کور / راپور / په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني نوي کال ونمانځه

په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني نوي کال ونمانځه


عبدالله احسان ١٩_مارچ ٢٠٠٥


افغاني کلتوري ټولنه په هالنډ کي نوی لمريز ١٣٨٤ کال په هارلم کي ولمانځه


ACVN


Afghaanse culturele vereniging in Nederland


 heeft in Haarlem afghaanse nieuwjaar 1384 geviert



 


په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني د هغه هيواد د Haarlem په ښار کي د ٢٠٠٥ زېږديز کال د مارچ دمياشتي پر ١٩مه نېټه چي د شنبې ورځ وه  د نوي لمريز کال د رارسيدو په مناسبت پسرلنۍ مشاعره اوسندريزه غونډه جوړه کړه .


په دې غونډه کي د افغاني کلتوري ټولني ښځينه او نرينه غړو او زيات شمير هالنډ ميشتو افغاني کورنيو برخه لرله او په نوموړې غونډه کي په بلجيم کي د افغانستان دتفاهم مرستي او پيوستون ټولني استازي هم ګډون کړی و  .


غونډه د ماځيګر پر پنځو بجو د ليکوال اوشاعر ښاغلي افضل ټکور له خوا پرانستل شوه ، او ور پسې د ټولني نوي مشر ښاغلي رحمت ګل ځواکمن دغونډي برخه والو ته د نوي لمريز کال درارسيدلو د مبارکۍ سره يوځای پرانستونکې وينا واوروله .


تر دې وروسته ليکوال او شاعر ښاغلي افضل ټکور د مشاعرې برخه پرانستل ، او دمشاعرې برخه يې مخته بېوله .


په پسرلنۍ مشاعره کښي ښاغلي رحمت ګل ځواکمن ، ښاغلي سيلنی ،ښاغلي  ډاکټر طارق رشاد،اغلي ستوری منګل د پيرمحمد کاروان شعر،ښاغلي نظيف تکل ، ښاغلي افضل ټکور، عبدالله احسان د پيرمحمد کاروان او علم ګل سحر شعرونه  او حاجي امين باوري خپل په زړه پوري شعرونه واوروله .


يو نيم ساعته دا ښکلې مشاعره چي تر پايه د غونډي دبرخه والو په تودو احساساتو بدرګه کېدله ، پر اووه نيمي بجې پای ته ورسېده .


 


تر دې وروسته د افغانستان د راډيو اوتلويزيون تکړه سندرغاړي ښاغلي يارمحمد او ځواني هنرمندي اغلي هُما چي د همدې غونډي لپاره يې المان د فرانکفورټ له ښار څخه تشريف راوړی و ګډي سندري وويلې .


ځوان هنرمند ښاغلي سمير جان او ښاغلي حسيب جان د موسيقي دکلاسيکو او مډرنوالاتو په يوځای کارولو سره موسيقۍ ته  نوی رنګ بخښلی و چي د غونډي برخه والو يې تر پایه پوري په تودو ولولو او احساساتو سره استقبال کاوه .


د موسيقۍ په دې ښکلې پروګرام کي ځوانانو ملي اتڼ وکړ اوماښام  لس بجې د ډوډۍ خوړلو د تفريح لپاره دمه وشوه .


لس نيمي بجې د موسيقۍ د پروګرام دوهمه برخه پيل شوه چي د خوږو سندرو تر څنګ يو ځل بيا افغاني شازلميو ډير په زړه پوري ملي اتڼ وکړ .


دغونډي تر پای ته رسېدو مخکي د ټولني مشر ښاغلي رحمت ګل ځواکمن له ټولو مېلمنو او هنرمندانوڅخه مننه وکړه  او ورپسې يې  تکړه هنرمند ښاغلي يارمحمد او ځواني هنرمندي اغلې هما ته د ګلونو ګېډۍ ډالۍ کړې .


تر دې وروسته ښاغلي ځواکمن  دافغاني کلتوري ټولني دلومړني مشر ښاغلي ډاکټر طارق رشادڅخه هيله وکړه چي پاتي کسانو ته د ګلونو ګېډۍ ډالۍ کړي . ښاغلي ډاکټر طارق رشاد ځوان تبله ږغوونکي ښاغلي سميرجان ،د نوي مډرني موسيقي ږغوونکي ښاغلي حسيب جان ( چي دغونډي د موسيقي په برخه کښي يې دخپل هنر په ښودلو سره ښکلا وبخښله ) ، او د ښاغلي حاجي سلطان محمد څخه چي دغونډي د ډوډۍ په تنظيمولو کي د زيار اوهڅو څخه مننه وشوه  او دوی دواړو ښاغليو ته يې د ګلونو ګېډۍ ډالۍ کړې .


ښاغلي ځواکمن د ټولني له ټولو هغو غړو څخه مننه وکړه چي په دې غونډه کي يې مرسته او همکاري کړېوه او په ځانګړې توګه يې د افغاني کلتوري ټولني له مالي مسولي اغلي اودافغانستان د ټلويزيون اوتياتر دتکړه هنرمندي اغلي ستوری منګل څخه مننه وکړه چي ددې او نورو غونډو په جوړولو کي يې بې درېغه مرستي کړي دي .


د غونډي په پای کښي د افغاني کلتوري ټولني مرستيال عبدالله احسان په  خپل وار د نوې کال او پسرلنۍ مشاعرې په دې غونډه کښي له ټولو برخه والو څخه مننه وکړه ، او دهغوی څخه يې دګران هيواد افغانستان څخه ليري والي اوپردي هيوادونو کښي د افغاني کلتور د ودي اوساتني په اړه لنډ مالومات وړاندي کړل ، د غونډي له برخه والو يې وغوښتل چي دافغاني کلتوري ټولني سره دافغاني کلتور په بډاينه او پرمختګ کښي برخه واخلي .


د غونډي سندريزه برخه د شپې ١٢ بجې ټولوهيوادوالو ته د نوی کال په مبارکۍ او په هيوادکي د سولي امن او خوښۍ په دعاسره پای ته ورسېده .


 دغونډي انځورونه








Afzall Takor



Abdullah Ehsan Kakar




























تکړه هنرمند حسيب جان د کيبورډ ږغلو پر وخت



اغلې هما  اويارمحمد نوی کال او پسرلی ته په نغمو کښي ښه راغلی وايي



ځوان هنرمند سمير جان په خپلو هنرمندو ګوتو د موسيقۍ ښکلا لا زياته کړې وه



په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مرستيال مشر عبدالله احسان د غونډي له ټولو برخه والو مننه وکړه


د ١٣٨٤  لمريز کال د رارسيدلو په مناسبت په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني  په نوښت د لومړي ځل  لپاره د نوي کال ( نوروز ) جشن ولمانځه . تر سلو ډېرو افغانانو په پسرلنۍ مشاعره او د موسيقۍ په پروګرام کي برخه واخسته .


د راسته خواڅخه : افضل ټکور ، ډاکټر طارق رشاد ، نظيف تکل ، عبدالله احسان او احمد الکوزی