کور / تازه خبرونه / د توکيو کنفرانس د ١٦ ميليارډ ډالرو وعده وکړه

د توکيو کنفرانس د ١٦ ميليارډ ډالرو وعده وکړه

د توکيو کنفرانس چي د شاوخوا ٧٠ هيوادونو د استازو په ګډون داير سو، له افغانستان سره د ١٦ ميليارډ ډالرو ژمنه پکښي سوې ده.
په دې کنفرانس کي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د خپلي وينا پر مهال له نړۍ والي ټولني غوښتي چي د ښې حکومت دارۍ په رامنځته کولو او ادارې فساد په ورکولو کي يې يوازي پرېنږدي او ملاتړ يې وکړي.
د ملګرو مليتونو عمومي منشي بانکي مون او د امريکا خارجه وزيري هيلري کلنټن هم د خبرو پر مهال له ولسمشر کرزي څخه د اداري فساد د ورکولو او ښه حکومت کولو غوښتنه کړې ده.