کندوز: د خټکيو ۹۰٪ حاصلات له منځه تللي

د لراوبر اداره | جولای 8th, 2012


ګڼ شمیر بزګران ددغه ولایت د کرنې ریاست په چارواکونیوکه کوي چې سږکال یې د دوی سره د خټکیوناروغیوپه له منځه وړلوکې هیڅ ډول مرسته نده کړی دغه بزګران وايې د یاد ریاست د نه پاملرنې له امله د دوی د خټکیوتیارفصلونه د بیلابیلوناروغیوله کبله له منځه تللې اوګڼ شمیربزګرانوته په سوونو زره افغانۍ زیانونه اوښتې دی.


د کندوز ولایت د کرنې ریاست چارواکې دا منې چې سږکال د خټکیوحاصلات په بیسارې ډول له منځه تللې خو لاملونه یې کرنیزآفتونه ښیې چې په وینا د دوی په وس پوره ندی.


د کندوز ولایت په سویل کې پرته د چاردرې ولسوالۍ بزګران واېې سږکال یې په لویه کچه د خټکیوپالیزونه له منځه تللې چې له امله یې  دویته سوونه زره افغانۍ تاوانونه اوښتې چې د دوی وټه ییزحالت یې سخت زیانمن کړی.


بزګران وايي د خټکیوبوټې له ریښوڅخه وچیږی چې تراوسه پورې دوی ندی توانیدلې چې په شته تجربویې مخه ونیسې پدی اړه دوی کندوز د کرنې ریاست په نه همکارۍ اوپاملرنې تورنوي چې ورسره هیڅ ډول مرسته یې تراوسه نده کړی.


بزګران اندیښنه څرګندوي که چیرې د خټکیوله منځه تلولړۍ همداسې دوام ومومی اودولت او اړونده چارواکې یې په اړه لازم ګامونه اوچت نکړئ نوپه راتلوونکې کې به په کندوز کې د خټکیوکرکیله له یوې مخې له منځه ولاړشي.


د چاردری ولسوالۍ د نهرصوفې کلۍ ځوان بزګراحمدشاه د خټکیود ستونزې په اړه وايي (( مونږخپله ځمکه نلروپه اجاره مې  د بل چاکښتونه کرلې ، یویا یونیم لک افغانۍ ورباندی لګښت راغلې خوله ډیره بده مرغه ټول کښتونه له ریښونه وچ شو، مونږ ریښې د کرنې ریاست متخصصینوته مخته کیښودی خوله بده مرغه هغوي پدی اړه هیڅ ډول همکارۍ ونه کړه دغه بزګر زیاتوي تردی مهال هیچا ورسره مرسته نده کړئ.))


بل لورته د کندوز ولایت د کرنې اومالدارې رئیس عزیزالله ایماق وایي (( زه دا منم چې سږکال په کندوزولایت کې ۷۰-۸۰ سلنې خټکیوفصلونه له منځه تللې، ددی کبله زمونږبزګرانو ته خورا درانه تاونونه اوښتې، ډیرې بزګران مونږته راغلې ،یوڅه دواګانې مونږورته توصیه کړئ خوله بده مرغه دا یو طبیعې آفت دی مخنیوی یې ستونزمن دی.))


کندوز په شمال ختیزکې یوکرنیز ولایت دی چې ډیرې اوسیدونکې یې په کرنه اومالدارې بوخت دی د دوی عمده عایداتې سرچینه او ورځنې ژوند د کرنې اومالدارۍ څخه تمویلیږي خوله بده مرغه سږکال په تیرسوړ ژمې کې  ددغه ولایت اوسیدونکیومالدارۍ ته سخت زیان واوښته چې همدارنګه اوس یې دخټکیوفصلونه ۹۰ سلنې له منځه تللې ،بزګران ددغه ولایت کرنې چارواکې او وزارت په نه همکارۍ باندی تورنوي او زیاتوي تراوسه پورې چاورسره مرسته نده کړئ.

Copyright Larawbar 2007-2024