کور / شعر / د افغانستان ملي سرود

د افغانستان ملي سرود

دا وطن افغانستان دی
دا عزت د هر افغان دی
کور د سولي کور د توري
هر بچی یې قهرمان دی
دا وطن د ټولو کور دی
د بلوڅو د ازبکو
د پښتون او هزاره وو
د ترکمنو د تاجکو
ورسره عرب، ګوجر دي
پامیریان، نورستانیان
براهوی دي، قزلباش دي
هم ایماق، هم پشه ېان
دا هیواد به تل ځلیږي
لکه لمر پرشنه آسمان
په سینه کې د آسیا به
لکه زړه وي جاویدان
نوم د حق مو دی رهبر
وایو الله اکبر ، وایو الله اکبر