کور / راپور / دارواښاد پروفيسر علي احمدپوپل فاتحه ، او ياد غونډه

دارواښاد پروفيسر علي احمدپوپل فاتحه ، او ياد غونډه

د المان د ايسن په ښار کي د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل فاتحه واخستل شوه




 نن د يکشنبې ورځ د ٢٠٠٤ زېږديز کال د ډسمبر د مياشتي پر پنځمه نېټه چي د ١٣٨٣ ل کال د لېندۍ د مياشتي ١٥مي نېټې سره سمون لري ، د جرمني د ايسن په ښار کښي د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل فاتحه د هغه د کورنۍ دغړو او دوستانو له خوا واخستل شوه ، او تر هغه وروسته په نوموړي ښار کي د نوموړي په ياد غونډه جوړه شوې وه . 


د فاتحې مراسم د جرمني د ايسن دښار په جامع جومات کښي د ماپښين ديوې بجې څخه تر څلورو بجو پوري  په داسي حال کي چي په زيات شمير سره دالمان اوسيدونکو افغانانو ، داروښاد دکورنۍ غړو او دوستانو ، المان مېشت فرهنګپالو اوفرهنګيانو ، يو شمېر د ښوونځيو پخوانيو استادانو ، او د فرهنګي ټولنو او خپرونو مشرانو ، او استازو ګډون کړی وو تر سره شوه .


ورپسې يو شمېر هغه کسان چي په فاتحه کښي يې ګډون کړی وو ، او يو شمير نور چي وروسته له ځيني لېرو پرتو سيمو رارسيدلي وو ، په ګډه د ايسن ښار سهيل خواته د ( له پالاس ) نومي تالار  د ماځيګر پنځو بجو ته ورسيدل . او هلته د ور رسيدو سره سم د ډوډۍ خوړلو لپاره تياری نيول شوی و .


ماښام شپږنيمي بجې د قرآن عظيم الشان ختم وشو ، او خاتمه وويل شوه ، همدا راز يو ځل بيا د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح ته دعا وشوه .


د ماښام نږدې اووه بجې وې چي ښاغلي ډاکټر علي احمد ( عمر )  د ارواښاد پوپل صاحب او د هغه ملي او فرهنګي خدمتونو او د نوموړي د ژوند او رسمي دندو  په اړه څو لنډي خبري وکړې او وروسته يې غونډه تر پايه پر مخ بوتله .


تر دې وروسته ښاغلي  سرور   رونا  ( دعقاب آريانا مجلې مسوول مدير ) ته بلنه ورکړه شوه . نوموړي د ارواښاد علي احمد خان پوپل په اړه خپله مقاله ولوستل ، چي په هغه کي  يې داروښا د پوپل صاحب د ژوند پر ځينو برخو او دده سره يې پر اړيکو ، او د هيواد لپاره د هغه پر همدردۍ خبري شوي وې  .


 همدا راز  د غونډي چلوونکي ښاغلي علي احمد ( عمر ) د امريکې  د متحده ايالتونو څخه د (( ايينه افغانستان )) مجلې د مسوول مدير ډاکټر سيد خليل احمد هاشميان راغلی پيغام ولوست .


وروسته بيا هم د امريکې دمتحده ايالتونو څخه راغلی د ښاغلي مير عبدالرحيم عزيز  د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل د يوه شاګرد ښاغلي جمعه ګل حبيب له خوا ولوستل شو  .


تر دې وروسته ښاغلي محمدعاشق غريب په اروپاکي د افغاني کلتوري اوفرهنګي ټولنو د ګډې جرګې پيغام اوپه جرمني کي  د افغانستان د کلتوري ودې ټولني  پيغام  ولوست .


دغونډي په وروستيو شېبو کښي  د ګوربت فرهنګي ټولني له مشر ښاغلي محمد آصف وردګ د ارواښاد علي احمد خان پوپل  او دهغه  په وينا د ارواښاد د ژوند پر څو مهمو برخو وږغېد .


د غونډي په پای کښي د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان زوی ښاغلي خليل  پوپل  له ټولو راغليو ښاغليو اواغليو څخه مننه وکړه ، او غونډه د ماخستن پر اته بجې پای ته ورسيده .


د ارواښاد علي احمد خان د ويبپاڼي پته داسي ده : http://www.aliahmadpopal.com


 


د يوې ستونزي له امله ددې غونډي عکسونه سمدستي په لاس کي نسته ، موږ يي د لاسته راوړو هڅه کوو.


د عکسونو معلومات


 


د قرآن عظيم الشان تلاوت او خاتمه


 


د غونډي برخه وال چي د قرآن عظيم الشان تلاوت اوري


 


د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي


 


د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي


 


د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي


 


د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي


 


د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي


 


د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي


 


د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي


 


د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي


 


د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي


 


د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي


 


د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي


 


د اروښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل روح دي ښاد وي


 


ښاغلي ډاکټر علي احمد ( عمر ) غونډي ته لنډه پرانستونکې وينا کوي


 


ښاغلی سرور رونا د عقاب افغانستان مجلې مسوول مدير او چلوونکی خپله مقاله لولي


 


د غونډي برخه وال


 


ښاغلی جمعه ګل حبيب د خپل استاد اروښاد ( پوپل ) صاحب په ياد خبري کوي


 


ښاغلی غريب په اروپا کي د افغانستان دکلتوري ټولنو د ګډي جرګې پيغام لولي


 


د ګوربت فرهنګي ټولني مشر ښاغلی محمد آصف وردګ د اروښاد په ياد خبري کوي


 


د ارواښاد پروفيسر علي احمد خان پوپل زوی  ( خليل پوپل ) له برخه والو مننه کوي