کور / هراړخیز / یوه څلوېښتي په وطن کي (یونلیک ۱۵)

یوه څلوېښتي په وطن کي (یونلیک ۱۵)

لراوبر د لوستونکو د اسانۍ لپاره هره نوې برخه همدې مخ ته ور زياتوي چي په پای کي به ټول يونليک په يوه کليک لوستل کېدای سي.


Masom Hotakد۲۰۱۲ع کال داپریل اوله دیکشنبې ورځ وه چي د ټورنټوله پېرسن هوایي ډگرڅخه مي دخپل پلرني ټاټوبي په نیت مخ پرلندن (انگلستان) ونیو. په سفرکي راسره دژونددسفرپرملگري سربېره مي مشرزوی، ذکي اوکشره لور، تنکۍهم راسره ول. دسفرپلان مي داسي وو،چي په لندن کي به دخپل مشرزوی ددسمال مراسم تېروو اوپه دابله اوونۍ کي به زه مخ پروطن ملاتړم اودوی به “ډب زړگیه ډب” بیرته خپل گړبېدلي کور(اوشاوا) ته ستنېږي.
ددوشنبې په ورځ سهاردلندن پروخت دنهوبجوپه شاوخواکي دلندن ښاردگېټویک هوایي میدان ته ورسېدو. داکازامنواوخوریي په لیدلومي پسله شلوکلونو څخه سترگي روښانه سوې. دې خدای وهلي مهاجرت دافغانانوکورنۍ داسي سره وپاشلې چي زوی ئې له پلاره اولورئې له موره اودوستان ئې له خپلوانوڅخه په سووزره فرسخه لیري وغورځول اودبیاراغونډېدلو هیله ئې ” خیال و محال وجنون” ښکاري. دچاخبره ،ناشکري به نه کوم، اوس هم ښه ولاړه ده، توبه ئې تربترو، د دوستانولیدنه کتنه دزوی زېری دئ. زړې کیسې ــ ژوندوته دسر دوعاوي ــ مړوته پاتاوي ــ غم دي خدای لیري لري، دښادیوتابیاوي ټولي زموږددافغاني ژوندورځنۍ مسئلې دي. دغه ورځ مي په همدې ډول تېره سوه. دشپې مي نظري صاحب او باوري صاحب ته تیلفونونه وکړل اوله هغوی سره مي داسي پلان جوړکړ، چي دپنجشنبې په ورځ ( داپرېل درېیمه)به په هغه غونډه کي برخه واخلوچي دپوهانددکتور زیار صاحب دپنځه اویایمي کالیزي په ویاړسرښته سوې وه اودجمعې په ورځ ماښام به دلندن مېشتوفرهنگیانوپه ماښامني بانډارکي گډون کوو.
دابله ورځ مي دباوري صاحب په ملتیادنظري صاحب کتابتون وکوت. ځیني پخواني نوادرئې پکښې راغونډکړي ول. کتابتون ئې په بېنظمۍ کي دڅښتن دخپل ژوندښه پوره نمایندگي کوله. ځیني سالنامې مي پکښې وکتلې اود(ویښ زلمیان) کتاب مي ځني واخیست. راباندي پخه ئې کړه چي سوداپه  مالچه ده، عوض به ئې ورلېږم. ورسره ښه مي کړه اوپه زړه کي مي وویل چي دکتاب دغلاروایت خوظهیرفاریابي د خپل دیوان په ارتباط په مکه کي هم ورکړی دئ :
” دیوان ظهیر فاریابی + درمکه بدزداگربیابی”
له دغه خاص حکم څخه به عامه استفاده وکو. زماپوردي پرکارگه وي، دکارگه مرگی دي نه وي.
دپنجشنبې ورځي ته مي تلوسه وه. دزیارصاحب کالیزي ته ورتگ مي خپله فریضه گڼله. که څه هم غونډي ته نابللی مېلمه وم . خوپه دغه محفل کي زماگډون یوه فرهنگي اړتیااویوه ټولنیزه وجیبه وه. زه دخپل استادپوهاندزیارصاحب سره پرځینوعلمي مسائلوباندي دنظرڅه اختلاف لرم اودااختلاف مي پټ کړی هم نه دئ. کتابونه، مقالې، د مقالوجوابونه اومرکې مي کړي دي. ځینوټاکلومتعصبوکړیوزمادغه رازعلمي فعالیت ته دختیځي اولویدیځي لهجې ترمنځ دټکررنگ ورکړی دئ اوپه ناځوانۍ سره په پښتنوکي دیوبل درزاچولوله پاره لاس وپښه وهي. په افغانانوپه تېره بیاپښتنوکي چي څوک دچادنظرپه باب مخالفه رایه ورکوي، نولېوني ته خدای ډول په لاس ورکي، ډبوه ئې اودسرماغزه په چپه کوه. فقط ته به وا، د سردښمني دي شروکړه. ددغه ناوړه اوکرکجن دود دماتولوله اسیته اودپوهاند زیار صاحب دعلمي کاراواوږده فرهنگي ژونددستایني په نیامت د اپرېل پرپنځمه (۲۰۱۲ع) ټاکلي غونډي ته ورغلم. غونډي ته زماورتگ دپوهاند صاحب په گډون دډېرونورودوستانوله پاره دپرنگیانوپه اصطلاح (surprise) وو. دغونډي چلوونکي راته هرکلی ووایه اوپوهاندصاحب هم پخپلولنډوخبروکي زماله ورتگ څخه په درنوالفاظوکي مننه وکړه. په غونډه کي مي ویناوکړه اوپه هغې کي مي دپوهاندصاحب داویایمي کالیزي له بابته دوی اوددوی کورنۍ ته مبارکي وویله. پردغه خبره مي ډېرزورواچاوه چي موږافغانان بایدپه علمي مسائلوکي دنظراختلاف ، خدای مه کړه، دښمني ونه گڼواود اختلاف زغملو، اورېدلواو لوستلوکلتورته پخپلومنځوکي وده ورکړو. دپښتوژبي اوادب په برخه کي مي داستادعلمي کارونه وستایل، هغه مي له” غره” سره مشابه وبلل اوپرزیاته مي کړه چي دغره لاراواره نه وي، ځیني برخي ئې دغره د ختونکوپرطبعه برابري نه وي اوختونکي دځینوډبرواوخنډونوپه ایسته کولوسره خپله لارپکښې مومي. په علمي اوژبنیومسائلوکي مي اختلافي نظرونه د” تېز” او” انتي تېز” دقانون له مخي دتکاملي بهېرله پاره لازم وگڼل ، دنظریاتوله اختلاف څخه مي دیوه معقول “سنتیز” دراوتلواکاډمیکه موضوع بیان کړه اوپرزیاته مي کړه چي دپوهاندصاحب ژبنۍ څېړني اوپرهغوباندي دمعیاري ژبي فیصله وروستۍ فیصله نه ده، بلکي ددوي دنظریاتواومخالفونظرونوله “سنتېز” څخه به دمعیاري لیکدوداومعیاري ژبي آخري شکل راوزي. همداانگېرنه مي بیاد خپل علمي فعالیت له پاره “مُجوِّز” وباله. ما پخپله ویناکي داهم وویله چي که زماپه ځینولیکنوکي کومه داسي کلمه راغلې وي چي زمادارادې پرخلاف ئې پوهاندصاحب خدای مه کړه، خوږکړی اومتاثرکړی وي، زه ددې حاضرمجلس په مخ کي ور څخه معذرت غواړم. په مجموع کي زماهدف داوو، چي وښیم، زه له پوهاندصاحب سره شخصي څه نه لرم. علمي اختلاف مي یوه بشپړه طبیعي مسئله وبلله اوپه مثال کي مې دپټي خزانې پرسرهغه اختلاف ته اشاره وکړه چي پوهاندزیارصاحب ئې له خپل نارویژي استاد فقیدمارگنستیرنې سره لري اوپټ کړی ئې هم نه دئ. داچي زه به په دې پیغام رسولوکي څونه موفق وم، دهغې اټکل اوس نه سم کولای. پخپله پوهاندصاحب زماله خبرو څخه خوښ ښکارېدئ اوڅوواره ئې یادگاري عکسونه راسره واخیستل. دخپل کتاب (پښتوپښویه) نوی چاپ ئې راکړ.زه په دغه غونډه کي له خپل دغه گډون څخه ډېر راضي یم اوله نوروڅخه هم غواړم چي پخپلومنځوکي ددغه راز روحیې د ایجادولواوپاللوکارته دلومړیتوب حق ورکړي.ډېروحاضرینوپه دغه غونډه کي زماگډون دغونډي دبریالیتوب یو عامل وباله. دغونډي راپورپه مېډیاکي لکه څرنگه چي لازمه وه ، خپورنه سواوپه پښتو سایټونوکي ئې انعکاس تت وو، چي بایدنه وای.
دغونډي په پای کي ښاغلي سپین تڼي راڅخه وغوښتل چي دبي بي سي رادیوله پاره زمااودزیارصاحب  په گډون یوه مناظره وشمه غونډه جوړه کړي چي گویاله دې غونډي څخه به ځوانان دپښتولیکدودپه برخه کي فایده واخلي. ماورته وویل چي ماله پوهاندصاحب سره یوځل په رادیویي پروگرام کي برخه اخیستې ده چي تفصیل ئې مادخپل کتاب”پرمعیاري ژبه دمعیارپه ژبه یوه څېړنه” په دوهم چاپ کي بیان کړی دئ. که ځوانان علاقمند وي، هغه دي ولولي. نورنه غواړم چي د کدورتونوفضاپراخه کړم. ښاغلی اکبرکرگرچي په دغوخبروکي حاضر وو، زماخبره تائیدکړه.



دوهمه برخه:


دجمعې په ورځ ( داپرېل شپږمه) دلندن مېشتوفرهنگیانوغونډي ته نه ولاړم، ځکه ځوانان زمادزوی ددسمال په سرښته مصروف ول او ماددوی له مرستي پرته دغونډي ځای ته ځان نسوای رسولای. سبا ته مي ددسمال مختصرکورني مراسم ترتیب کړي ول. وړوکی،خو،له خوښیواوخوشالیوډک محفل وو. پاک خدای دي دوی خوشاله اواوږد مشترک ژوندورپه برخه کړي.
له مفتون صاحب سره مي په تیلفون کي څوپلاخبري وکړې اودده له زیات ټینگارسره سره مي ونسوای کولای چي ورسره وگورم. دگران هارون خپل دلیدوارمان مي هم پرزړه پاته سو.
داپرېل پراتمه مي وطن ته دسفرموزې په پښوکړې،دژړوگلوباغ مي پرخدای وسپاره. ناصرجان ریشاته مي سپارښتنه وکړه چي دپوهاند زیارصاحب دغونډي په باب یوه لیکنه ویبپاڼوته ورسوي. وروسته خبرسوم چي ښاغلي ټکورصاحب اطمنان ورکړی وو، چي داکاربه کوي. خومائې دلیکني څرک ونه موند. ښایي دپېلوځي په پروگرام کي ئې راپورخپورکړی وي. زه ددوبۍ له لاري کابل اوبیا کندهارته رهي سوم. په دوبۍ کي مي دکام ایردفترپه موندلوکي ښه پوره سرگرداني ولیدله. بالآخره مي له اووساعتوانتظاروروسته دسیمه ییزوخت دسهارپردوونیموبجوپه کام ایرهوایي شرکت کي مخ پرکابل سفرپیل کړ. دچوکۍ ملگری مي یوهراتی ځوان وو،چي دعمرزیات وخت ئې په ایران کي تېرکړی وو. پرلاري ئې  ژبني وسیاسي بحثونه راسره وکړل. له پښتنوسره ئې ضدیت، له ډېراحتیاط سره سره نسوای پټولای. ماپه زړه کي دافغاني زلمیو داذهانوپردغه رازانحراف باندي ډېرافسوس وکړ . ده ته مي دقومونوپریووالي اوملي اتحاد باندي ښه ډېري نصیحت وشمه؟خبري وکړې خولیدله مي چي له ظاهري ښه ښه ویلوسره سره ئې دخاشې اغېزه هم نه پردرلوده.
کابل ته دسهارپرڅلوروبجومع الخیر ورسېدم او دا وار مي شپږکاله وروسته دخپل پلرني وطن پرخاوره قدم کښېښوو. دهوایي ډگرپه بې نظمیوکي مي واسکټ،څادر،سپیني رخچیني اوسپیني ږیري ډېرپه دردوخوړل. هرچاراسره مرسته کوله او” حاجی صاحب،ایسوبیا”،” حاجی صاحبه راه بتین”،” سپین ګیرې دې واله راشه” اونوردمرستي ږغونه راباندي کېدله. په زړه کي باغ باغ کېدلم چي لږترلږه خود مهاجرت  دبې هویتۍ له شواخونه څخه سمدلاسه خلاص سوم. دلته که په وطن کي له اورېدوڅخه نورډېرارزښتونه له منځه تللي دي، دایو ارزښت ، دسپیني ږیري درناوی اودمشراحترام خولاشکرپرځای پاته دئ . رشتیاهم په مهاجرت کي خوداحقیقت هره شېبه چاته ثابتیږي چي :
“پردی وطن دمیړوقدرکموینه”
له هوایي ډگرڅخه مي دوتلوپلان نه درلوداوترڅلورساعته انتظار وروسته مي دکندهارپرهوایي ډگرگام کښېښوو( داپرېل نهمه ۲۰۱۲ع). گڼه گوڼه دونه زیاته نه وه. دخپل خوریي ،گلالي، په لټه کي سوم . په سترگه مي نه سو. په زړه کي مي راوگرځېدل چي نه گانه سره تېروبېر سوي نه یو. دخلکوله ټولۍ څخه یوه ځوان راباندي ږغ کړه : ” هوتک صاحب په خیرراغلې، بل ورسره ملگري ځوان مي له لاسه بکس واخیست اوله میني ډک روغبړئې راسره وکړ. دغه لومړی ځوان کندهار مېشتی فرهنگي شخصیت ښاغلی فروتن وو، چي دکوم دوست دراتگ په انتظارولاړ وو اوناڅاپي ئې پرماسترگي ونښتلې. بکس ئې موټرته پورته کړاو ما ته ئې دمخ په سیټ کي ځای خالي کړ. مادخپل خوریي دځنډخبره ورته وکړه اوده ویل”موږدي ټول په خدمت کي یو، غم ئې مه کوه”. په خارج کي دبې هویتۍ پېټی نورهم سپک سو.د بېگانگۍ روحیې داپلا ښه ټینگه څپېړه پرمخ وخوړه.غاړه مي وکښه اودغروراحساس مي وکړ. له فروتن سره دوې نوري ښځي هم په موټرکي ناستي وې اوده په مهربانۍ سره ډاډورکاوه چي موري ! زه دي هم دزوی پرځای یم، هرځای چي دي کور،وي رسوم دي. دې ښځمنوهم ښارته دتلوامکانات نه درلودل او داسي ښکارېدل چي فروتن ځوان نن خدايي خدمتگارۍ ته ملاتړلې ده او بېوزلي و بې وسیلې هیوادوال په داوطلبانه توگه وړیاترکوروپوري رسوي. پرهمت، میړاني اوعالي احساس دې برکت وي. موټرڅومتره مخ ته لانه ووتللی چي زماخوریی راښکاره سو اوله فروتن اوملگري څخه مي ترمنني وروسته خدای په اماني واخیستله اوپه دابل موټرکي مخ پرښاررارهي سوم. دهوایي میدان شاوخواسړکونه اوودانۍ راته نوي ښکارېدلې خونورنوغر اشنا،خاوره اشنا، هوااشنا،دوړي اشنا، مرغان اوآوازونه ئې اشنا،ژبه اشنا، هرڅه اشنا خوڅېرې (چهرې) نااشنا. کندهارخویووخت داسي ښاروو چي دلیکراج هندوخبره یوسړی به دي هره ورځ دوه درې واره په مخه درتلئ. سهاربه دي وختي دقصاب پردوکان دغوښواخیستلو پر وخت ولید، بیابه دي چارسوته دتگ په وخت کي په مخه درغلئ، غرمه به دي بیاکورته دتگ په حال کي سلامالیک ورسره وکړ، ماپښین بیا اوماخستن بیا. پخواپه کندهارکي داخبره دعام وخاص پرخولوجاري وه چي ددې ښار اوسېدونکي که سره وپلټې، هرومروبه دي له خپلوانوڅخه وي. کوچنی ښار وو، خاندانونه ئې معلوم ول، خېښۍ ئې پخپلومنځوکي وې،له ابایي کوروڅخه کډه کول ئې نه خوښول،عنعنیي (دودیزه) ټولنه وه، دکوڅې مشر، دمحل سپین ږیری، دماجت ملااوامام ، دناحیې مامور ،نورسرکاري خلک اود حکومت کارکوونکي به هرچاپښت پرپښت پېژندل. اوس خبره داسي نه وه. دهماغه هوایي ډگرڅخه راته څرگنده سوه چي مالیدلي زاړه یاپه هدیروکي دي،یاپه لیروهیوادوکي، مالیدلي ځوانان سپین ږیري سوي اوله پېژندلووتلي دي، ښارته له شاوخوااولسوالیو، ورڅرمه ولایتواودهیوادله نوروسیموڅخه په سووزره خلک رابهېدلي اوپه ښارکي میشته سوي دي. اوداهغه لازمي واقعیتونه دي چي جنگونه، جگړې اوپرله پسې پاچاگښتۍ ئې له ځانه سره لري. پښتانه وایي : په جنگوکي حلوانه وېشل کیږي.
کورته ژرورسېدلو. خوراونور دوستان مي په لیدوډېرخوشاله سول. دغه ورځ مي ټوله دپښوپه سختودردونوتېره کړه. دپړکیوماهیچې مي سره اوښتي وې. نه مي په ناستي ارام کېدئ اونه په ولاړي. ماښام ته زمادپنځوسوکالواشناحاجي اخترمحمدخان له زوی سره یوځای کورته راغئ. دپښوددرددواوي اودمالش ملهمونه ئې ورسره راوړي ول. زوی ئې دنرسینگ پوهنه اوتجربه دواړه لرله. زمادتکلیف سوده په وسوه. ترڅه آرام وروسته په دابله ورځ سهارپه شنه خړه سمدلاسه دمورو پلار زیارت ته ولاړم  اودخپلي پلرنۍ هدیرې ټولوقبروته مي ددوعالاسونه پورته کړل. کندهارته زما تر وروستي تگ وروسته زموږپه هدیره کي زموږله نزدې خپلوانوڅخه څلور پنځه قبرونه زیات سوي ول. پاک خدای دي ټول وبخښي.
مسافرته دهرکلي ویلودودپه پښتنوکي غښتلی دئ . زموږکورته هم دخپلوانو،دوستانو،اشنایانو، دکوڅې اومحل دگاونډیانواونورو شناخته خېلوراتگ پیل سو. زیاتره ئې زماد ارواښادي موردپاتاله اسیته هم کورته راتلل. زمامرحومه ومغفوره مور حجاڼۍبي بي حلیمه ،چي موږپه کورکي (ادا) بلله ،د۱۳۸۹ ش کال دقوس پر۲۸مه = ۱۹ دسمبر۲۰۱۰ع کال دیکشنبې په ورځ دسهارپر څلوروبجوولسو دقیقو په کندهارکي وفات اوپخپله پلرنۍ هدیره کي ښخه سوه. جنازې اوپاتاته ئې له بده مرغه ماځان ونسوای رسولای.


دریمه برخه
 
په کورکي تریوڅه استراحت وروسته دخپلي کورنۍ دمشرانودلیدوپه نیامت دکندهارښارپه ختیځ کي د(عینومېني) په نامه نوي ښارگوټي ته ولاړم. دغه ښارگوټی دفرقې دپخوانۍ سیمي پراورشوودان سوی دئ. دودانېدلوچاري اومفکوره ئې په ځانگړې توگه دښاغلي حمید هیلمندي، محمودخان کرزي اونورودابتکارنتیجه ده. دغه ښارگوټی د یوه عصري اومدني ښارټول وسایل اوامکانات لري.منظم ښاري پلان، عصري ودانۍ، پراخ سړکونه، ښوونځي، دسپورټ میدانونه، کلینیکونه،عصري مارکیټونه،پوهنتون اونوري لازمي ودانۍ ټولي پکښې په پام کي نیول سوي دي اوځیني خوئې بشپړي سوي لاهم دي. ددغه ښارگوټي دوهم فېزدظاهرشاهي کانال (لو ویالې)شمال ته تر تورو غروپوري غزېدلی دئ. دمځکوبیه ئې فوق العاده لوړه سوې ده او ځینو کسانوته ئې دثروت غونډولوښه زمینه برابره کړې ده. دغه ښارگوټی که له خپل لومړني پلان سره سم انکشاف وکړي اود قدرتمندانودحرص و آز قرباني نسي، دراتلونکي کندهارپر ښکلا او مدنیت باندي ډېري مثبتي اغېزې کولای سي. دکندهارپه عادي خلکوکي ددغه ښارگوټي دمځکو په باب دغصب وقبضې یولړکیسې اورېدلي کېږي چي دصحت وسُقم معلومول ئې گرانه خبره ده خود افغانستان په جگړه ځبلې ټولنه کي ددغه رازحوادثوداستانونه یونه دئ، دوه نه دي، بلکي په سوو دي.
زموږدپراخي کورنۍ څخه څوکوره په همدې ښارگوټي کي اوسېږي
او زه دخپل مشراکادزوی مولاناعبدالباري دلیدلوپه نیت ورغلم. مولاناصاحب په قمري حساب نوي کلونوته نزدې سوی دئ. په ځواني کي ئې ددیني علوموزده کړي بشپړي کړي دي اودکندهاردلوی عالم اومحدث ملاشراف الدین اخندزاده علیه الرحمة اودغه راز دمرحوم چټ ملااختر محمداخندله شاگردانو څخه دئ. پلارئې حاجي عبدالباقي هوتک د خپل وخت دیني عالم اود پښتوژبي شاعروو، چي دپښتوژبي ادبي تذکروئې زمادلیکنوپربنسټ یادوني کړي دي. مولاناصاحب دژوندپه چاروکي تجارت ته مخه کړې اودعلم لارځني پاته سوې ده .تېرشل کاله ئې په کراچي ښارکي دمهاجرپه توگه تېرکړي دي. په دې وختوکي کندهارته بیرته راغلی دئ،له خپل وروراوخپلو همتناکوورېروسره په کورکي یوځای اوسي اودکهولت رنځوري شپې سباکوي. زماسره دلیدني کتني پروخت ئې زمادیوه چاپ سوي اثر (ادیب شیخ) په باب ښه دخوندتبصرې وکړې خومائې په خبروکي د حافظې بې نظمي څوواره وموندله چي پردغه سن وسال باندي یوه طبیعي پېښه ده.زمادغه کتاب دکندهاردیوه حقدارعالم ارواښادشیخ عبدالغفورخروټي په باب لیکل سوی دئ. شیخ صاحب مرحوم د مولانا عبدالباري له صمیمي ملگروڅخه وو.
  داپرېل له لسمي څخه مي کورته دکندهاردفرهنگیانوجوپې جوپې راماتي سوې. سرئې زماپخواني اشنااودوست الحاج فضل محمد پنهان کښېښوو. پنهان صاحب په څلوېښتمولمریزوکلونوکي دکابل پوهنتون دادبیاتوپوهنځي د پښتوڅانگي له فارغانوڅخه دئ اوښه ډېرکلونه ئې دکندهارد ښوونکودروزني په عالي موسسه کي داستاد په توگه وظیفه سرته رسولې ده. چاپ سوي آثارلري.پلارئې، مرحوم لالی ماما نورزی دکندهارله محلي شاعرانوڅخه وو اوغښتلي ملي افکارئې درلودل. پنهان صاحب اوس پرکورناست دئ.
په دغه ورځ دمجلس په جریان کي زماگران اومستعدشاگردمطیع الله
جان روهیال هم کورته راغی اودپښتواکبرنامې یوټوک ئې راووړ. پښتواکبرنامه دحمیدکشمیري دفارسي اکبرنامې منظومه ژباړه ده چي دارواښادملاجانان اخندکاکړپه قلم په نظم لیکله سوې اود پښتو ژبي دځوان محقق اوپُرکاره لیکوال ښاغلي ډاکټرعبدالرؤف رفیقي په همت په دې شپوورځوکي چاپ سوې وه. دغه چاپي اکبرنامه ما په کندهارکي د خپل سفرپروخت یوڅه وکتله، چاپي تېروتني ئې یوڅه په سترگه راغلې اوکله چي کتاب زما له نوروزیاتوکتابوسره دپوستې له لاري کاناډاته راورسېد، هغه وخت به که دخدای رضاوه، یوه ځانگړې لیکنه پروکړم. اوس دم درحاله داکبرنامې ناشرښاغلي ډاکټررفیقي ته ددغه مهم اثردچاپولوله بابته مبارکي وایم، توفیق دې رفیق اوبری دې مل وي. دغه راز دپښتواکبرنامې دناظم ارواښاد ملا جانان اخندروح ته دوعاله خپلوفریضوڅخه بولم. دملاجانان اخند نور آثارهم دډاکټر صاحب رفیقي په همت خپاره سوي دي اودالړۍ ئې ښه په خوندروانه کړې ده. ښاغلي ډاکټررفیقي په دې شپوورځوکي دسراج الاخبار دلومړي کال گڼي په ښکلې قطع اوصحافت دارواښادعلامه حبیبي له لیکنوسره یوځای چاپ کړي دي. پردې چاپ هم خپله تبصره بل وخت ته پرېږدم خوناشرته به ئې مبارکي اوس ووایم.
ډاکټرعبدالرؤف رفیقي څوورځي وروسته ( داپرېل پر۱۹مه) ماښام تیلفون راوکړ. دی له کابله کندهارته رارسېدلی وو اوغوښتل ئې راسره وگوري. زه له بده مرغه یوې مېلمستیاته روان وم اودی په داسباچمن ته خپل کورته تلئ. دلنډوخبروپه ترڅ کي مي داکبرنامې مبارکي ورکړه اودبیالیدوپه هیله مي ورسره خدای په اماني وکړه.
داپرېل پریوولسمه دکندهارد تاج محل هوټل  په خوشبخت سالون کي یوه واده ته دعوت سوی وم. دکندهارښاردعمراني پراختیاووپه لړکي د ودونوسالونونه هم په عصري اومجلله توگه ودان سوي دي. خوشبخت سالون په پخواني نوي ښارکي موقعیت لري. په دغه واده کي ځوان شاعرښاغلی بشارت هم ځان راته معرفي کړ. اشعارمې پخوا لوستي ول. په دې شپوورځوکي ئې شعري مجموعه هم چاپ سوې وه. ډېرمستعدځوان دئ چي زه ډېرامیدونه ورته لرم. گران بشارت زماد پخواني اشنا محمدموسی توخي زوی اودکندهاردمشهورفټبالر کاکو ابراهیم جان لمسی دئ.
په داسبائې چي دپنجنشنبې ورځ وه،په همدې سالون کي دارواښاد شهیدعبدالاحدهیلمندي دکورنۍ دیوه غړي دواده مراسم نیول سوي ول چي زه هم ورته دعوت سوی وم. په مراسموکي مي ډېرشناخته خېل اوشاگردان ولیدل . په هغو کي می له حاجي رؤف جان هیلمندي، فرید میوندي، رحیم الله هیلمندي ، ډاکټرعمري(دپنجوایي دگل اغا زوی)،دعالي دارالمعلمین له استاد عبدالله خان اونوروسره مي خواږه مجلسونه وکړل.
کندهاریان دجمعې ورځ له قدیمه څخه په ارغنداوکي په مېلوکي تېروي. زه هم پسله ډېره وخته دارغنداوباباصاحب ته له ملگروسره مېلې ته ولاړم. ارغنداوتک شین وو. که څه هم دتوتواوالوچه وو درسېدوموسم وو، خودهواسوړوالي حاصلات یوڅه ځنډولي ول. ارغنداو ته له ښارڅخه په زرو خلک پرموټرسایکلانواوموټروکي هره جمعه ځي. دباباصاحب دزیارت نوې ودانۍاودتخت نورشاوخوا عمراني ځایونه اوباغچې دگل اغاشېرزي دلاس یادگارونه دي. په دې شپوکي دباباصاحب پربرابري دارغنداوپررودباندي دښاغلي ډاکټر توریالي ویساپه تلاښ یوپوخ پل هم ودان سوی دئ چي دارغنداو اوسېدونکواونورومېله والوته ئې دتفریح اوورځنیوچارو ډېر سهولتونه برابرکړي دي. دکندهارمستانه خلک اوځوانان امنیتي ملحوظاتوته په بې اعتنایۍ سره دجمعې دورځومېلې په هیڅ ډول نه قضا کوي.دټرافیکي عراده جاتوډېرښت دښارحالت یوڅه بې نظمه کړی دئ، ټرافیکي پېښي ئې زیاتي کړي دي. دټرافیکي ازدحام پرڅنگ په ښارکي دبهرنیانودپوځي عرادوتگ راتگ هم خلکوته خوراډېرمشکلات پېښ کړي دي. کله چي دغه قواوي دښارپه کومه سیمه کي تېرېږي، دسیمي ټول ټیلفونونه سمدلاسه له کاره ولوېږي. تلاښۍ اوپرسړکانوباندي امنیتي پوستې هم دښاردټرافیکي بې نظمیوپه عواملوکي راځي.په ښارکي عملاجنگي حالت محسوس دئ خوخلکو دڅولسیزوجگړه ییزوشرایطوله اسیته له دغه رازحالاتوسره دتطابق فوق العاده استعدادموندلی دئ اودجدي پېښوپه مقابل کي ډېربې پرواسوي دي. خوراسختي شپې وورځي په بشپړه حوصله مندي سره تېروي اوپه ورځني ژوندکي ئې دومره زیات توپیرنه پېښوي. افغانان په رشتیاسره سرسختي خلک دي. کشکي ئې له دغي سرسختۍ څخه ناوړه استفادې نه کېدلای.
دښاروضعي ته په کتوسره څوک ویلای سي چي په عمومي توگه له فقر و بېوزلۍ اوبېکارۍ اوبې روزگارۍ،دچارواکو له نااهلۍ اوبې کفایتۍسره سره د ښاردیوشمېرخلکوپه اقتصادي اومدني حالت په نسبي توگه ترپخوایوڅه مثبت بدلون راغلی دئ.ایکاش دجګړواوباروتونوم زموږله گران هیواد څخه دابدله پاره ورک سوی وای.


 څلرمه برخه :
 
دخلکوپه ژوندکي دمثبت اقتصادي بدلون پرڅنگ په کلتوري برخه کي هم ژوربدلونونه ترسترگوکیږي. دې بدلونونوته ناظرین له دووزاویوڅخه گوري. هغه کسان چي دکندهارپخوانی کلتوري حالت پرگران وو، دې بدلون ته دانحطاط نوم ورکوي. وایي چي موږدېرش څلوېښت کاله پخواښاري کلتوردرلود، دعصریت اومدنیت پرلور گامونه که څه هم سوکه او ورو ورو اخیستل کېدل، خوزموږدټولني پرمزاج برابریون وو، دتعلیم اوتحصیل مسئله دیوه منلي ضرورت په توگه زیاتروخلکومنلې وه اودښاراوشاوخوا اولسوالیوهلکان اونجوني له څومحدودواستثناووپرته په منظم ډول ښوونځیواوبیا عالي تحصیلاتوته روان ول، دقومي تفوق روحیې وروستۍ سلگۍ وهلې اوپه ورځني ژوندکي ئې مطرح کېدل دوروسته پاته والي نخښه بلل کېدله اوخلکوځان ځني ژغوره،معنویت پرمادیت باندي غښتلی وو،په ښارکي مدني اوښاري مناسبات دپرمختگ او ودي پرلور پراخېدل، دخلکوپه ژبه کي دښاري کلتورکلمات اوآداب دعامېدلوپه حال کي ول، دخلکوجامې اوکالي دعصرله غوښتنوسره دمطابقت پر خوادسکښت په حال کي وې، اونور او نور. خواوس په ښارکي د کلیوالي کلتوراو ژوندنښانې زیاتي محسوسي دي اوپرټولنیزو مناسباتواوژبه باندي دڅلورولسیزومهاجرت اغېزودښار دخلکوهغه کلتوري وضعه شاته بېولې ده،چي دمنورینودیوې پېړۍ مجادلې په نتیجه کي منځ ته راغلې وه.
خوبله ډله کسان بیاچي هرڅه دمادي منافعوپه تول تلي،دې حالت ته دیوې جدي پېښي په سترگه نه گوري اویوطبیعي بدلون ئې بولي.
ماچي دښارله خلکوسره کتل، دهغوپه ژوندکي مي دډیورنډدکرښي هاخواژبني اصطلاحات، لهجوي ځانگړتیاوي، دود ودستور،کړه وړه،اونورکلتوري اثرات زیات ترسترگوکېدل اوداپدیده راته په دغه سیمه کي داولس داوږده مهاجرت پیداوارایسېدله. ددې پرڅنگ بیا د ښارپه خلکوکي دگاونډیوهیوادودناوړو نیتونوپرضددنفرت روحیه ترپخوازیاته محسوس کېدله.
زه چي به کله کله دخپلوخاطرویادونوپخوانیوکلونوته ورسره یووړم، نودخپل زلمیتوب دوخت کندهاربه مي دزړه له کومي ویادېدئ اوپه ارمان خومي ئې یوه ورځ ترسترگوبې اختیاره اوښکي راتوی سوې.
داپرېل پرپنځلسمه انجنیرشېرشاه رشاد، چي په همدغه ورځ دجاپان له سفره راستون سوی وو، کورته راغئ.شېرشاه رشاددعلامه رشادبابا دریم دانشمندزوی دئ چي دعلامه رشاداکاډیمۍ پرانتظام سربېره په عینومېنه کي دیوه کلینیک دچلولواوپه کندهارپوهنتون کي دتدریس چاري هم پرمخ وهي. دعلامه رشادبابادآثاروپه خوندي کولو، چاپ ته دآماده کولواوخپرولواودهغوی دبې جوړې کتابتون په سمبالولواو عامه استفادې ته دتیارولوپه کارکي ستړیانه پېژني.
دهمدې ورځی په غرمه په عینومېنه کي زمادگران دوست حمدالله صحاف په کورکي مېلمه وم. مېلمستیاته ښاغلی حبیب الله رفیع او ملگری ئې ښاغلی تدبیرهم راغلي ول. رفیع صاحب په پېښورکي د پښتودعالمي کنونشن غونډي ته بلل سوی وو. په غونډه کي ترگډون وروسته کوئټې ته اوبیاله هغې لاري څخه کندهارته راغلی وو. دغه ورځ وشپه ئې له صحاف صاحب سره تېروله اوپه داسبائې کابل ته روان وو. دوه درې ساعته مودزړه خواله سره وکړه. مېلمستیاته زماپخوانی اشناعبدالحمیدپوهمل هم راغلی وو. دی په کراچي ښارکي اوسي. زه چي شل کاله پخواپه کراچي کي اوسېدلم، له ده سره مي لیدنه کتنه زیاته وه. هغه وخت ئې دشعرویلوهڅه کوله اولیکلي شعرونه به ئې ماته د اصلاح له پاره راوړل. دشعرویلولاراوس ځني پاته سوې وه خودنثرپه برخه کي ئې دغذایي رژیم په باب یوکتاب له انگرېزي ژبي څخه ژباړلی اوخپورکړی وو.
گران روهیال په همدغه ورځ زمادیوه کتاب (پښتومتون سمېدل غواړي) دلومړي ټوک څوجلده راته راوړل. دغه اثرپه داپرون کي له د لاهورله مطبعې څخه رارسېدلی وو.
دمېلمستیاپه پای کي ښاغلي حمدالله صحاف دخپل خطي کلکسیون څخه دعبدالرحیم هوتک دېوان،دجانان فدوي دېوان اودآدم نومي متصوف شاعردېوان دکتلواوچاپ ته دآماده کولوله پاره راوسپارل. دجانان فدوي اوعبدالرحیم هوتک ددېوانوپاڼي مي سرسري واړولې راواړولې. دتصادف خبره ده چي په دواړودېوانوکي د(هیواد) کلمې پراستعمال باندي پېښ سوم چي دوطن په معنائې راوړې وه.
جانان فدوي ویلي دي :
نه مي داغ که خپل تندی په اوردمیني
نه ورک شوی پرهِوادیم دربَدَر
( دخطي نسخې ۸۸مخ)
عبدالرحیم هوتک ویلي دي :
ځان خالص دیارپرذکرکړه رحیمه
څه ارمان ډېرپریارانودهِوادکړې
( خطي نسخه ــ ۳۰ مخ، د”ړ” ردیف، د۱۲۷۷ هق = ۱۲۳۹هـ ش کال استنساخ سوې نسخه)
یابل ځای :
زه رحیم په زړه خراب یم،داِملاددرتراب یم
خوارغریب پربخارایم،دهِوادیارمي یادېږي
ددغه خطي دېوان دپای پرمخ باندي دالاندي لنډۍ کښل سوې ده :
ولي به نه ژاړم عالمه
ځمادلالي په میان کښي راغله هِوادونه
دپښتونخواځیني محققین له (هیواد) کلمې څخه د(وطن) معنا اخیستل نوې ایجادسوې پدیده گڼي اودپټي خزانې دجعلیت ثابتولو په ناکامه هڅه کي ئې ددلیل په توگه راوړي. عبدالرحیم هوتک او جانان فدوي دپټي خزانې دلیکوال دعصروزمانې خلک دي اود عبدالرحیم هوتک د دېوان دغه خطی نسخه دپټي خزانې دنشر و اشاعت (۱۳۲۳ش) تر وخت څلوراتیا(۸۴)کاله پخوا استنساخ سوې ده اوپه هغې کي د(هِواد) لغت د (وطن) په معناکارسوی دئ. له موضوع سره دارتباط په خاطر باید ووایم چي (هیواد) کلمه اوس دچاخبره په معیاري لیکدود؟کي په اوږده یاء (مجهوله یاء) سره د(هېواد) په بڼه لیکله کېږي. دغه رازلیکنه ئې زماپه فکرنوې پدیده اوناوړه بدعت دئ چي مخنیوی ئې په کاردئ.
دښادۍ لیکدوددي سي، په سفرنامه (یونلیک) کي لاهم نه یم ځني خلاص. دخوشحال خان خبره” که هرڅوئې سازومه نه سازېږي”. بیرته به دخپل سفرنکل ته راوگرزم.
دعبدالرحیم هوتک دېوان ددغي خطي نسخې فوټوکاپي اودآدم دېوان اصل نسخه مي اوس ( د۲۰۱۲ع کال دمی دوه ویشتمه)کاناډاته راسره راوړې ده او کار مي پرشروع کړی دئ.
داپرېل له شپاړسمي څخه کورته دکندهارپوهنتون دمحصلینوراتگ دخپلومونوگرافوپه لیکلوکي دلازمولارښوونوپه خاطرپیل سو. ددوی  مینه اوعلاقمندي اوپرڅنگ ئې دمدارکواولارښوونونېستي دې ته هڅولم چي په شپوشپوددغوزلمیومغزونوپه لارښوونه کي خوب پر ځان حرام کړم. په دې وطن کي دځوانواستعدادوکمی نسته، خو افسوس چي جگړې اونوري ناخوالي ئې مخي ته خنډدي.
په دغه ورځ په ښارکي امنیتي تدابیرزیات نیول سوي ول. ویل کېدل چي په لوگراو ځینونوروولایتوکي وضعه ناآرامه وه. دښارنني حالات دهغوولایتو د ناآرامیوله امله احتیاطي تدبیرونه بلل کېدل. خلکو دپخواپه شان خپلو ورځنیوکاروته دوام ورکاوه خودښارگڼه گوڼه لږڅه کمه سوې وه.



پنځمه برخه

داپرېل پراووه لسمه غرمه زماداشنااودمرحوم شیخ عبدالغفورخروټي دکشرزوی حاجي ظاهرجان کره مېلمه وم. دمرحوم شیخ صاحب پر مشر،دانشمنداوشاعرزوی ښاغلي احمدصمیم سربېره دکندهارنور منوراوتحصیل یافته دوستان اومتعلقین هم راغلي ول. دتېروختونو اوخاطروپه یادموډېري کیسې وکړلې. دخبروپه جریان کي دټولو حاضرینوشکایت له هغه اختناق څخه وو، چي دکندهارپه محیط کي د منورینواوتحصیل یافته ووپه مقابل کي موجودوو. دتعلیم اوتربیې په برخه کي ئې د کندهاري زلمیودحق تلف کېدلوپه باب خواشیني ښووله . په موضوع کي له شاملودواړومخالفواوموافقوڅخه گیله من ول.
په دغه ورځ مازیگردکندهارځوان اومستعدفرهنگي اودولتي شخصیت ښاغلی پتیال کورته راغی دخپل ډېراخلاص اوصمیمیت ښوولوپه ترڅ کي ئې کندهارته زمادسفرله بابته خوشالي وښووله. دمجلس په منځ کي دروهي ادبي بهېرښه ډېری غړي په گډه سره کورته راغلل. دماښام لمونځ مودبهېردیوه ځوان غړي په امامت اداکړ.
روهي ادبي بهېرپه کندهارکي دفرهنگي کسانودغونډېدولوی مرکز دئ. وایي چي دامرکزپه لومړي سرکي دعلامه رشادپه نامه نومول سوی وو، خووروسته ئې دځینومصلحتوپه خاطرنوم په روهي ادبي بهېرباندي واووښت. ددغه نوي نامه نسبت ئې دافغانستان دلوی او متفکرعالم ارواښادمحمدصدیق روهي نامه ته سوی دئ چي ددغه دروندپښتون نوم په حقه سره ددغسي یوه انتساب څه ، چي تردې لاهم دزیات درناوي مستحق دئ. ارواښادروهي صاحب دهیوادله سترو علمي اوادبي افتخاراتوڅخه گڼل کېږي. دبهېرله غړوسره مي ددوی په اووه نیزوغونډوکي دگډون وعده وکړه. داغونډي دهري پنجشنبې په ورځ ماپښین دبهېرپه مرکزکي کېږي.
داپرېل پراتلسمه دماپښین پردرونیموبجوداستادډاکټرعبدالرازق پالوال کورته ترتیلفوني خبرشرط وروسته ورغلم. داستادپالوال صاحب کوردکندهارښاردکابل دروازې په شمالي کلافصیل کي د پخواني پاتاوپرغاړه واقع دئ. دغه کورئې پلرنۍ مېنه ده. داکورما پنځوس کاله پخوالیدلی وو اواوس مي له ځینوشکلي بدلونوپرته په هماغه پخوانۍ بڼه وموند. دپاتاوپُل دښاروالۍ له خواپه پاخه شکل جوړ سوی،خوله بده مرغه دکوڅې دکثافاتواچولوپه مرکزباندي بدل سوی وو. زمادورتگ پر وخت دکثافاتوله کوټي څخه دودونه پورته کېدل اوداسي ښکارېدله چي کوم چااوروراچولی وو. په دغه شان کور کي دیوه سترافغاني محقق ، توکمپوه،ژبپوه اوپه عالي تحصیلاتو سمبال دکتور استوگنه زموږدجهالت ځبلي ټولني اودهغې دنااهلو چارواکود علم دښمنه خصلت ښه څرگنده نمونه وه.پرتندي مي دحقارت خولې راماتي سوې اودخپلي ټولني پرخواره بوښکیتوب مي په زړه کي په کوکاروسره وژړل. په یویشتم قرن کي ددانشمندانودغه راز حالت علم اوپوهي ته سپکاوی راته وایسېدئ ، انسانیت ته په سپکه کتل راته ښکاره سوه اوزموږدادعالرونکوپه اصطلاح فرهنگي غټانو پرتندي باندي مي تورداغ وگاڼه. په کارخوداوه چي دغه ستراوفاضل دانشمندته دنړۍ دډالرونوپه دغوسېلابوکي چي پروطن رابهېږي اود څوحریصوکسانوجېبونه په ډکېږي،یومطمئن اودده له شان سره سم استوگنځی جوړسوی وای، ده ته دتحقیق اوڅېړني وسایل حتی المقدوربرابرسوي وای،اوده خپل قیمتي وخت دکټوي په پخولواوله بازارڅخه دپیازوپټاټوپه راوړلونه مصرفولای. افسوس پرداسي ټولنه چي هغسي دانشمند ئې، چي دپښتوــ جاپاني قاموس جاپانی لیکوال (نواتاتېڅو) ئې په شاگردي باندي ویاړي، خودده ورځنی ژوندپه دغسي خواشینوونکي حالت کي وي. دامنم چي دکتورپالوال به پخپل ټول عمرکي دخپلي مستغني ککرۍ په حکم چاته دطمع سرټیټ نه کړي، خوموږته هم یوڅه انصاف په کاردئ. ماپخپل ټول عمرکي دعلم او دانش له څښتنانوسره دومره جفانه لیدلې وه اونه دي بیاخدای راویني.
استادپالوال صاحب په دغه ورځ په کورکي یوازي وو.دخونود مخ په برنډه کي ئې کمبله اواره کړې اودمچانوله تطاول څخه ئې دنجات په خاطرځانته دزرغونې جالۍ یوه قفسچه غوندي پناهگاه جوړه کړې وه. په مینه اوصمیمیت سره ئې کورته وروبللم ، مېوه ئې راته کښېښووله اوپه دغه اسکېرلې مېنه کي ئې دعلم اوپوهي له درانه برکت اوفیض څخه ښه ډېرمستفیدسوم.زمادنوي چاپ سوي کتاب (پښتومتون سمېدل غواړي) دنشرمبارکي ئې راته وویله. دغه کتاب په همدغه ورځ روهیال صاحب ورته رارسولی وو.دپښتوژبي پرخواشینوونکي حالت او پر ورځنیوناخوالومودزړه خروښ سره وکیښ. دقوم پرجهالت اود قبیلوي ذهنیت پرخپرښت موخواشیني وښووله. زمادورځني پروگرام د وخت محدودوالی مودمجلس ددوام خنډسو، که نه شپې شپې موباید د زړه غوټي سره سپڼلي وای. دخبروپه جریان کي راته څرگنده سوه چي دکتورپالوال صاحب اجتماعي ناخوالوډېرسخت ځبلی دئ. که زه ددوی په موقعیت کي وای، پرغرواو رودو به می مخ نیولی وای.په ډک زړه مي رخصت ځني واخیست اوخپل استوگنځي ته رهي سوم. له کورڅخه له راوتلوسره سم هغي دروازې ته ودرېدم، چي یووخت پکښې ارواښادمولوي صالح محمدهوتک اوسېدئ. له دې کورسره زمادوړکتوب اوزلمیتوب ټول یادونه تړلي ول. په دغه کورکي یووخت دافغانستان په سطحه علمي هستۍ راغونډېدلې. ارواښادوزیر محمد گل خان مومنددغه کورته په واروواروراغلی وو. ارواښادمحمدامین خوگیاڼي ته په دغه کورکي دعزت مېلمستیاوي کېدلې،دکابل او کندهاراعِزّه وو په دغه کورکي خپله ورکه موندله اوپه راتگ سره به ئې خوشالي څرگندوله. خونن پکښې دکوڅې دیوه پخواني گاودار د غواوو گورم پنډ وو!! پریوه قوم چي دغفلت دونه درانه پېڅول پراته وي، پای به ئې هرومروهمداسي وي.حمیدوایي :
ډېرزمري کړه زمانې دتماشو
ننوزي یې په غارگیدړپیشو
تردې کورچي مخ پرشمال راتېرسوم، دشهیدمولوي عبدالواسع اخند زاده کورته ودرېدم . نااشناکوچنیانوئې دکورمخي ته لوبي کولې. نه مي دارواښادمولاناعبدالخالق واسعي نوراني څېره پکښې ولیدله نه مي دخپلي مورنۍ انا(نیا) اودهغې ددانشمندوخویندوټولۍ تر سترگو سوه چی داسماني فرشتوپه څېربه ئې سپین سپین پوړني پر سرو اوقرآن شریفونه په غېږکي ول اومولوي خوگیاڼي صاحب به د”جنتیانو” په لقب نازولې.
تردې درگاه هم تېرسوم،دشهیدبابازیارت ته مي لاس پورته کړ، داحمد شاهي عصرداشرف الوزراءوزیر شاولي خان بامیزي دکوردروازې ته یوه شېبه تکیه سوم، نورمي له شنوخته ډک زړه مجال رانه کړ، چي ورته تم سم، په کوڅه کي یوه خالي ریکشا راباندي پېښه سوه اودخپل استوگنځي په نیت ورختلم.
په دغه شپه چي خپلوچورتواخیستی وم،دشپې داتوبجوپه شاوخوا کي یوې درنې چاودني دچورتولړۍ راوشلوله اوکورئې راولړزاوه. د کورپه کوچنیانو چیغي گډي سوې اوپه ځغاسته مودکورزېرخانوته پناه یووړه. له چاودني سره متصل دسپکووسلوڅوټکان هم وسول. په سیمه کي مرگونې خاموشي خپره سوه. څه شېبه وروسته مي دامنیتي موټرانو او اوروژلوموټرآوازترغوږسو. له زېرخانې راووتلم، د امریکایانو موټر هم سیمي ته راورسېدل، الوتکي هم په فضاکي را ښکاره سوې. ترڅه آن وروسته یوونیم له کوروڅخه راووتل اومعلومه سوه چي زموږ دکورپر مخامخ دکثافت دانیوپه منځ کي دووځای پرځای سوو بمونوانفجار کړی وو، چي ظاهراخوئې انساني تلفات نه درلودل. دشپې خوب را څخه وتښتېدخودکورنورغړي لکه هیڅ چي پېښ سوي نه وي، په خرهاري بیده ول. په داسبائې څرگنده سوه، چي دبرایې شپې چاودني د سرتلفات نه درلودل خوله کثافت دانۍ څخه غلبېل جوړسوی وو. دکندهارمحلي مېډیاهم په دې باب څه ونه ویل.


شپږمه برخه

داپرېل پرنونسمه غذایي تسمم راته پېښ سو. داهغه مصیبت دئ چي ماواروله خارجه ورغلي کسان زیاتره ورسره مخامخ کېږي. دوستانودواوي کورته په منډه راورسولې. گران روهیال هم دباران په شرپ کي دشېرشاه رشادپه لارښوونه دواوي راته راوړلې. باران لوندخیشت کړی وو، خوله ده سره زمادروغتیاغم وو، په ځان کي ئې ری نه واهه.دشپې له خوادښاغلي ویسامېلمه وم. خومادخدای په نعمتوکي له خالي مستوپرته په بل شي څکه لاهم ونه کړه. په دغه شپه مي له ډاکټرجباراوډاکټرعبدالقیوم پخلا سره هم ترډېروکلونووروسته وکتل. دوی هم په خورک کي داحتیاط توصیه راته وکړه. دشپې تر ناوخته موخوږبانډاروکړ.
په داسبامي ،چي دجمعې ورځ وه،هم سرراته گنکس وو. اوبه مي ډېري ضایع کړې وې، دوستانومي پوښتني ته ټیلفونونه راکول. دجمعې ورځ مي په کورکي تېره کړه. دارغنداومېله راڅخه پاته سوه. په مازیگرکي حاجي ظاهرجان اوزمادپوهنتون دوختواشناحاجي عبدالله اوڅونور زلمیان کورته راغلل. دحاجی ظاهرجان زوی دکابل پوهنتون دادبیاتو پوهنځي دالماني څانگي محصل وو. دژبي اودپښتنوداصل ونسب په باب ئې پوښتني راوړي وې . مایوڅه تفصیلي جوابونه ورکړل اود پښتني قبیلې اوروایتې ریښې کتاب دوهم چاپ مي هم ورکړ. دشپې له خواحمدالله صحاف او ورورئې سمیع الله کورته راغلل. صحاف صاحب دخپل خطي کلکسیون جوړسوی کتلاک دمشورې له پاره ورسره راوړی وو. ښه پوره خواري ئې په کښلې وه. دخطي نسخو شمېرئې ۱۹۸ نسخوته رسېدئ چي په کمپیوټرکي ئې په ښه سلیقه تنظیم کړي وې. ماددغه کتلاک دچاپولوسپارښتنه ورته وکړه. د حمدالله صحاف خطي کلکسیون په سیمه کي له غنیمت کلکسیونو څخه دئ. دی دنورو کسانوپرخلاف دخپل شخصي کلکسیون آثارد محققینوپه واک کي ورکوي. داکارئې دخوراډېري ستایني وړدئ.
زه چي دداڅوورځوپه جریان کي دکندهارله بېلابېلوخلکواودمختلفو اقشاروسره مخامخ سوی یم، ټولوپه یوه خوله دکندهاردپخواني ښاروال شهیدغلام حیدرحمیدي دکارناموتوصیف راته کاوه. دده د کاراوفعالیت، دده دپاکنفسۍ، دده دوطندوستۍ اوپه کارکي د جدیت بیانونوتمام نه درلود. شهیدغلام حیدرحمیدي دارغنداو د کوهک کلي دسردارعبدالحمیدخان دکورنۍ غړی ووچي د۲۰۱۱ ع کال دجولای پر۲۷ مه ئې دخپل کارپه دفترکي دیوه ځانمرگي بریدله امله خپل ژوندله لاسه ورکړ. دده دوژلوپه ورځ مادغه یاداښت دځان له پاره اخیستی وو:
” نن (۲۷جولای ۲۰۱۱ع) دکندهارښاروال پخپل دفترکي دځانمرگي بریدله امله ووژل سو. په افغانستان، خصوصاکندهارکي له څه مودې راهیسي ددغه رازوژنولړۍ روانه ده. راتلونکې ډېره تیاره معلومیږي.
غلام حيدر حميدي د غلام سرور خان حميدي زوى او ٦٥ کاله پخوا د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک په کلي کي زېږېدلی وو. لومړنۍ زده کړي په خپل پلرني کلي کوهک کي کړي او ١٢ ټولګى يې د کندهار په میرویس لېسه کي سرته رسولي وې.ترهغه وروسته ئې د کابل پوهنتون دتعلیم وتربیې پوهنځۍ څخه دفارغېدلوسند اخیستی وو.د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي دوې لوڼي او يو زوى پاته سوي دي.”
ښاروال حمیدي دعلامه رشاددمقبرې په محوطه کي ښخ دئ. پرقبرئې شنخته ولاړه ده.پاک خدای دې وبخښي.
داپرېل پرشپاړسمه دمرحوم عبدالباري خان اشنا لمسي دشهیدانجنیر عبدالطیف اشنازوی محمدآصف اشناکورته د خپل مونوگراف په باب ،چي موضوع ئې دخپل نیکه عبدالباري خان اشنادعلمي وادبي کار څېړنه وه،دمشوروغوښتلوپه نیت راغلی وو، ماورته ویلي ول چي اشنامرحوم دعکسویوقدیم البوم پخپل لاس برابرکړی وو، که ددغه البوم له عکسوڅخه دخپل مونوگراف له پاره ځیني عکسونه انتخاب کړې، ښه به وي. ده راسره ښه کړه . دمونوگراف له پاره مي ئې خپله یوه خاطره هم وروسپارله چي په مونوگراف کي ئې راوړي . خاطره مي داسي ورته لیکلې وه :
(دادشپږپنځوسوکالوزړه خاطره ده،هغه وخت زه لس کلن لانه وم،چي پلارمي دملاگلدادکوڅې پرمخامخ دعطارۍ دیوه دوکان څشتن پرملامحمدنوراخندصاحب باندي شاگردکړم. ملاصاحب زموږدکورنۍ له نورومشرانوسره هم محشوروواوپلارمي په دغه ورځ ورته وویل :” ددغه وراره دي دیني روزنه وښوونه،ماستاسي پرغاړه واچوله”. ملاصاحب په دوکان کي خپل څنگ ته کښېنولم اوپه ډېره مهرباني ئې نوم راڅخه وپوښت اوتریوڅونوروپوښتنووروسته ئې زماپلارته وویل چي :” شروط الصلوة ورهدیه که،سرله سبادي راځي”. دتدریس دالړۍ څوکاله پسې اوږده سوه.
ملاصاحب هډور،غنمرنگه، لږڅه چاغ سړی وو،په لوی بالاکرزکي اوسېدئ. دغه کلی دکندهارښارختیځ ته دکوچني بالاکرزاوبختیاروترمنځ پروت دئ، دی به سهارله کوره ترلمانځه وروسته دوکان ته پلی راتلئ. دوکان ته تررسېدلودمخه به ئې دکابل بازارسماوارچي ته دچایوفرمایش ورکړاوله نانوای څخه به ئې توده ډوډۍ راواخیستله. په دوکان کي به ئې ترسباناري دمخه ددلائل الخیرات شریف وظیفه وکړه اووروسته به نوددوکان په تنظیم بوخت سو.
پردوکان به تل یویادوه تنه سپین ږیري ناست ول اوزیاتره به ځوان طالبان دپوښتنودحل له پاره ورته راتلل. ملاصاحب سربېره پردې چي ددیني علومواستادوو،له عصري تعلیماتوسره ئې هم مینه وه، خپل زامن ئې ټول په ښوونځي کي شامل کړي ول اویوزوی عبدالباري خان اشناخوئې په کابل کي دادبیاتوپه څانگه کي دتحصیلاتوتربشپړېدووروسته دکندهارولایت دپوهني مدیرهم مقرسو،چي مائې په لېسه کي دشاگردۍ ویاړلاره.
ملاصاحب ته هره ورځ دطلوع افغان اخباردوکان ته راوړل کېدئ. ټول ئې مطالعه کاوه اوپه دوکان کي له ناستوکسانوسره به ئې دهغه پرمطالبوباندي تبصره کوله.
زه چي دمرحوم ملامحمدنوراخندصاحب مهربانه رویه،حسن خُلق اوپرشاگردانوباندي تراندازې زیاته پېرزوینه رایادوم د” هرهډدې وجنت ته سي” تردوعابله لویه مجراینه اودحق اداینه نسم ورته موندلای.
دتصادفاتوخبره ده ،چي سږکال (۱۳۹۱ش) په حمل میاشت کي چي مي خپل پلرني ټاټوبي کندهارته دراتگ سعادت په برخه سو، دمرحوم ملاصاحب کړوسی،دمرحوم عبدالباري خان اشنالمسی اودشهیدعبدالطیف اشنازوی،گران آصف اشنامي لیدوته راغئ اودخبروپه ترڅ کي ئې پرخپل نیکه باندي دلیکني (مونوگراف) یادونه وکړه. خدای (ج) دې پرهمت برکت کښېږدي. داڅوکرښي مي دخپلومرحومینواستادانوپه بادورته وکښلې،چي دلیکني په یوه برخه کي ئې ورسره یوځای کړي.
محمدمعصوم هوتک
کندهار ــ ۲ / ۲ / ۱۳۹۱ش”
گران آصف اشناداپرېل پر یوویشتمه ئې دخپل نیکه په لاس ترتیب سوی دعکسوالبوم کورته راووړ. ددغه البوم ټول عکسونه خورازیات تاریخي ارزښت لري اوماپکښې دخپلي دوولس کلنۍ عکس هم پیداکړ. کېسه داسي وه :
په ۱۳۳۸ ش کال په افغانستان کي دصدراعظم سردارمحمدداودخان په نوښت دلومړي ځل له پاره دمعلم ورځ په ټول افغانستان کي په شاندارومراسموسره ونمانځل سوه. په کندهارکي ددغي ورځي په ویاړداحمدشاه باباپه لېسه کي درانه مراسم جوړسوي ول چي دوخت نائب الحکومه ، محمدصدیق خان وزیري، دقول اردوقوماندان جنرال خان محمدخان اوکندهارښاروال محمداکبرخان هم برخه پکښې درلوده. دمراسموپه لړکي دده خوجې ښوونځي زده کوونکویوه ترانه هم وویله چي دترانې په دغه ټیم کي زه هم شامل وم . ترانه دده خوجې ښوونځي یوه ښوونکي گل محمدخان،چي دکندهاردکوچني بالاکرز اوسېدونکی وو، جوړه کړې وه اوموږدده له لارښووني سم له موزیک سره یوځای په گډه وویله. ددې ترانې څوبنده مي تراوسه لاهم په حافظه کي سته . په دې ډول :
رحیم رحمانه ــ غواړوله تانه ــ لوړترهرچانه ــ افغانستان
یاذوالجلاله ــ مې کړې زواله ــ گرزوسرشاله ــ موږپه هرآن
ورځ دمعلم ده،معلم استاد
لوی خدمتگاره،دخپل هیواد
یوښه پالنه ــ بل ئې روزنه ــ کړي دوطنه ــ دی په ښه شان
ددغي ترانې دویونکوعکس دارواښادعبدالباري خان اشنا، چي په دغه وخت کي دکندهاردمعارف مدیروو، په ترتیب سوي البم کي له توضیح اونېټې سره یوځای موجودوو. مائې کاپي دآصف جان اشناپه اجازه له ځان سره واخیستله.




دترانې ویونکوددوهم کتاردښی خوااول تن ،چي د سره رنگ په نخښه نښاني سوی دئ،زه (معصوم هوتک) یم چي دغه وخت دده خوجې د لومړني ښوونځي په پنځم ټولگي کي وم.دترانې دډلي سرټیم چي مایکروفون ته ولاړدئ، فتح محمد نومېږي . دی له ښوونځي څخه ترفارغېدلووروسته څه موده معلم وو. زه چي په کراچي کي اوسېدلم ( ۱۹۹۰ ع) ده هم په پاکستان کي دمهاجرت شپې تېرولې او په سهراب گوټهـ کې دوکان کاوه. دده ښي لاس ته ولاړتن گل محمدخان ښوونکی دئ. دترانې شعر ده ویلی اود کمپوزکارئې هم سرته رسولی وو.دگروپ شاته سرمعلم محمد هاشم خان ولاړدئ.
دده خوجې لومړنی ښوونځی دمیرویس نیکه له لېسې سره په څنگ کي داوسني عالي دارالمعلمین دودانۍ پرځای واقع وو. دلومړني ښوونځي اولېسې وداني دمجاهدینودواک موندلوپه لومړي کال له بېخه ورانه سوه. اوس ئې پرځای دښوونکودروزني دعالي موسسې په نامه نوې څومنزله ودانۍ جوړه سوې ده. دده خوجې لومړنی ښوونځی وروسته دتجربوي ښوونځي په نامه واووښت چي اوس هم په دغه نامه فعال ښوونځی دئ.


 اوومه برخه

داپرېل پر۲۲ مه (۲۰۱۲ع) مي دعلامه رشادکتابتون وکوت .
داکتابتون دعلامه رشادباباپه کورکي،چي دکندهارښارپه اوله ناحیه کي دسردارمددخان چوک ته څرمه واقع دئ، دعلامه باباتروفات وروسته دده دفرهنگپال زوی استادشیرشاه رشاد اودده دکورنۍ دنوروغړوپه مرسته تنظیم اوترتیب سوی دئ. دترتیبولوپه کارکې ځوان اوفعال فرهنگي شخصیت ښاغلي خلیل سروري هم ډېره خواري کښلې ده. په دغه کتابتون کي هغه ټول نایاب کتابونه اوډل سوي اوعامه استفادې ته ایښوول سوي دي، چي دعلامه رشادپخپل لاس دشپېتواویاووکالوپه اوږدوکي برابرسوي دي. ددغه کتابتون زېرمه دټول هیوادپه سطحه کي بې جوړې ده. دعلامه باباددغه کوریوه برخه درشاداکاډیمۍ دفترته بېله سوې ده  اوپه بله برخه کي دعلامه مرحوم کورنۍ اوسي.
گران خلیل جان دکتابتون دکتابوتهیه سوی فهرست راته راکړ اوهم ئې په کندهارکي زماداستوگني په ټوله موده زماداړتیاوړکتابونه کورته رارسول چي مابه تراستفادې وروسته بیرته ورسپارل اوده به نورنوي کتابونه راته راوړل. په دغه موده کي مي دخپل اثر(پښتومتون سمېدل غواړي) ددوهم ټوک له پاره خوراډېریاداښتونه واخیستل . ددغه اثر د دوهم ټوک له پاره زیاتره متون ماته په کاناډاکي میسرنه ول. ما ته د خپل ټول دغه سفرپه جریان کي تردغویاداښتواخیستلوبله غټه بریا په لاس رانغلل. که دژوندپرمېنه وم، ددغو یادښتودتنظیم کاربه ډېرژر پیل کړم( انشاءالله).خوترهغه دمخه مي د(ادم) شاعرددېوان ترتیب وتنظیم اودخپل دغه حاضریونلیک لیکنه په اولویتونوکي ده.
کشکي زه په کندهارکي اوسېدلای،چي له دغه کتابتون څخه به مي د علامه بابادناچاپوآثاروپه تنظیم وترتیب کي ډېره استفاده کړې وای او دکارهغه ستونزي به مي ډېري کمي سوي وای چي په کاناډاکي ددغو آثارودکمپوزپروخت ورسره مخامخ یم. اوس زماددغو ستونزو پېټی دعلامه رشاداکاډیمۍ دمسئولینوپه مرسته زماله اوږوڅخه  کښته کېږي. پرهمت دې برکتونه وه.
په دغه ورځ چي مادغه کتابتون کوت،دعلامه باباکشرزوی احمدشاه رشادهم له خارج څخه کندهارته راغلی وو،چي تررارسېدو څوساعته وروسته مي په همدغه کتابتون کي ورسره وکتل.
داسباورځ (داپرېل ۲۳مه) مي ټوله په کورکي تېره کړه اوله کتابتون څخه دراوړوآثاروپه کتنه بوخت وم . په دغه ورځ مي دسکندرخان خټک ددېوان دمطالعې پروخت دخپل نوي چاپ سوي کتاب (پښتو متون سمېدل غواړي) په لومړي ټوک کي دسکندر خان خټک پر شمایلنامه اوپندنامه باندي دبحث په ترڅ کي خپل دتامل وړهغه برداشت ته متوجه سوم چي دسکندرخان خټک دزامنود نومونو په برخه کي مي دهغه وخت دموجودومآخذوله مخي کړی وو. ماد سکندرخان په زامنوکي دمنورپه باب شک څرگندکړی وو. ددغه شک داِزالې له اسیته مي دیوې کوچنوټي لیکني خاکه سره برابره کړه او گران روهیال ته مي ورکړه چي ترکمپوز وروسته ئې په تاندویبپاڼه کي خپره کړې . ده ته دي خدای خیرورکړي لیکنه ئې زمادخاکې له مخي تهیه اوترکمپوزاوټایپ وروسته ئې زماله غوښتني سره سمه تاند ویبپاڼي ته ولېږله چي تاندوالوهم بې له ځنډه خپره کړه. ددغي لیکني ترخپرېدووروسته مي اوږې ډېري سپکي سوې. زه هروخت هڅه کوم چي پخپلولیکنوکي خپل ناسم حکمونه تربل هرچادمخه زه پخپله سم کړم. له دې کاره مي مراددادئ چي لوستونکوته وښیم چي زه خپلو لیکنوته هم هروخت په انتقادي نظرگورم اوچي وس مي وسي سم د لاسه کره کتنه باندي کوم. غلطي اوناسم حکمونه بالذات گناه نه گڼم خوپرناسمواودتامل وړاحکاموباندي بې ځایه ټینگارته دسرټمبگۍ په سترگه گورم چي مااونوروټولوته دي خدای له دغه مصیبت څخه نجات راکړي (آمین).
په دغه ورځ ناوخته دکندهارځوان فرهنگپال گران عبدالستارجان مهتابي کورته زمادلیدوله پاره راغی. ډېراخلاصمن زلمی دئ. له بدو سترگودې خدای وساتي . دده دکورنۍمشران زموږپه پلرنی مېنه ( د ملا گلدادپه کوڅه) کي اوسېدل اودی هم تراوسه پوري هورې اوسي. زماسره په کاناډاکي هم هروخت تیلفوني اړیکي ساتي اودوطن په حالاتو،په تېره بیادکندهارښاردمخورو، عالمانواومشاهیروپه مړي و ژوندي مي خبروي. برکتونه دې تل په برخه وي. مادخپلي پردېسۍ په ټوله اوږده موده کي دکندهارښارله زیاترو زلميوفرهنگیانوسره اړیکي ساتلي دي. دغواړیکوساتلوته تردوی زه پخپله ډېره اړتیالرم. زه په همدغو اړیکوباندي ژوندی پایم.دغه رازمثمري اړیکي دي پاک خدای نه راباندي دروي. ماډېره گټه پکښې کړې ده.
داپرېل پر۲۴مه حمیدجان هیلمندی کورته راغی. دوه ساعته مود کندهارپرحالاتواوپه عینومېنه اودده پخپل زراعتي فارم اوکلاکي دده پرفعالیتوباندي تودمجلس وکړ. حمیدجان هیلمندی ډېرمتواضع اوپروطن مین سړی دئ اودکندهارپه باب خوراګټورنظریات اوپلانونه لري. دده کمال دادئ چي یوازي پرخبروباندي اکتفاء نه کوي بلکي په عملي توگه هم دښارپه ابادۍ کي خولې تویوي. دحمیدجان پلار شهید عبدالاحدهیلمندی دثورداولي پاچاگښتۍ په لومړنیو قربانیانوکي وو. ډېرمنوراووطندوست سړی وو. زموږدکورنۍ له مشرانوسره ئې پېژندل.ددوی پراخه کورنۍ په کندهارکي یوه مخوره، علمدوسته او منوره کورنۍ ده. ددې کورنۍ له مشرانوسره هم ما پېژندل اوله کشرانو سره ئې هم . په دې باب مي یوه کوچنوټې رساله کښلې ده، چي امیددئ ژرچاپ سي.
داپرېل پر۲۵مه سهارپه خړه په دامان اولسوالۍ کي دنجوی کلي ته د خپل مشراکاله زوی حاجي نجیب الله سره ولاړم. دنجوی کلی دکندهار ښارپه ختیځ کي دکابل ــ کندهاردلویي لاري په جنوب کي داعظم کلا پربرابري پروت دئ. مځکي ئې دترنک په اوبوخړوبېږي. اوسېدونکي ئې اکثریت پوپلزي دي .دنوروقومونو خال خال کورونه هم پکښې سته. دنجوی کلی پخواله ښاره ډېره لیري وتلې سیمه بلل کېدله. خواوس د ښارسیمه دونه ورنزدې سوې ده چي که حالات په همدې ډول روان وي، کال نه بل کال به دنوووپخواوعصري دانیولیکه ور ورسېږي.په دغه کلي کي له پېړیوراهیسي زموږ پلرنی جایدادپاته دئ چي سرپرستي ئې ددغه کلي دیوې اوسېدونکي کورنۍ پرغاړه ده. په تېروشپږو کلونو کي چي زه وطن ته نه وم تللی، په دغه کلي کي ځیني مشران وفات سوي ول اودغه کلي ته له نني ورتگ څخه مي مراد د دغومتوفی کسانوکورنیوته دفاتحې ورکول وو. متوفی کسانوته مي د مغفرت دوعاوي وکړې اودکلي پرنورو شناخته خېلومي پوښتنه و گروېږنه وکړه.دسهارنهه نیموبجوته بیرته ښارته راغلم.
داپرېل پر۲۶مه دماله جات دریگي کلاچې په سرکي دمرحوم غلام محمدخان کمیسارپه کورنۍ کي یوه واده ته دغرمې له خوادعوت سوی وم. له ښاغلي حیات الله رفیقي ، انجنیرشیرشاه رشاداوگران روهیال سره یوځای  ورغلم . دماله جات په زړه کي یوخوراشاعرانه کور وو. دگل گلابواوچمبه گلوباغچې اودنوروگلانوپه سووگلدانۍ پکښې پرتې وې. واده ته درابلل سوو مېلمنوشمېرهم سوونوته رسېدئ. دښاردخلگو دودونومصارف اوس تراندازې زیات لوړسوي دي. ماپخواداسي فکر کاوه چي ددغولگښتونواندازه ترهیواددباندي په مهاجرو کورنیو کي داسراف درجې ته رسېدلي ده. خواوس چي مي په وطن کي دننه ودونه او مېلمستیاوي ولیدلې، ترمهاجروئې اړولې وه. په ښادیوکي مصارف اودډوډۍ ورکړه خوزموږیوپخوانی دود دئ خوچي د” کُلُوا وَشْرَبُوا وَ لاتُسرِفُوا”ارشادپه پام کي ونیول سي،د ټولو په خیربه تمام سي.


 اتمه برخه


داپرېل پر۲۶مه (دثوراوومه) ترغرمې وروسته داطلاعاتووکلتورپه ریاست کي ئې زماله پاره یوه غونډه جوړه سوې وه چي پروالي ښاغلي پوهنوال دوکتورتوریالي ویسااودولایت پرمرستیال ښاغلي پتیال سربېره دښارزیاتروفرهنگپالوخلکوپکښې برخه اخیستې وه. غونډي ته په خاصه توگه ددکتورعبدالرازق پالوال، الحاج حیات الله رفیقي، الحاج فضل محمدپنهان، انجنیرشېرشاه رشاد، ښاغلي نجیب الله هوتکي اودکندهارپوهنتون نورواستادانوراتگ اودهغوی ویناوواو دغه رازدکندهاردځوانوفرهنگيانومخلصانه بیانیواوولولوزماپر اوږوباندي داحسان اومنني دروندپېټی کښېښوو.
دویناووپه منځ کي دمازیگرلمانځه داداکولوپروخت دغونډی دبرخه والوډېرښت دغونډي مسئولین مجبورکړل چي دریاست دودانۍ بل غټ تالارته دغونډي مېزوچوکۍ اونورلوازم نقل کاندي. ددغي غونډي دویناکوونکوترویناوووروسته ماهم خبري وکړې اوپه خبرو کي مي پرنوروموضوعگانوبرسېره دافغانستان پرسرنوشت باندي د کندهارد رول پراهمیت باندي دتاریخي مثالوپه راوړلوسره وږغېدم. ما خپله وینادماښام لمانځه دقضاکېدلوله بېري رالنډه کړه. ددغي غونډي ټول جریان دکندهارتلویزیون پرپرده باندي په څوټپاله خپور سو.
کندهارته زمادسفرپه شپوورځوکي به حمدالله صحاف زیاتره کورته راتلی اوکله به زه عینومېني ته ورتلم اوله نورودوستانوسره به مي دی هم لیدئ.داپرېل پراووه ویشتمه خبرسوی وو،چي زه په عینومېنه کي دخپل خوریي په کورکي یم . دغرمې په شاوخواکي ئې ځان راورساوه اودیوې پښتنې شاعري شعري مجموعه ئې راته راوړه. داشاعره دزابل ولایت دشاه جوی اوسېدونکې ده اوحنیفه زاهدنومېږي. مجموعه مي له ځان سره کورته راوړه اوڅوورځي مي ئې داشعاروله ویلوڅخه خوند واخیست. کله چي دسفرپه پای کي مخ پرکاناډارارهي کېدلم، دغه مجموعه مي بیرته له یوه یاداښت سره صحاف صاحب ته ورولېږله.
داپرېل پراته ویشتمه مي دکندهاردیوې محلي رادیوله خبریالانو ښاغلووطنوال اونوري سره اوږده ادبي مرکه وکړه. مرکه وال دهیلمند ولایت څخه راغلي زلمیان ول چي اوس په کندهارکي میشته دي، دارادیو”وړانگه” نومېږي چي دمسئولینوپه گډون ئې دنامه په وینگ کي فشارپرلومړۍ څپه اچوي. داناسم تلفظ دهغوتلفظي بدعتوپه جمله کي راځي چي مائې یادوني پخپلولیکنوکي کړي دي. د” دنده”، “خواله” اودې ورته نوروکلماتوفشارونه هم زموږویندویان پرلومړۍ هجاراوړي چي سم وینگ ئې ددوهمي هجاپه فشاردئ. دمرکې په ترڅ کي مي ددغه ناسم تلفظ یادونه هم ورته وکړه. مگرداناسم تلفظونه اوس دونه عام سوي دي چي داصلاح کولوهڅه ئې، بېرېږم چي هیڅ ځای نه نیسي.
ترمرکې وروسته چي کورته دښارله مرکزڅخه دوستان دلیدني کتني له پاره راتلل، په ښارکي ئې، خصوصابیادعیدگاه دروازې اودولایت دودانۍ په شاوخواکي ئې دوضعي دناارامۍ خبرونه راوړل. څرخۍ الوتکي زموږدکوروپرسروپه ټیټه ارتفاع گرزېدلې. دښارله نورو برخو څخه دوستانوتیلفونونه راکول اوله کوره دنه راوتلوسپارښتنه ئې کوله. ماته راغلومېلمنوهم مجلس پرنیمگورپرېښاوه اوځانونه ئې تر خپلوکوروپوري ورسول.
وروسته خبرسوم چي دووتنوځانمرگودولایت پردفتربریدکړی وواود بریدهدف ئې په سرسره والي وو. دواړه بریدکوونکي له منځه وړل سوي ول اومړه جسدونه ئې دشپې په تلوېزیون کي ښکاره کړل. ویل کېدل چي دې دووتنوپه خپلوبوټونوکي توپنچه پټه تېره کړې وه. په پېښه کي دوه پولېس مړه اویوتن زخمي سوی وو. دپېښي په جریان کي ځینوآژانسوخبرونه خپاره کړل چي والي له خپل دفترڅخه په هلیکوپتر کي ایستل سوی وو، خووروسته داخبره هم دسرکاري مطبوعاتوله خواردسوه اوهم عیني شاهدانوناسمه وبلله.
په یوه هیوادکي چي دڅلوېښتومملکتوعسکردامنیت ساتلوله پاره حاضرسوي وي، ددغه رازپېښوپېښېدل، عاموخلکوته دتعجب وړ گرزي.
دپېښي په سبانه تاکړي، نه ما. دښارخلک بیرته خپلوکارونوته روان ول اودپرون پرحادثه باندي هرچادخپلوشخصي دلچسپیوپربنسټ اوږدې تبصرې کولې،خودژوندکاروباردپخواپه شان روان وواوکومه جدي وقفه پکښې رانغله.
ددغي پېښي په ماښام یوه محصل دکندهارپوهنتون دښووني او روزني پوهنځي په کلنۍ مشاعره کي دگډون له پاره دبلني کارټ کور ته راووړ. پربلنلیک باندي ددغه پوهنځي درئیس ښاغلي عبدالرحمن بابي لاسلیک لیدل کېدئ. عبدالرحمن بابي اوماپه عالي دارالمعلمین کي یوځای درس لوستی دئ. دی دشهیدعبدالمجیدخان بابي مشر ورور اوزماله صمیمي دوستانوڅخه دئ.
په دغه شپه ښاغلي همت صاحب له کابله ټیلفون راوکړاوهیوادته ئې زمادسفرله بابته خوښي وښووله. په کابل کي مي ورسره دلیدني کتني نرۍ وعده وکړه چي له بده مرغه مي وفاپرونه کړه. ځکه په کابل کي ماصرف دوې شپې تېري کړې اوهغه هم دخپلي کورنۍ له غړوسره داسي مصروف وم،چي بل ځای ته مي دتلومجال ونه موند.
داپرېل پرنهه ویشتمه دغرمې پردووبجوپوهنتون ته دمشاعرې له پاره په ریکشاکي ولاړم. دوستانومخکي لاهم راته ویلي ول، چي مشاعرې ته دتگ وسیله به راته برابره کړي، خوماته هروخت دخپل اختیارتگ ترتشریفاتي تگونوغوره وي. په ریکشاکي دپخوانۍ عیدگاه مخي ته تېرسوم اودلویي ویالې (ظاهرشاهي کانال) پرشمالي څنډه چي اوس پوخ سړک دئ، ترپوهنتون پوري ولاړم. دپخوانۍ عیدگاه وداني چي داحمدشاهي عصرله یادگاروڅخه وه، اوس دمحمودطرزي په نامه یوه لېسه پکښې تاسیس سوې ده. دعیدگاه لویدیځ ته دسړک پردواړو غاړودوکانونه ودان سوي دي.
دپوهنتون په دروازه کي مي هم پیره دارته ځان ورونه ښود. هغه تر تلاښۍ وروسته راته وویل چي ” حاجي صاب، دغه سړک سیده واخله، یوڅوک به دمشاعرې ځای دروښیي”. ترښه اوږده پیاده مزله وروسته د ښووني اوروزني پوهنځي ریاست ته ،چي په دوهم پوړکي وو،وروختم . دپوهنځي رئیس عبدالرحمن بابی مي له نژدې شلو کالووروسته ولید. زماپه لیدوسره له ځایه اوچت راولاړسو اود محبت وصمیمیت ټینگ روغبړموسره وکړ.ورو ورونوردوستان هم راپیدا سول. دپوهنتون رئیس ښاغلی توتاخېل،مرستیال ئې ښاغلي عبدالتواب بالاکرزی اونوراستادان دریاست اطاق ته راغلل. ترچایو چښلووروسته د مشاعرې سالون ته چي دنوي عیدگاه دودانۍ په یوه څنډه کي واقع وو، ولاړو. دغه سالون  اصلا دمحصلینودډوډۍ خوړلو ځای دئ.
مشاعرې ته دپوهنتون ډېری محصلین راغلي ول اومشاعره دمازیگر تراذانه پوري روانه وه. زه ئې دوه واره سټېج ته وروبللم اوځینو محصلینوته ئې سوغاتونه هم زماپه لاس ورکړل. ترمشاعرې وروسته د پوهنتون رئیس اونورومقاماتودپوهنتون دفعالیتوپه باب د محصلینو په مخ کي تفصیلات راکول.
دمشاعرې په غونډه کي ښاغلي سیدحبیب الله روحاني دخپلواشعارو دوې چاپي مجموعې راکړې .
زه چي دشپې کورته راغلم، جیبي تیلفون ته مي یوه نامعلوم شخص، چي ځان ئې دپوهنتون محصل راته وښود،تیلفون راوکړاوراته وئې ویل چي موږمحصلین خوراډېري ستونزي لرواودمقاماتوننۍ څرگندوني ټولي دمنلونه دي. دپوهنتون دتشنابوناوړه حالت ئې د شکایتوپه سرکي راته ووایه. ددغه حالت اوبدبویي شاهدزه پخپله هم وم. مسئولومقاماتوهم دمسئلې جدیت مانه اوپه ټینگه ئې راته وویل
چي ددغي معضلې دحل په لارکي ئې هڅي رواني دي.


 نهمه برخه


داپرېل پردېرشمه ( د۱۳۹۱ ش کال دثوریوولسمه) دسهارپراته نیمو بجوله استادحیات الله رفیقي اواستادحضرت ولي سره په عینومېنه کي دملالۍ په نامه دنوي پوهنتون دپرانیستلوغونډي ته ورغلم. بلنلیک ئې تېره ورځ دکندهارپوهنتون درئیس ښاغلي طوطاخېل له خوا راسپارل سوی وو. په غونډه کي محمودخان کرزی اونورلویان هم ناست ول. ملالۍ پوهنتون یوشخصي پوهنتون دئ اوماوارېدل چي مالي چاري ئې په محمودخان کرزي پوري اړه لري.
دغونډي په پیل کي ددغه پوهنتون ټاکل سوي مشرپخپلوخبروکي په تکرارسره داټکی بیان کړچي دی په ټول کندهارکي وگرزېد، خوددغه پوهنتون دبورډ له پاره ئې یوپوهاندډاکټرلاهم پیدانکړ. له ناچارۍ څخه مجبورسوچي دبلي سیمي کوم پوهاندورته ومومي. دغه مکرره اودردونکې یادونه پرماباندي لږڅه درنه سوه اوخپل شاگردپوهنوال ډاکټر عبدالواحدوثیق ته مي ،چي څنگ ته مي نزدې ناست وو، دزړه له درده،خوظاهراٌ په ټوکووویل :” ډاکټرصاحب پرداپوهاندي مو یوڅه چټک کاروکړئ اودغه علمي رتبه ترلاسه کړئ ،چي له دغه راز پېغور څخه خوخلاص سو!” ده ډادراکړچي پرتېسس باندي کار کوي اود دفاع له پاره ئې چمتوکوي. پوهنوال ډاکټروثیق دلېسې په ټوله دوره کي زماډېرلایق شاگرد وو.
دغه ټوله ورځ زماپه ذهن کي دمیرزاعبدالقادربیدل (۱۶۴۴ ــ ۱۷۲۰ع) دغه لاندي شعرهیسته و دوري کېدئ :
یادآن فـــــــــــــرصت که عیش رایگانی داشتیم
سجده ای چــــــــــون آستان،براستانی داشتیم
یادآن ســــــامان جمعیّت، که درصحرای شوق
بس که می رفتیم ازخـــــــود،کاروانی داشتیم
یادِآن سرگشتگی،کزبستنش چـــــــون گردباد
درزمین خـــــــاکساری،آســــــــــــمانی داشتیم
گردِآسودن ندارد،عـــــــــــــــــرصه جولانِ هوش
رفت آن کزبیخـــــــــودی،ضبط عنانی داشتیم
دست ماودامن فـــــــــــــــــــــرصت،که تیرنازِ او
درنیستان بــــــــــــود،تامااستخوانی داشتیم
ذوق وصلی گشت،بــــــــــــــــــــرقِ خرمنِ آرامها
ورنه مادرخاک نومیدی، جـــــــــهانی داشتیم
ای برهمن،بیخبرازکیشِ هــــــــــمدردی مباش
پیش ازین ماهم،بت نامـــــــــــــهربانی داشتیم
هرقدراوچهره می افـــروخت،مامی سوختیم
درخورعرض بــــــــــــــــــهارِ او،خزانی داشتیم
درســــــــــــــــــــــــرراه خیالش،ازطپیدنهای دل
تاغباری بود،مابرخـــــــــــــــودگمانی داشتیم
دست مامحروم مــــــــــاند،آخرزطوف دامنش
خاکِ نم بــــــــــــــــــــودیم، گردِ ناتوانی داشتیم
روزوصلش بایدازشــــــــــرم آب گردیدن که ما
درفراقش زندگی کــــــــــــردیم وجانی داشتیم
خامشی صدنسخه آهنگ طلب،شیرازه بست
مدعاگــــــــــــــــــــــــم بود،تاسازِ بیانی داشتیم
شوخی رقص سپند، آمــــــــــاده خاکستراست
سرمه سایی بود،اگـــــــــرذوق فغانی داشتیم
جرأتِ پروازهـــــــــــرجانیست”بیدل” ورنه ما
درشکست بال،فیض آشـــــــــــــــیانی داشتیم
ددغي ورځي دنامېندیودردمي دراتلونکي وخت دامیدپه پټۍ باندي ټکورکړاویوڅه په آرام سوم.
دهمدې ورځي په غرمه په ماله جات کي بیایوه واده ته خبرسوی وم.
واده ته ترتگ دمخه دحاجي میرویس نیکه زیارت ته ولاړم . ترزیارت
کولو وروسته مي دقبردډبري لیکنه رانقل کړه.



دمیرویس نیکه دزیارت دکتیبې لیکلوپروخت


دغه کتیبه په ۱۳۱۱ ش کال لیکل سوې ده. دکتیبې لیکدودد وزیر محمدگل خان مومندله خواایجادسوی رسم الخط دئ ، خوپه محوري افعالوکي ئې د(ش) پر ځای (س) کارکړی دئ اوداکارپردې خبره باندي دلیل کېدلای سي چي وزیرصاحب مرحوم هم په دې برخه کي د(س) او(ش) دواړوکارول صحیح گڼل . داکتیبه چي ځیني توري ئې ماپه اوسني مروج لیکدود را اړولي دي، داسي ده :
” دامرقددښاغلي توریالي پښتون اومحرک دآزادۍ دپښتانه مرحوم حاجي میرویس خان نیکه هوتک دی چه پره دي ئې له خپلي ښادمني مېني په مېړانه وویستل اوپښتانه ئې له استیلاڅخه دمتجاوزینو ازادکړه اته کاله ئې حکومت وکئ اوپه کال ۱۱۲۷ هق یوزراووه ویشتم قمري کال کي دهجرت وفات سوی دی.پخواهم خورامناسبه لوحه ئې درلودَ مگرپه وخت دتجاوزات داجانبه اوجگړولوحه ئې ورکه سوه .په کال ۱۳۵۱هق ۱۳۱۱هـ ش په دریم کال دسلطنت داعلیحضرت پښتون محمدنادرشاه په توجه دښاغلي پښتون محمدگل خان مهمندرئیس تنظیمه دقندهارپه یادگاردحمیت اولوړوخدمتوددې ننگیالي پښتون اوښاغلي نیکه اودپاره داحیاء د ملي افتخاراتوبیادامرقدنوی ودان اوتعمیراواحاطه ئې ارت اویوه باغچه ورته سازکړه سوه اودالوحه د ریاست بلدیه له خواولیکل سوه.
دننگ ټوټه به مي هرهډوي
چه پس له مړیني مي پرگورراسې مینه”
په دغه ورځ مي دخرقې مبارکي ترزیارت وروسته دمازیگرلمونځ د لوی احمدشاه بابادمقبرې پرتنگاچه اداکړ اودمعاصرافغانستان د بنسټ ایښوونکي پاک روح ته مي دمغفرت اودزمانې له مصائبوڅخه د افغانستان دنجات له پاره ډېري دوعاوي وکړې.



دلوی احمدشاه بابامقبره


ترهغه وروسته مي دلوی احمدشاه دمقبرې شاوخوادځینو قبروشنختي وکتلې ، خو د وخت دتنگوالي له اسیته مي ددغوشنختودرانقلولو کار بل وخت ته پرېښوو.


لسمه برخه

دمی پراوله (۲۰۱۲ع) دشپې له خوادحاجي محمدولي خان کره په عینو مېنه کي مېلمه وم. ډېرخلک ئې خبرکړي ول. دکندهاردښووني او روزني رئیس ښاغلی صافي صاحب اوملگري ئې هم دعوت کړي ول. دکندهاردښووني اوروزني په برخه کي موښه ډېربیانونه سره وکړل. په دغه مېلمستیاکي مي ځیني دوستان له دېرشوکالووروسته ولیدل.
په داسبائې دسورغراخبارهمکارښاغلي عبدالواسع هڅیال دمرکې له پاره ټیلفون راوکړ. تریولړسرگردانیووروسته ئې کورته ځان راورساوه اومفصله مرکه مي ورسره وکړه. دخپل ژوندپرلوړوځوړاودپښتوژبي پرلیکدود مواوږدبحث وکړ. وعده ئې راسره وکړه چي ترخپرېدودمخه به ئې یووارزماترنظرتېروي.
عبدالواسع هڅیال دکندهاردمشهورمحلي شاعرملاعبدالمنان اخوند لمسۍ دئ. زماڅخه ئې دخپل مورني نیکه، ملاعبدالمنان اخوندد دېوان دچاپ په باب پوښتنه وکړه، ډاډمي ورکړ، چي دهغه دېوان دکار هغه برخه،چي په مائې اړه درلوده، بشپړه سوې ده. دېوان مي تصحیح کړی دئ اوسریزه مي ورته کښلې ده. نوردچاپ انتظار کاږي.
دمی پردریمه (دغوایي ۱۴مه ــ ۱۳۹۱ش) دکندهارپه عالي دارالمعلمین کي مشاعره ترتیب سوې وه. گډون مي پکښې وکړاولنډه وینامي هم وکړه. په هغې کي مي دخپل تعلیمي جریان په باب، چي د هغه وخت په ده خوجه ښوونځي کي مي کړی وو، ځیني خاطرې بیان کړې . ده خوجه ښوونځی دهمدې اوسني عالي دارالمعلمین پرځای ودان وو. محترم پالوال صاحب مشاعرې ته ناوخته راورسېد.په دغه مشاعره کي مي خپل همصنفي، فضل محمدخان پسله څلوېښتوکالو ولید. دی اوس په تجربوي ښوونځي کي سرښوونکی دئ. دزلمیتوب د وخت عکسونه ئې چي گډموسره اخیستي ول، ورسره راوړي ول. د هغود راښوولوپروخت ئې دپخوانیووختوپه ارمان په سترگوکي اوښکي ودرېدلې.
دمشاعرې له نیمایي څخه دعبدالواسع هڅیال په ملگرتیادروهي ادبي بهېر اووه نیزي غونډي ته ورغلم. دبهېرغونډي دکارېزبازارپه یوه کورکي کېږي. موږدرسېدلوپروخت دبهېرغونډه پیل سوې وه اودیوه زلمي شاعرپرشعرباندي بحثونه روان ول. ددغه شعردمطلع یونیم بیتی داسي وو : ” خاني نه غواړم فقیریم ستاله پاره”
دکره کتني په پای کي مااوږده ویناوکړه. دژبي پرعمومي قوانینو، د واحدلیکدودپراوسني حالت،دژبي په گرامرکي داوازوپر رول، اودا چي گرامرداوازوله مخي جوړېږي نه دلیک له رویه، داچي لیک وروسته دئ اودژبي قاعدې ترهغه وړاندي جوړي سوي اوبشيړي سوي وي . د دې موضوع له یادولوڅخه مي مرادداوو،ځیني کسان چي دکلماتودجمع قاعده داوسني لیکدودله مخي دکلماتودپای د(هـ) له رویه ټاکي، تېروتلي دي اودژبوله عمومي کلیاتوڅخه سرغړونه کوي. دغه رازمي د(چې،چي ــ مې، مي ــ کې،کي) په برخه کي داوږدې (یاء) دعامېدلوپرتاریخي لرلیدروڼاواچوله اوهغه مي دهندي اواردوژبو اغېزه وبلله. په خبروکي مي دځوانانوترمنځ پریووالي اوږدبیان وکړ، د هغه په ترڅ کي مي هغوشیطاني توطئوته هم اشاره وکړه چي غواړي پښتانه پخپلومنځوکي سره واچوي اوسره بېل ئې کړي. دویناپه پای کي مي ددوی ځینوپوښتنوته جوابونه ورکړل اودبهېرپه بله غونډه کي مي دگډون په وعده رخصت ځني واخیست .
دبهېردغونډودغه تالاردادبي ستوروپه عکسونوښکلی کړه سوی وو. دعلامه رشادباباعکس پکښې نه وو. ماپردغه غفلت باندي اعتراض وکړاوپه دې باب مي هیڅ رازپلمه موجه ونه بلله.
دبهېرددغي غونډي دبرخه والوله خولومي څوڅوواره واورېدل چي زماله څرگندونوڅخه ئې ډېررضائیت درلود.
په دابله پنجشنبه په کورکي په دې نیامت منتظرناست وم، چي له بهېروالوڅخه به مي یوڅوک غونډي ته بوزي، ځکه زه دښاردنووکوڅو او ودانیوله اسیته په دغه سیمه کي بلدنه وم چي پخپله ورغلی وای، خوڅوک رانغله اوپه غونډه کي دنه گډون ارمان راسره پاته سو. زماد سفرپه پای کي چي بهېروال کورته راغلل، هغوته مي داموضوع بیان کړه او داسي راته ښکاره سوه، چي په دې باب دتفاهم نیمگړتیااغېزه کړې وه اودوی زمادانتظارله بابته ډېرمتاسف سول اوعذرئې وغوښت.
گران هڅیال ته دي خدای خیرورکړي دبهېرله غونډي څخه ئې ترعینو مېني پوري زه پخپل موټرکي ورسره بوتلم. په دغه شپه دښاغلي کاکا اسدالله خان کره مېلمه وم. پرنورومېلمنوسربېره صحاف صاحب او گران روهیال هم راغلي ول. دمجلس په جریان کي کاکااسدالله خان یو شمېرخطي نسخې راښکاره کړلې. په هغوکي دتهذیب الواجبات یوه خطي نسخه هم وه. ماته دانسخه اشناغوندي وایسېدله. کاکاراته وویل چي کابل ته یوچاله پېښوره راوړې وه اوده په پیسوځني اخیستې وه. نسخه چي ماوکتله، راته څرگنده سوه چي داهماغه نسخه وه چي د مولوي صالح محمدخان په کتابخانه کي ساتله کېدله اودنسخود مهاجرت په لړکي ترپېښوره اوکابله پوري رسېدلې اوبیرته خپلي اصلي مېني، کندهارته راستنه سوې وه. داخبره مي له حاضرمجلس سره شریکه کړه چي دحاضرینوله خوائې دموافقې اړخ یوڅه کمزوری راته ښکاره سو. وروسته چي مي نسخه پاڼه په پاڼه واړوله، راواړوله، د پاڼوپه منځ کي مي یولیک وموندچي زماداکا(تره)، حاجی عبدالباقي له خوامولوي صاحب مرحوم ته لیکل سوی وواودلیکلو نېټه ئې، که مي حافظې غلطي نه وي کړې، یوزرودرې سوه اووه ویشت لمریزکال وو. په دغه لیک کي زموږدکورنۍ دنارینه او ښځمنو نومونه راغلي ول چي دسلام رسولوپه نیامت لیکل سوي ول. لیک مي کاکاته دخپلي خبري داثبات په خاطر ورکړاودساتلو سپارښت مي پروکړ. څوورځي وروسته چي بیادکاکااسدالله کورته ورغلم، لیک ئې راښکاره کړچي پریوه بل کاغذباندي ئې دلاښه ساتني په نیامت سریښ کړی وو اود کاغذپرشائې دهغي شپې ټول بیان اودنسخې په باب زمامعلومات پخپل خط لیکلي ول.
کاکااسدالله خان دکندهارپه فرهنگي کسانوکي دقدروړسړی دئ چي د خپلي سرمایې ښه ډېره برخه ئې دهیواددورکوسووکتابوپه بیرته موندلوکي لگولې ده اولگوي ئې. دده په لاس موندل سوي نایاب کتاب، دسیدجمال الدین افغان تتمة البیان فی تاریخ افغان پښتو ترجمه ماڅوکاله دمخه چاپ ته تیاره کړه اوپه جرمني کي دافغاني کلتوري ټولني له خواچاپ سوه. دغه کتاب اوس دکلتوري ټولني په موافقه دکندهارداطلاعات وکلتورریاست په همت دوهم وارچاپ سوی دئ.
دمېلمستیاپه داسبا، دجمعې په ورځ ارغنداوته ولاړم. ټوله ورځ مي په باغ کي له خپلوپخوانیوملگروسره تېره کړه. توتو سپینه دانه اچولې وه، خودراټک وهلونه وه. دانارو درختي په سروگلانوپټي وې. د ارغنداوننداره ډېره په زړه پوري وه. مازیگر رودخانې ته ورشوه سولو. پررودباندي نوي جوړسوي پله ته ولاړو. دخلگودزیاتي گڼه گوڼي له اسیته ډېرپاته نه سولو. دارغنداوپه رودکي دسږکال دبارانوله اسیته ښه ډېري اوبه بهېدلې اودکال دابادۍ زېری ئې ورکاوه. دکندهارباغ والاپه تېروڅوکلونوکي دسرپرسروچکالیوله اسیته ډېرتاواني سوي ول اوددې وچکالیواغېزو عام اولس ته هم تاوانونه رسولي ول. سږکال بدنه وو. دخلکوامیدونه زیات ول.
پریوقوم چي دجگړومصیبت نازل سي، پرڅنگ ئې اسمان هم ورسره  مرورسي . زموږدهیوادپه جگړوکي رالوی سوي نسل ته دغه ترخه واقعیتونه څوواره په اثبات رسېدلي دي. پاک خدای دي دسولي او آرامۍ کلونه یوواربیاپردغه دردېدلي،ځورول سوي اوکړېدلي ملت باندي راولي.


يوولسمه برخه:


دکندهارپه اوسنیوتعمیراتي پراختیاووکي ددغي سیمي دځینو مشاهیروقبرونه لاندي سوي دي. ماته دځینوزلمیوله خواوویل سوه چي دپیرمحمدکاکړقبردیوې ودانۍ په منځ کي راغلی دئ اوگویاله منځه تللوپه حال کي دئ. داخبره ماته دزیاتي خواشینۍ اواندېښنې وړوگرځېدله . ددغه قبراونوروماته معلوموقبرونودلیدني کتني تلاښ مي شروع کړ. گران ستارجان مهتابي راته وویل چي دپیرمحمد کاکړ قبرپاته دئ، خوڅرنگه چي څنگ ته ئې یوحمام جوړسوی دئ اودحمام دبدرفت اوبه دقبرپرلوربهېږي، ځکه ئې نودقبردله منځه تلوامکانات برابرکړي دي. دقبردموقعیت په برخه کي بایدووایم چي دحضرت جي بابادزیارت ترکوڅې چي پرعمومي جاده باندي لویدیځي خواته څوک ولاړسي، یوه کوڅه مخي ته راځي چي عمومي هدیرې ته وتلې ده . دپیرمحمدکاکړقبرپه دغه کوڅه کي واقع دئ.
ستارجان مهتابي ته مي سپارښتنه وکړه چي ددغه قبرعکسونه برابر کړي . په دغه وخت کي زه کاناډاته راغلم. له دې ځایه مي بیاله گران مهتابي سره دتیلفون له لاري خبري وکړې. هغه ته دي پاک خدای برکتونه ورکړي، دغه عکسونه ئې له لیک سره یوځای راولېږل چي زه ئې دلیک یوه برخه اوعکس دیونلیک درنولوستونکوته جنساٌ وړاندي کوم :


Date: Fri, 15 Jun 2012 04:31:36 -0700
 سلامونه نيكي هيلي محترم استاده لوي څښتن دي وكړي چه جوړ اوروغ به ياست
هغه تصويرونه مي درته وليږل اميد سته چه ترلاسه به يي كړي اوبله خبره دپيرمحمد كاكړ قبرپه بشپړه توګه له منځه تللي دي كه توجه ژر ورته ونسي شايد دقبرنښاني ټولي وركي سي حال داچه څلور كاله مخكي په ډيرزيار سره موږ دكندهار ټلويزون له لاري ډه ډيرو مشاهيرو چه نومونه يي ورك سوي وه پيدا اوترڅنګ مو ده دوي قبرونه پيداكړه چه له هغو دجملي څخه يو هم پيرمحمد كاكړ وچه هغه وخت مو عبدالمجيد بابي ته وويل هغه قسم راكړي چه موږ دچاي پيسي هم نه لرو چرته دقبردجوړيدو لپاره يوه كال دمخه مو داموضوع بياراپورته كړه رپورټ موپري جوړ كړپتيال هم پيسي نه درلودي كندهاروالي او ښاروال ته مو وويل ورسته هغو دغه حمام چه قبرته يي پوره زيان رسولي وبند كړ ښاروال موشهيد سو والي صاحب تر اوسه څه نه دي كړي ……………..

عبدالستار


په لاندي عکس کي دښي لاس قبرچي ددېوال څنگ ته واقع دئ، د پیرمحمد کاکړ قبر دئ.


 



زه ددې لیکني له لاري دکندهارله دولتي مقاماتوڅخه په ټینگه غوښتنه کوم چي ددغه قبرغم وخوري. لږترلږه دي یوکوچنوټې شنخته ورته ولیکي اوپرشاوخوادې یوه پنجره راوگرځوي.
دخپل تلاښ په برخه کي دفاضل کندهاري مولاناحبیب الله اخندزاده (مشهورپه حبو اخند زاده) دقبرپه باب تشویش راولوېد. ځکه دغه قبردپخوانۍ عیدگاه ختیځ ته دسړک پرغاړه واقع وو. ماچي اوس لیدل  چي ددغه سړک  پر دواړو غاړوباندي دوکانونه ودان سوي دي ، وبېرېدم چی دغه هدیره هم لاندي سوې نه وي. په دې لړکي مي دشهید عبدالواسع اخندزاده لمسی دمرحوم عبدالباري اخندزاده (واسعي) کشرزوی  شاه جان  کور ته راوغوښت . ددوی دهدېرې پوښتنه مي ځني وکړه. دخوشالۍ خبره وه، چي دده له ویناسره سم،دغه هدیره په تعمیراتي برخه کي نه ده راغلې اوله سړک څخه دختیځ پرلوردمانده پرشرقي څنډه پرته ده. د حبواخندزاده قبرپه هدیره کي معلوم دئ. لوی قبردئ اوتوري ډبري پراچول سوي دي . ددغي هدیرې لویه نښاني داده چي دمرحوم عبدالباري اخندزاده واسعي قبرشنخته لري اوددې شنختي له رویه د حبواخندزاده صاحب قبرهم له چاڅخه نه ورکېږي .
هغه وخت چي شهیدعبدالمجیدبابی (۲۰۱۰ ع شهید)  دکندهارد اطلاعات وکلتور رئیس وو، زماڅخه وغوښتل سوه چي دکندهارد ځینوهغوعلماوو لیست ورته برابرکړم چي قبرونه ئې بایدجوړ او شنختي پرودرول سي. دالیست ماله کاناډاڅخه ورولېږه اوپه هغه کي مي دښارهغه مستحق علماء وروپېژندل چي مقبرې ئې معلومي وې، خویائې له سره شنخته نه درلوده، یائې دوخت په تېرېدوسره مقبرې نړېدلي وې اوله سره ئې ودانېدل غوښتل . هغه وخت سرکارددغه نېک کارله پاره څه بودجه هم تخصیص کړې وه . دهغې پروژې درک بیا معلوم نه سواودبابی صاحب نوم هم حوادثودشهیدانوپه لیست کي وکیښ. اوس دکندهارله مسئولوچارواکوڅخه غوښتنه داده چي پردغه خیرباقي کارباندي اقدام وکړي اوځانونه ددوعاوومستحق وگرزوي.


 دوولسمه برخه:


دمی پرپنځمه دماپښین پردروبجوحضرت ولي خان تیلفون راوکړاو دپوهنتون بېلابېلوڅانگودکتلوله پاره ئې دکندهارپوهنتون دعلمي مرستیال ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي بلنه راورسوله.بالاکرزی صاحب دکندهارله ځوانوتحصیل یافته وو څخه یومنور، پروطن مین اوپخپل تاریخي رسالت پوه افغان دئ. په خارج کي ئې لوړتحصیلات کړي دي اوپرانگرېزي ژبه باندي پوره تسلط لري. ددوی کورنۍ په کوچني بالاکرزکي اوسېدله اواوس ئې هم څوکوره لاهورې اوسي . ددوی اکاارواښادسناتورصاحب عبدالرزاق خان بالاکرزی زمااشناوو . 
 




دهمدې ورځي دمازیگرپرڅلورنیموبجوپوهنتون ته ولاړو. دکندهار پوهنتون بېلابېل ډیپارټمنټونه اوپوهنځي مي دښاغلوبالاکرزی، انجنیر شیرشاه رشاد،عبدالرحمن بابي،حیات الله رفیقي، حضرت ولي او نورواستادانوپه ملگرتیاوکتل. دپښتوڅانگي دوهم ټولگی موهم وکوت اوله محصلینوسره موله نژدې خبري وکړې. دپوهنتون کتابتون، دعلمي شوراتالار،دکمپیوټرخونه اونورئې دیادوني وړول.



ښاغلی عبدالتواب بالاکرزی اوهوتک
دکندهارپوهنتون کتابتون
دغه رازئې دافغانستان په سطحه کي دلومړي ځل له پاره دکارموندلو څانگه (Career Centre) فعاله کړې وه. په دغه څانگه کي ئې له محصلینو سره دکارموندلواوریزومي (resumee)کښلوپه برخه کي مرسته کوله.بالاکرزي صاحب پرنوي جوړېدونکي لابراتوارباندي چي دکاناډاهیوادپه مرسته جوړیږي، دنامه ایښوولوپه باب مشوره وغوښتله. مادشهیدمحمدصادق خان نوم ورته پېشنهاد کړ. صادق خان شهیددکندهارله ډېروموفقواولایقو ښوونکو څخه وواوپه دغه ولایت کي ئې دلابراتواردبنسټ ایښوونکي ویاړدرلود.شهید محمد صادق خان د۱۳۶۳ش = ۱۹۸۴ع کال دقوس پرشلمه د کندهارد وړیو فابرېکې مخ ته دروسي عسکرودیوه کاروان  دتېرېدلو پرمهال د کاروان دعسکروله خواپه داسي حال کي په گولیوشهیدسو، چي خپل کورته پربایسکل باندي روان وو. خدای دې شهادت قبول کړي.
داستادمحمدصادق خان شهیددغه لاندي عکس زماسره ووچي په ۱۳۳۸ش کال اخیست سوی دئ.



له کیڼ لوري :
استادمولانامحمداکرم خان، استادمحمدصادق خان، ….



ددغه لابراتوردجوړېدوپه اړه دپوهنتون په انگړکي دغه ډبره نصب سوې ده.


 
ددغي کتني په جریان کي مودعلامه رشادبابادمقبرې زیارت هم وکړ. ددغه زیارت په محوطه کي اوس داستادنومیالي، عبدالهادي ریشا، عبدالهادي هاند،محمدناصرنصرت، عبدالمجیدبابي اوغلام حیدر حمیدي (ښاروال) قبرونه سته چي زیاتره ئې په پاخه ډول جوړسوي او شنختي پردرول سوي دي.
دکتني په پای کي مي په مخصوص کتاب کي، په داسي حال کي چي برق نه وو اودښاغلوسیداحمدقانع اوحضرت ولي دلاسي تیلفونو د څراغوروڼاته لاسلیک وکړاودغه څلوریځه ، چي په هغه گړی مي جوړه کړه، ورته ولیکله :
ودانوي چي پـــــــــــوهنتونونه
راته روزي چي زلمي کدرونه
دمچېدودي، دافتــــــخاردي
دغه لاسونه، دغه مـــــــغزونه



له ښی خوا:ښاغلی عبدالرحمن بابی، ښاغلی بالاکرزی اوهوتک
دکندهاربرېښناپه اوسني وخت کي ددغه ولایت جدي موضوع ده اود ښاراوسېدونکي دڅوکلونوراهیسي دکجکي برېښناپه امیدمنتظر پاته سوي دي. دښارله خلکوڅخه مي اورېدل چي دکجکي برېښنا په راوستلوکي عمدي ناغېړي کېږي اوامنیتي مسایل ئې هسي پلمه گرزولې ده.دښاراوسېدونکودبرېښناریاست درئیس ښاغلي انجنیر فضل احمدخان پروطندوستۍ اوپاکنفسۍ باندي بشپړاعتماد درلود او ویل ئې چي دغه شخص په بېلابېلونظامونوکي دکارپه ډېرو سختو شرایطوکي خپله وظیفه په پوره ایماندارۍ سره سرته رسولې ده خودا چي ” له یوه لاسه ټک نه خېژي” اودکابل مقامات هم له کندهارسره د موراومیرې چلندکوي، ځکه نودښارخلک دبرق له ستونزوسره مخامخ دي. دښارپه زیاتروکوروکي خلکوجنرېټرونه اود(موّلِد) په نامه یو راز بیټرۍ ایښي وې چي دتنویرله پاره ئې کارځني اخیست.
انجنیرفضل احمدخان په کابل اوکندهارکي دڅولسیزو راهیسي د برېښناریاست درئیس په توگه کارکړی دئ اواوس په دې نژدوورځوکي تقاعدته سوق سوی وو.
ماچي به دبرېښناپه برخه کي دخلکوشکایتونه اورېدل، داسي فکربه مي کاوه چي زه دپنځوسوکالوپخواکندهارکي اوسم. هغه وخت به هم له برق څخه شکایت تربل هرڅه ډېروو. دکندهاریومحلي شاعرارواښاد محمدصدیق ادبیارخوپربرق باندي یوشعرجوړکړی وو، چي ښه ډېر کلونه دخلکوپه خولوکي وو.


 ديارلسمه برخه


دمي پرشپږمه دکندهارادبي انجمن یوشمېرغړي کورته راغلل اود “غاټول” په نامه ئې دخپلي دوې میاشتنۍ خپروني څوگڼې چي په یوه مجلدکي ئې گنډلي اوزما نامه ته ئې اهداءکړي وې، راکړې. پرورځنیو ادبي موضوعاتواوژبنیوستونزومواوږدې خبري سره وکړې. ددغي خپروني گڼې اوزمانورکتابونه مي دپوستې له لاري کاناډاته راولېږل. دهغودرارسېدلوتروخته پوري ددغي خپروني په باب دویلوڅه نه لرم.
په دغوشپوکي دکندهارهواورووروگرمېدله. دوړي وبادونه هم زیات ول. خلکوویل چي دادتوتودپخېدوگرمي ده اوهرکال په دغوورځوکي زیاته گرمي وه. زه چي دمهاجرت په پیل کي په کراچي (سندهـ) کي اوسېدلم، هورې به ئې ددغوورځوگرمي د آم (Mangoo) دپخېدلو گرمي بلله.
دمي پراوومه ،یعني کندهارته زماترراتگ نهه ویشت ورځي وروسته مي ایله دونه موقع پیداکړه چي دخپل اعتیادپه حکم پرکتاب پلورنځیوباندي وگرزم. په سهارکي مي دارگ کتاب پلورونکواوپه سردارمددخان چوک کي مي افغان کتاب پلورنځي ته سرورښکاره کړاودخپلي خوښي څوکتابه مي رانیول . ترهغه وروسته مي په صرافي مارکیټ کي دحاجي ظاهرجان تجارتخانې ته سرورایسته کړ. دمېلمستیاعکسونه اوسي ډي گاني ئې راکړې. په دغه مارکیټ کي مي په تصادفي توگه خپل هم صنفي اغامحمدخان ولید. دی دهغه وخت دپولیسواکاډیمي لوستې ده اودپولیسوافسروو. اوس تقاعددئ. دتېرووختوپه یادموښه اوږدمجلس وکړ .
دصرافۍ مارکیټ دسردارمددخان چوک جنوب ته پخواني توپخانې چوک ته نزدې واقع دئ. دامارکیټ دښارداسعاروسترمرکزدئ. په افغانستان کي تراوسه لاهم لویي تجارتي راکړي ورکړي په ډالریاکلداره سرته رسېږي. پخواورځنۍ سوداوي هم په ډالرکېدلې. خواوس په ورځنیوپولي راکړوورکړوکي دافغانۍ رواج زیات سوی وو. په دې برخه کي یوکیسه په دې ارزي چي وئې لیکم :
کورته په ریکشاکي روان وم اوریکشاوان ته مي دافغانۍ دنه لرلوله اسیته دسلوکلدارونوټ ورکړ. په لږڅه دردسره ئې مخ راواړاوه اوراته وئې ویل :” چي تاسي هم کلداري راکړئ، نوله نوروخلکوڅه گیله ده”. ماپه یوڅه خجالت آمېزه توگه ورته وویل :” وروره ! باوروکړه چي دم درحاله افغانۍ راسره نه وې”. غوښتل مي چي ورته ووایم چي زه له خارجه راغلی یم اوداکلداري  له پخواني سفرڅخه راسره پاته وې اوغوښتل مي چي له ځانه ئې لیري کړم. ده لکه زمادمغزخبره چي ئې اورېدلې وي، راته وویل :” درپوهېږم چي له هاخواراغلی یې، خوموږ ته داټولي سرگردانۍ له دغوکلدارو او کلدارخېلوڅخه راپېښي دي.” مابیاپه عذرورته ویل چي زماسره اوس نوري پیسې نسته، کورته چي له خیره سره ورسېدو، افغانۍ به درکړم. سړي په خنداراته وویل :” تاسي خوبه پرموږدمېلمستیاحق لرئ، زماپیسې دي په مېلمستیاکي درپاته وي، خوکلداري دي نه کوم”. سړي زماله فوق العاده زیات ټینگارسره سره یوه حبه هم راڅخه وانخیستله اووړیائې ترکوره پوري ورسولم اوپه مینه ئې خدای په اماني راڅخه واخیستله. ماله ځان سره خپل یوبیت تکرارکړ :


له دې ښـــــــاره نظرمه اړوئ خلکو
پکښې اوسي اوس لاهم څونازولي


په دغه شپه دحضرت ولي خان استادکره مېلمه وم. مېلمستیاته دپوهنتون پرمرستیال ښاغلي بالاکرزي صاحب برسېره نوراستادان هم دعوت سوي ول.



حضرت ولي خان اوهوتک



ددسترخان په مخامخ سرکي دکیڼ لوري اول تن چي توره لنگۍ ئې تړلې ده،انجنیراحمدشاه دئ.


دپوهنتون دانجنیرۍ پوهنځي استادانجنیراحمدشاه هم راغلی وو. دی په مشرقي لېسه کي زماشاگردوو. تراندازې زیات احترام ئې راته څرگندکړ. انجنیراحمدشاه ،چي له نامه سره اخندزاده لیکي، دکندهاردیوه درانه علمي شخصیت مرحوم قاضي عبدالعلي اخندزاده کړوسی دئ. ددوی کورنۍ دکندهارپه ښکاپردروازه کي میشته وه. دی دکابل پولیتخنیک انستیتوت څخه په ۱۳۶۱ش کال فارغ سوی دئ. له ۱۳۷۹ش کال څخه بیاترننه پوري دکندهارپوهنتون
په انجنیري پوهنځي کي داستادپه توگه دنده لري اودتخنیکي رسم مضمون تدریسوي. په خپله رِشته کي تالیفات هم لري چي یودوه ټوکه ئې ماته هم راکړل.
دمی پراتمه مي دکندهارله “هیواد” تلوېزیون سره ادبي مرکه وکړه چي دمي پرلسمه دشپې پرلسوبجوئې له تلویزیون څخه خپره کړه. ترمرکې وروسته مي ددغه تلوېزیون له مسئول ښاغلي ناصرهوتکي سره دده دکارپه دفترکي وکتل. دی دکابل دئ اومنوردانشمندسړی دئ. پرمېزباندي زمادکتاب” پرمعیاري ژبه دمعیارپه ژبه یوه څېړنه” لومړی چاپ ورته پروت وو. په خوراعلاقمندۍ سره ئې دهغه پرمطالبوباندي تبصرې وکړې اوماته ځرگنده سوه چي دژبي دسوچه کولوپه باب مونظریات ډېرسره ورته ول. ده په دري ژبه کي هم ددغه رازبې سروښکره لاسوهنوڅخه شکایت درلوداودرهنوردزریاب پرنیولوگیزمونوباندي ئې سخت انتقادونه کول. دی له دې بابته ډېرمتاثرووچي هغه پخوانۍ خوږه دري ژبه اوس دځینوبې مسئولتیوقرباني سوې اودمسخ کېدلوپرخواروانه ده. ناصرهوتکي دهیوادتلویزیون دمشرپه توگه درې میاشتي مخکي ټاکل سوی وو. زماسره ئې فوق العاده محترمانه وضع وکړه چي ددغي لیکني له لاري کورودانی ورته وایم.
هیوادتلوېزیون شخصي تلویزیون دئ اوپه قیوم خان کرزي اړه لري. مرکزئې په عینومېنه کي دئ.
زمامرکه ددغه تلویزیون له لاري څوشپې نشرسوه.
دمی پراتمه ماښام مي دافغان تورک لېسې له تورکي مدیراویوه استادسره دانجنیرعبدالهادي په کورکي وکتل. ددغی لیسې مدیریوځوان تورکی وواوپه روانه فارسي ئې خبري کولې. افغان تورک لېسه دکندهارله ډېروښولېسوڅخه ده اوزده کوونکي ئې دافغانستان اومنطقې په سطحه کي ښه ځلېدلي دي. زمادلېسې دوخت استادان ښاغلی نورالحق خان اوښاغلی غلام محمدخان ددغي لېسې په پرمختگ کي ښه پوره ونډه لري. استادحاجي نورالحق خان اواستادغلام محمدخان اوس هم په کندهارکي اوسي اومائې پخپل دغه سفرکي له بده مرغه دملاقات نېکمرغي ونه موندله. پاک خدای دې ژوندی لري. دکندهاردمعارف له ډېرولویومخکښواستادانوڅخه دي. په ډېروسختوشرایطوکي ئې ددغه ښاردبچیانوپه روزنه کي دتندي خولې تویي کړي دي.
تل ترتله په ښه نوم پایي ښاغلي.


څوارلسمه برخه

دمی پرلسمه مازیگردمستقبل کلتوري مرکزته ورغلم. کتابتون مې وکوت. مسئولینوئې راته وویل چي په دغه مرکزکي زده کوونکوته مذهبي اوعصري تعالیم ورکول کیږي.
ددغه مرکزدودانۍ په یوه برخه کي ئې یوه ډېره شاعرانه باغچه جوړه کړې وه. په باغچه کي رنگارنگ گلانواوپه قفسوکي دساتل سوو مرغانورېزونودباغچې ښکلاڅوچنده زیاته کړې وه. ترناوخته ماښام پوري موپرهغه کوچنوټي تخت باندي ،چي دباغچې په یوه کونج کې جوړکړی وو، دگلانوله وږم اودمستقبل کلتوري مرکزدمسئول له جالبوکیسوڅخه ښه پوره خوندواخیست.
دمی پردوولسمه بیاناروغه سوم اوداوارخبره انټي بیوټیک ته ورسېده . سړه تبه راپوري وه . دمی پردیارلسمه په کندهارپوهنتون کي دانجنیرشېرشاه رشادپه نوښت یوه غونډه جوړه سوې وه اومادناروغۍ له اسیته پکښې برخه وانه خیستلای سوه. دخلیل جان سروري پرلاس مي خپل عذرورولېږه. انجنیرصاحب شېرشاه سمدلاسه ټیلفون راوکړاوددواوډاکټررالېږلومسئله ئې راته وویله. مامننه ځني وکړه ځکه دوارارسېدلې وه . خلیل جان په دغه ورځ دمرحوم مولاناابوالوفاء صاحب هغه لیک کورته راوړی وو، چي یووخت ئې له دکن حیدرآباد څخه ارواښادعلامه رشادته رالېږلی وو. ددغه لیک متن ئې ټایپ کړی وو اوماورسره له اصل مکتوب سره مقابله کړ. دځینوځایوپه لوستلو کي ئې چي مشکلات درلودل، هغه مي ورته حل کړل. دلیک دمقابلې په وخت کي څوپلاخلیل جان زماناروغ حالت په کتلوسره راڅخه وغوښتل چي داکاربه بل وخت ته پرېږدو. خوماته دابوالوفاءصاحب مکتوب ډېرپه زړه پوري وواوسباته مي پرېښوولای نسوای. په مکتوب کي دافغانستان دهغوپښتنوعلماووپه باب معلومات ورکړه سوي ول،چي په هندوستان کي ئې دتدریس چاري مخ ته بېولې وې.
کندهارته دراتگ په لومړیوورځوکي گران پتیال دطلوع افغان اخباردنوي یمي  ( یونوي یمي)کالیزي اودپښتواوفارسي دېوان لرونکي کندهاري شاعراسلم لوڼ دسیمینارونویادونه راته وکړه اوزیاته کړه چي په کابل کي ئې له ښاغلي هیوادمل صاحب سره په دې باب خبري کړي وې. دده له خولې چي هیوادمل صاحب له دې اسیته خوښي ښوولې وه چي په دغوسیمیناروکي به زه (هوتک) هم برخه واخلم. دسمینیاروورځي ئې دثوردمیاشتي ۲۵ ــ ۲۶ ورځي ټاکلي وې. ماهم دخپل سفرپروگرام له همدې نېټوسره عیارکړاودثورپر۲۷ مه مي کابل ته ټکټ واخیست. دثورپر۲۴مه دشپې ډاکټرتوریالي ویساتیلفون راوکړچي سیمینارونه دثور۲۷ مي او۲۸ مي ته وځنډېدل. دسیمینارودځنډپه خبره زه په دغه ورځ دنوروکسانوله خولې هم غوږېدلی وم اوراته ویل سوي ول چي له کابل څخه سیمینارته راتلونکوکسانوته نورمهم کارونه پېښ سوي دي اوسمینارونه بایدورته معطله سي. ماچي یوه میاشت وړاندي له کندهارڅخه کابل ته، له هغه ځایه دوبۍ ته، له دوبۍ څخه لندن ته اوبیاورپسې کاناډاته دسفرټول پروگرام دهمدې سیمینارونوله لومړنیونېټوسره عیارکړی وو، راته مشکله سوه چي په دغوسیمیناروکي برخه واخلم. که څه هم دواړوته مي لږوډېره تیاري هم نیولې وه. ښاغلي ویساته مي خپل دسفرعذرووایه اودهغوی له بیابیاټینگارسره سره مي له بده مرغه ونه کولای سول چي ورته معطله سم. هغوی ته مي وویل چي افغانستان دناڅاپي حوادثودپېښېدوملک دئ اوداڅوک تضمینولای سي چي مقاماتوته دي کوم بل مهم کارپېښ نه سي اوسیمینارونه دي بیایوڅو ورځي ورته وځنډېږي! ماته پخوالاهم ځینوکندهاریو فرهنگیانو شکایت کړی وو، چي دکابل مقامات بس څومحدودي ورځي مخکي حال راوکړي، چي پرپلانۍ موضوع سیمیناردئ، ځانونه ورته آماده کړئ، موږهم درروان یو. سیمینارته الابلا څه خاوري ایرې برابري سي اودکابل مېلمنوته هم ورځ دوې دتفریح زمینه مهیاسي. ماته ددغه رازخبرواورېدل دخواشینۍ وړ دي. په دغه ورځ مي ارواښاد سردار داودخان شهیدته دزړه له کومي فردوس جنت ته دداخلېدلودوعاوکړه چي دده په وخت کي افغانستان دداسي شانداروعلمي سیمینارونو شاهدوو، چي بیابه ئې سارۍ گوره په کوموپېړیوکي تکرارسي. سمدلاسه مي په دغوسیمیناروکي خپل نه گډون دنصیب پرغاړه ورواچاوه اوداخودذهني آرامش له پاره خوراښه وسیله هم ده.
دمی له څورلسمي څخه مي کاناډاته دبیرته تگ تیاري پیل اوله دوستانوسره مي دخدای په امانۍ په نیامت تیلفونونه شروع کړل. دشپې ښاغلی قرآنمل له یوه بل ځوان شاعرسره،چي غریب تخلص ئې کاوه،کورته راغلی وو.قرآنمل دکندهارپه فرهنگي اشخاصوکي مشهورسړی اودارواښادعبدالاحداخندزاده غریبک(رح) دکورنۍ راپاته زلمی دئ چي دخپل نیکه په شان ئې دعلم وفرهنگ لارغوره کړې ده.پرځواني دې برکت وي، زماپوښتنه ئې هروخت کړې ده.زه هم تل په ژوندکي ورته دبري اوعافیت دوعاورته کوم.
په دغه ورځ ښاغلي فریدمیوندي تیلفون راوکړچي دمی پر۱۶مه دچارشنبې په ورځ دکابل له لاري دوبۍ اوبیاامریکاته روان دئ. کابل ته زمادتگ ورځ  هم همدغه ورځ وه اودسفرالوتکه موهم یوه وه. په کندهارهوایي ډگرکی مودلیدلووعده سره وکړه. په دغه ورځ ښاغلي عبدالعلي رسولزاده له سویډن څخه دایمیل له لاري دمیرزاحنان بارکزي په یوه بیت کی دسېلابونودبې نظمۍ په باب پوښتنه طرحه کړې وه چي جواب مي ئې په همدغه ورځ ورولېږه.
په همدغه نېټه دشپې له خواښاغلی صحاف، ښاغلی نجیب الله هوتکي اودروهي ادبي بهیرڅونورغړي کورته راغلل. دبهیرپه غړوکي درحمت الله رحمت په نامه یوځوان شاعرهم وو. رحمت الله خپل څوشعري داستانونه راته واورول چي دښاغلي جهاني په تقلیدئې دپندوعبرت پخوانۍ کیسې په نظم ویلي وې. گران رحمت ښه استعدادلري. دمالجات په ریگي کلاچه کي اوسي اوژبه ئې سوچه کلیوالۍ پښتوده. خوراشاذاونادرلغات ئې په شعرکي راوړي ول.
په دغه شپه صحاف صاحب دعبدالرحیم هوتک ددېوان دیوې خطي نسخې بشپړه کاپي هم راکړه.
دمي پرشپاړسمه دسهارپرڅه کم نهوبجومي دکندهارهوایي ډگرڅخه په کام ایرالوتکه کي مخ پرکابل سفرپیل کړ. په الوتکه فریدجان میوندي هم راسره وو. څه کم لس بجې وې چي کابل ته ورسېدو. دکابل په هوایي ډگرکي بکسونوته ډېروځنډېدو. که دفریدجان میوندي خوږې کیسې اودپخوانیوسرگذشتونوبیان نه وای، دغه وخت به پرموږدواړوباندي ډېرغمېدلی وای.له زیات وکم دووساعتوانتظاروروسته راته وویل سول چي زموږبکسونه ئې له کندهارڅخه رااخیستي نه ول. علت ئې هم داراته ووایه چي دالوتکي وزن په زیاتېدئ؟! راته وویل سول چي سباسهارراسئ، بکسونه به موله کندهاره په بله الوتکه کي رارسېدلي وي؟ په زړه کي مي وویل چي داخبري نوزموږپه ملک سته، ډېرچورت به نه خرابوو. ښه دئ چي په همدانن ورځ مي ددوبۍ دتگ پلان نه ووجوړکړئ. له میدانه راووتلو.زه دخپلي خورځې له زوی احسان الله جان بري سره کورته روان سوم اوفریدمیوندي ته رحیم الله هیلمندی راوتلی وو.
احسان الله جان بری خورالایق زلمی دئ. دطب تحصیلات کوي اوپخپل انستیتوت کي عمومي اول نمره دئ.
په کابل کي مي دوې شپې تېري کړې. ټول وخت مي دخپلي کورنۍ له غړوسره لیدنوکتنوته ورایستلی وو. ځایونه لیري ول، یوکورپه کلوله پشته کي، بل په خیرخانه کي ،بل په کلاچه کي، دانوته سره رسوه. په دغه ترڅ کي یوڅه وخت دکابل ښارنوته هم وروایست اودمرغ فروشۍ کوڅې ته ولاړم. دعلامه حبیبي کتاب پلورنځي ته مي هم سرورښکاره کړ. حاجي احمدپه دوکان کي نه وو. په دوکان کي ناست زلمي راته وویل چي کومي فاتحې ته تللی وو. دباران په شرپ کي مي دکلوله پشتې په نیامت په چارراهي صدارت کي یوبشپړساعت دسړک پرغاړه تېرکړ. داول ټکسي والاکراهیه یوڅه زیاته راته وایسېدله. دسفرپه وروستیوشپوکي خودمسافرجیب خالي سوی وي اوبې ځایه سراښتوب شروکړي. ماهم له ټکسي والاسره چنې پیل کړې. هغه لکه چي دونه وخت نه درلودپه منډه راڅخه تېرسو. بیامي نو چي هرڅه وکړه ، شل مي نه کړه اوپه هغه نونسوپسي مي ارمان کاوه.هرټکسي ته چي به مي لاس پورته کړ،یابه ئې نټه وکړه اوهیڅ به ئې ونه دراوه،یابه ئې ویل چي زماداستوگني سیمي ته نه ځي. په دې کي یوساعت ووت.آخر مي له ځان سره ری وواهه چي هلکه! شپه دي لکه چي دلې تېره کړه، پلار د څو غرانوگوډوم، هسي ئې ورکوه، لږوډېرته ئې مه گوره، ځان ترکوره پوري رسوه. څوبالاخره یوټکسي راته ودرېداوزه هم دپیسوله پوښتلو پرته دشاچوکۍ ته ورپورته سوم اوورته ومي ویل :” کلوله پشته میرم، بیادر”. کور ته مي  دتگ په لارکي پرخپل غیرمترقبه سراښتوب باندي په زړه کي په کټ کټ خندل.کله کله خو به ټکسي وان لاهم پخپل ذهني مصروفیت راڅخه پوه سواودموټرپه هنداره کي به ئې دسترگوتربغلو راته کتل. هرومروبه ئې په زړه کي داپوښتنه ورگزېدل چي ددې سړی ولي له خپل ځان سره دونه سات تېردئ!
پرلارچي مي دکابل کوڅواوجادوته کتل ، نووودانیوته مي کتل، راز راز خلکوته می کتل ، راته څرگنده سوه چي نه کابل هغه کابل وو،چي مالیدلی وو اونه کابلیان هغه کابلیان ول چي ماپېژندلي ول.


پنځلسمه او وروستۍ برخه 


De oorspronkelijke bijlage downloaden

دمی پر۱۷مه کي بکس له کام ایردفترڅخه (کابل هوایي ډگر)څخه راووړ. دسباله پاره مي مخ پرکاناډا دسفرترتیبات ونیول.
کندهارته مي روهیال ته مي تیلیفون وکړاودټاکل سوي سیمینار پوښتنه مي ځني وکړه. راته وېویل چي له کابله څخه استاد شپون صاحب، هیوادمل صاحب،دکتورلطیف بهاندصاحب، پوهاند باوري صاحب،انځورصاحب اولېوال صاحب اوڅونورکسان راغلي ول.داسلم لوڼ سیمینارتېرسواوسبادطلوع افغان سیمیناردئ. ددغو دوستانود نه لیدوارمان مي پرزړه پاته سو. دغسي موقعگاني کله کله پېښېږي. خوځان راته مقصرځکه نه ښکارېدئ چي دسیمینارو ځنډ د دوی له خوا پېښ سو.
دجمعې په ورځ (۱۸ می ۲۰۱۲ع) دکابل له هوایي ډگرڅخه دماښام پرشپږبجې وپنځوس دقیقې مخ پردوبۍدصافي ایرلاین په الوتکه کي
والوتواوددوبۍ پروخت دماخستن پرنهه نیمي بجې ددوبۍ نړۍ وال هوایي ډگرته ورسېدو. صافي ایرلاین دافغانستان په هوایي شرکتوکي نسبتا ښه شرکت دئ. الوتکي ئې بدي نه دي اوسرویس ئې هم ښه وو، په نس ئې ښه ماړه کړو. په هوایي ډگرکی مي دسبا له پاره دالامارة هوایي شرکت بورډینگ پاس واخیست اودشپې تېرله پاره د همدغه میدان په (Dubai International Hotel) کي دشپې تېرله پاره کوټه ونیوله. داهوټل ډېرلوکس خوبیخي گران هوټل وو. دیوې رسالې دچاپ پیسې راڅخه واخیستلې. خومابله چاره نه درلوده. درویشت ساعته انتظارپه بل ډول نسي تېرېدلای. په هوټل کي داړتیاټول وسایل، تلویزیون،انټرنیټ،دمختصري ناشتاله پاره داوبوایشولولوښي، راز رازقهوې گاني، دیاداښت اخیستلواوڅه لیکلوله پاره مېزوچوکۍ او دلیک لېږلوله پاره هررازقرطاسیه اونودامکانات موجودول. شپه مي ښه په استراحت تېره کړه. سباته دناشتاله پاره لاندي منزل ته کښته سوم اوترچای چښلووروسته بیرته اطاق ته راوختم. په اطاق کي مي د
خپل څلوېښت ورځني سفرخاتمه په دې ډول وکښله :
دکندهارښارپه تعمیراتي لحاظ پراخ سوی دئ،نفوس ئې څوچنده ډېرسوی دئ،دښاردشاوخوااولسوالیواودگاونډیوولایتوخلک ښارته راکوچېدلي دي. ځیني ئې دامنیتي ملحوظاتوله اسیته اوځیني ئې بیاپه ښارکي دکارکولوله خاطره راکډه سوي دي. په ښارکي ترافیکي ازدحام تراندازې زیات دئ. دښاراجتماعي،اقتصادي اوکلتوري ترکیب پردابله رااوښتی دئ. داسي نوي خانان، نوي مخور، نوي سوداگر،نوي متنفذین، نوي معتبرین  منځ ته راغلي دي چي څو کاله پخوا نه دوی چاپېژندل، نه ئې کورنۍ په ښارکي مشهوري وې.د پخوانیوپېژندل سوومخورواوسوداگرکورنیوڅخه وډېرمحدودکسان اوس په ښارکي پاته دي. زیاتره ئې یاپه گاونډیوهیوادوپاکستان یاایران کي اویاهم په اروپاوامریکاکي اوسي. مشران ئې وفات سوي دي اوکشرانوئې دهماغوهیوادوخوی وبوی اخیستی دئ . داد خواشینۍ خبري دي خوواقعیتونه دي. دهیواددکونډوورنډوپه پیسو روزل سوي کسان تروطن دباندي پاته سوي دي، یاپاته کېدلوته اړسوي دي. دغه رازخبري نوري هم دکښلوسته خوبېرېږم چي دلوستلو به نه وي.
دخپلي سفرنامې په پای کي پرځان لازمه بولم چي ووایم زه د ټولو هغو ښاغلوداحسانونواوقدردانیو مرهون یم چي مائې په وطن کي دمجلس اولیدنوکتنوویاړموندلی دئ.ټول دي دپاک خدای په نازولو کي وشمېرل سي .
+++++++++++++++
ټاکل سوې وه چي له دوبۍ څخه به ماپښین مخ پرلندن رهي کېږو، خوالوتکي څه عوارض پیداکړل اومازیگرقضاله دوبۍ څخه راوالوتو. لندن ته پرسیمه ییزوخت دشپې پریوولس نیمي بجې راورسېدواوپه داسبامي مخ پرټورنټوونیواودسهارپرلس بجې مع الخیرراورسېدم.
تردې اوږده سفروروسته مي بیرته خپل یکنواخته ژوندشروع سو.
دکندهارخلکوبه پخوایووراشه درلوده چي” خواره بازاري، هغه ته هغه خواري” بیرته دخپل کورپه زېرخانه کي چي اوس ئې موږمهاجرلاهم بېسمنټ بولو،دخپل کارمېزته کښېنستم،قلم ته مي رنگ واچاوه او



 زمادکارمېز (دجون شلمه ۲۰۱۲ع)


 
کتابونه مي پرځان را وگرزول. دوه درې دېوانونه مي له ځان سره راوړي دي، هغه باید ترتیب اوتحشیه کړم، دپښتومتون سمېدل غواړي دوهم ټوک له پاره مي ښه پوره یاداښتونه اخیستي دي، داهم پخېدل غواړي اوددې پرڅنگ خپلي انبوهۍ هم راته پرتې دي چي که دژوندپرمېنه وم،کلونه کلونه مي مصروف ساتلای سي  . مېرمني ته مي وویل چي دژوند اختیار خو زموږپه واک کي نه دئ مگرکه غواړې چي دمرحوم ملاعرب اخند خبره “په عالم کي داسبابو” زماژوندنورهم څوکلونه اوږدکړې، دخپل ورځني خرڅ څخه هره ورځ څوایکۍ سپموه اوماته ئې وطن دسفرد ټکټ اخیستلوله پاره راساته . راته وېویل :” دورې دي لکه چي خورا ډېرسات تېرسوی دئ”!


(پای)