کندهار: د ماين چاودنو ١٤ ملکي کسان مړه کړل

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جولای 8th, 2012


د کندهار چارواکي وايي په ارغسان ولسوالي کي دوو چاودنو ١٤ ملکي کسان مړه او درې نور زخميان کړل.
د ولايت مقام خبرپاڼه وايي چاودني د ولسوالۍ د شنه نري په سيمه کي د ډيورنډ کرښي ته څرمه پر يوه ټکټر او ټونس موټر باندي سوي دي.
خبرپاڼه وايي لومړۍ چاودنه پر يوه ټونس موټر سوې چي د ښځو او کوچنيانو په ګډون لس کسان پکښي مړه سول، وروسته چي د لومړۍ پېښي د قربانيانو د انتقال دپاره ټکټر راغئ پر هغه هم چاودنه وسوه او څلور کسه پکښي مړه سول.
د دې پېښي مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستى، خو د کندهار ادارې د تور ګوته طالبانو ته نيولې ده، چي په وينا يې عموماً په لويو لارو کي ماينونه ايږدي.

Copyright Larawbar 2007-2024