په سهېل کي د واکسين خاصه دوره پيل سوه

د لراوبر اداره | جولای 7th, 2012


کندهار افغانستان- د کندهار په ګډون د سهېل په ٢ نورو ولايتونو کي هم د پوليو يا ګوزڼ پر ضد د واکسين خاصه دوره پيل سوه چي درې ورځي به دوام وکړي.
په دغه دوره کي به هغه سيمي او ولسوالۍ چي په تيرو کمپاينونو کي پاته سوي وې تر پوښښ لاندي راوستل سي او پکښي تر پنځو کالو کم ٥ لکه شل زره ماشومان واکسين کړل سي.
د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقوم پخلا نن د عامي روغتيا په رياست کي رسنيو ته وويل چي په دغه کمپاين کي به د کندهار، هلمند او اوروزګان ولايتونو کي د ١٧ ولسواليو ماشومان واکسين کړل سي.
د هغه په خبره چي دامهال په سهيلي ولايتونو کي د ټول افغانستان په کچه تر ټولو زياتي د پوليو پيښي ثبت سوي چي د اندېښنې وړ ده او بايده ده چي ټول په ګډه ددغې وژونکي ناروغۍ مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي.
نوموړي له ملا امامانو او قومي مشرانو غوښتنه وکړه چي ددىو سره په کمپاين کي مرسته وکړي او دا ډاډه کړي چي ټول هغه ماشومان چي عمرونه يې تر پنځو کلونو کم وي واکسين کړل سي.
سهېل د افغانستان په کچه هغه حوزه ده چي پکښي د نورو هغو په پرتله د امنيتي دلايلو او يو شمېر نورو لاملونو له خاطره د پوليو پيښي لا هم پر ځاى پاته دي او ماشومان ورڅخه زوريږي.

Copyright Larawbar 2007-2024