کور / تازه خبرونه / په جوزجان کي قومي مشران ووژل سوه

په جوزجان کي قومي مشران ووژل سوه

د روان کال دجولای پرپنځمه نېټه ددولت ضد یو وسله وال ګروپ دجوزجان دمردیان (ولسوالۍ) د فتح اباد کلي دهلکوانویوه مکتب ته لاسي بمونه وروغورځول چي دوه چوکیداران یې زخميان کړل او ورپسې یې مکتب ته اور ورواچوﺉ اوبیا له یادي سیمي څخه ولاړل. دسیمي محلي خلګو دافغان امنیتي پولیسو په کومک سره اور مړکړﺉ. تردې مهاله ددولت له خواددې پیښي په اړه نور معلومات نه دي ورکول سوي او د پيښي مسؤلیت هم چا نه دﺉ منلئ.

په دې ورستیوکي په جوزجان کي امنیتي ستونزي ډېري سوي دي ځکه چي دجولای پرڅلرمه نېټه هم درو نا معلومو وسله والو کسانو چي پرموټر سایکل باندي سپاره وه، د قزن نارو کلي قومي مشران چي یو یې دمحلي شوار رئیس هم وو په توپک سره وویشتل او ځاي پرځای یې ووژل کړه.