اوسه پوري د پښتنو په وړاندي د تبعيض نه کار اخستل کېږي .


ــ د بهرنيو چارو په وزارت او په بهر کي د افغانستان په سفارتونو کي، دملي امنيت په رياست، دکورنيو چارو په وزارت ، د اطلاعاتو ، کلتور او ځوانانو د چارو په وزارتونو او يو شمېر نورو اداروکي د پښتنو شمېره په هيڅ کي حساب ده.


ــ په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کي د پښتنو بچيان په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو نه بې برخي دي .


ــ په دولتي او غيردولتي ادارو کي د اساسي قانون خلاف، پښتو ژبه نه کارول کېږي، افغانستان په نړۍ کي يوازنی هيواددی، چي د هيواد مطلق اکثريت د خپلو حقونونه بې برخي دي .


ــ په شمالي ولايتونو کي د نورو قومونو او ملېشو لخوا پښتانه ربړول کېږي، مځکي او مالونه ئي ترې نه تالا کېږي، پر ناموس ئي تېری کېږي او دې ته اړايستل کېږي، چي خپل ځايونه او شتمنۍ پرېږدي ، يا پاکستان او ياکندهار، هلمند او نورو سيمو ته و کوچېږي اوپه ډېر بد حالت کي شپې او ورځي تېروي . که حکومت په پټه خوله د پښتنو غوښتنو ته ځواب نه وائي ، نو پښتانه هم په پټه خوله د حکومت دملاتړ نه لاس په سرکېږي . د حکومت سره ددغو خلګو نه همکاري او مرور تيا هم د طالبانو د غښتلي کېدو لپاره ډېر ګټور ثابت سوي دی . نور په  دوهمه برخه کي ولولئ

Copyright Larawbar 2007-2024