کور / خبرتیا او پيغامونه / په ځانمرګي بريد کي د 6 ماشومانو په اړه

په ځانمرګي بريد کي د 6 ماشومانو په اړه

بیاهم د علم او پوهې دښمنانو یوه بدمرغي منځ ته راوړه
۱۳۹۱ کال د غويي ۳۱ مه

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د تېرې شنبې په ورځ له غرمې وروسته په ۳ بجو د خوست ولایت په صبرۍ ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې شپږ تنه بې ګناه زده کوونکې په شهادت ورسېدل.

انا لله و انا الیه راجعون

دغه زده کوونکي چې عمرونه یې له ۷ څخه تر ۱۲ کلونو پورې وه، د شیګی لیسې او سین خور لومړني ښوونځي زده کوونکي وو.

په دغه ځانمرګې برید کې د تریزی او بډي ملایانو د لېسې د لومړي او اتم ټولګي دوه تنه زده کوونکې ټپیان دي، چې د ټپیانو روغتیایې حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوی دغه خواشینونکې پېښه په کلکه غندي او شهیدانو ته د پاک خدای له دربار څخه د مغفرت او کورنیو ته یې د زغم او صبر غوښتنه کوي همدارنګه ټپیانو لپاره د عاجل روغتیا غوښتنه کوي .

د پوهنې وزارت د افغانستان له مسلمانو او شریفو خلکو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې د ښوونکو او زده کوونکو د مال او ځان په ساتنه کې له هېڅ ډول مرستې څخه درېغ و نکړي او خپله اسلامي او ایماني وجیبه ترسره کړي .