کور / نثر / دغه ژوند مو د فاسد لمانځه په څېر دى

دغه ژوند مو د فاسد لمانځه په څېر دى

كه شاعر د وخت له حالاتو سره سمه شاعري وكړي، نو بويه چې د ټولنې په زړه كې به يې ځاى نيولى وي، مګر سخته ده، چې داسې دې وشي، له وخت سره د عيارې شاعرى مثال داسې دى لكه ساده خبرې په شعر اړول، د دروېش دراني شاعري مې ځكه خوښه ده چې كله كله يې دومره ساده خبره شاعرانه كړې وي، چې له لوستو وروسته د مزې تر څنګ مې دا مې دا پوښتنې هم په ذهن كې را پيدا شي، چې موږ ولې داسې نه شو كولى:

لمن مې ډكه ده له كاڼو خو څوك نه پرې ولم
په عادتونو كې دا يو عادت د غره لرم زه

خو مولوي محمد عليم بسمل ته بيا خداى بل كمال وركړى دى، هغه روان حالات ښكلي انځوروي، زموږ په ټولنه كې چې دم ګړى كوم څه روان دي، د هغې په اړه عجيب فكر او عجيبه انځور وړاندې كوي:

لاړل د بـسمل د پنجشنبې د ماسپښين ياران
اوس به د جمعې شپه لكه شمعه په قبرو كوو

وروستي څه دپاسه دېرش كلن حالات زړه بوږنوونكي و او دي، پرلپسې انقلابونو او مرګونو زموږ ډېرې ځوانۍ لو كړې، يو وخت و چې زموږ د جوماتونو په دايرو او د كليو څنګ ته د لوبو په ميدانو كې به د پنجشنبې په مازيګر كليوالو ځوانانو او طالبانو هاى هوى، سخوټ، خوڅى، غوړې څڼې اتڼونه، چې ټول كلى به يې مترنم او زوږ جوړ كړى وو، مګر له بده بخته اوس دا هر څه خيالونه ګرځېدلي دي، مولوي محمد عليم بسمل هم دې حالت ځورولى دى او پخپلو ملګرو پسې يې زړه خپه دى، اوسنيو حالاتو اړايستلى چې دغسي شعر ووايي، دا چې د زړه له درده ويل شوى نادره اضطرابي حالت په كې غځونې كوي، يو وخت و چې له ملګرو سره به يې د پنجشنبې ماسپښين چې كتاب به يې كت په دسمال كې كېښود، جمعه ګي رخصتي به يې له ملګرو سره په خندا تېروله، مګر اوس بيا د زمانې د جبر له كبله د شمعې په څير د جمعې په ماښام چې د يارانو يادونه يې هديرې ته ورولي، اوښكې تويوي…

علم جهالت وخوت عالم باروت راوښودل
چـا ته به ګيـله لـــه عـقـلــمـندو ليونو كوو

ځينې پوهانو د خپلې پوهې په نتيجه كې وژونكې اصلحې رامنځ ته كړې دي، د اټوم په نوم چې په ژوند قيامت راولي او دا پوهان دې چې جايزې يې نړيوال نوم لري، مګر پوهې ته به يې كومه پوهه وويل شي؟! د انسانانو وژلو پوهه؟ د ورېښمو د مبازې لارويان يا د جنګ په حالاتو كې را كې مبارزه كوونكو شاعرانو لپاره مهمه دا ده چې رياليستك واوسي او د ټولنې ناخوالې را وسپېړي او د داسې پېښو رامنځ ته كوونكي كه هر څوك وي وغندي، له ښه بخته موږ په ټپو كې هم لا له وړاندې داسې ټپې لرو چې انساني ارزښتونو ته په كې لوړ درناوى شته:

د تورو توپكو استاكاره

د ښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وينه.

دا د يوې كليوالې پېغلې د زړه اواز دى، هغه هم له هغه عالمه چې په خپله پوهه يې د وژنې اله رامنځ ته كړې ګيله لري، خو بسمل چې خپله يو عالم سړى دى، دا سې سكالو لا نوره هم په شعر كې ښه سكڼلى او په شاعرانه هنر يې نوره هم روښانه كولى شي، په پورته بيت كې يې دا حيرانتيا چې كه عقلمند ليونى شي نو ګيله به چاته كوي، تر ټولو قوي پيغام لېږدوي او د ټولنې تر ټولو لويه بدبختي په ګوته كوي.

لمر چې راخيژي نو په هغه وخت کې مونځ مکروه وي
چې په راتلو دې خداى ته نه کوم سجده جانانه

لمونځ د خداييج نعمتونو اواكرامونو شكرانه ده، خو دا شكرانه لنډول هم ځاى او وخت غواړي، د لمر ختو په وخت كې لمونځ د شرعې له مخې مكروه دى، د ولې په پوښتنه يې خداى پوهېږي، خو بسمل هم خپل محبوب ته د عقيدت د نه وړاندې كولو علت هغه ته له حده زيات احترام ښيي، بسمل د يار راتګ ته دومره خوشحالېږي او د هغه په ذات كې دومره ورك دى چې حتى د وصل په وخت كې شكرانه هم ښه نه ګڼي.

بسمل به مړ شي او نمبر به يې بيا کار نه کوي
اوس کله کله يو مسکال ورته کوه جانانه

دا بيت يې سره له دې چې حسن مقطع ده، بلكې ټليفون چې د دې عصر تر ټولو لويه لاس ته راوړنه بلل كېږي او نن سبا يې په مينه كې تر ګودر او بلۍ ښه رول لوبولى دى، ښايې زموږ په شاعرۍ كې به يو وخت د نړيوالې شاعرى په څېر موبيل ښه پرمختګ وكړي، خو تراوسه د خامو موادو په څېر زموږ په شاعرۍ كې كښته پورته كېږي، ډېرى شاعران هڅه كوي چې دا ټكنالوژي ښكلې شاعرانه كړي، مګر بسمل چې دلته كومه شاعرانه هڅه كړې ده، تر ډېره په كې بريالى ښكاري او دا بيت لكه ازاد شعر په خپل ذات كې د ژوند د يوې ناكامې برخې ښه هېنداره ده او د هنري صفت څخه په استفادې يې مسكال او نمبر خوندور استعمال كړي او شاعرانه كړي دي، چې د فيصل فاران په خبره د بيانيه غزل تر ټولو ښه او كاميابه هڅه ده.

په دې ارزې چې سړى درپسې مات شي
چې په شرنګ لکه بنګړ‌ى درپسې مات شي

كه په دې مطلع كې زما خوښه واى نو بيتونه مې لاندې باندې كول:

چې په شرنګ لكه بنګړى درپسې مات شي
په دې ارزې چې سړى درپسې مات شي

په شعر كې د دې پر ځاى چې مستقيمه خبره وشي برعكس يانې غيري مستقيمه يا كږه خبره وشي، خوند په كې زياتيږي، ځكه شاعران د دې لپاره ابليك اصطلاح كاروي او په دغسې حالت كې د يو او بل بيت روڼ مدعا مثل حالت جوړيږي. پورته بيت هم سم دى مګر (چې) او (چې) په پورته بيت كې په نيمى او په لاندې بيت كې په سر كې راغلې ده، كه چيرته د پورته بيت په سر او د لاندې نيم بيتي په منځ كې تسلسل پيدا كړي يو ډول اهنګ هم جوړوي.

کله سر، کله تندى، کله زړه حسنه!!
بايدهره ورځ يو شى درپسې مات شي

په مينه كې بلا خبرې دي، كه چېرته جانان وعده ونه پالي، نو د زړه به څه حال وي، كه رقيب د يار په اړه ناسمه خبره وكړي، نو سر او تندي ته دې خير وي، كه څه هم داسې خبرې به زموږ په تېره شاعري كې زياته شوې وي، خو دلته چې په كوم اهنګ ويل شوي،تر ډېره برېده نوښت په كې ښكاري نوښت په دې مانا چې زوړ خيال او فكر په نوې بڼه وشي ښه شعر هغه دى چې يا نوې خبره په كې راغلې وي او يا نوښت په كې شوى وى لكه په پورته بيت كې.

رڼا دې را نه وړه تياره دې نوره هم زياته کړه
ځمکې ته راغلې له سپوږمۍ څخه خالي لاسونه

دا بيت يې له نوې زاويي ليكلى دى رحمت شاه سايل ليكلي وو، راغلې خو خالي خالي لاسونه، مګر دروېش دراني بيا وليكل:

په كومه خوله به دعوه كاندې چې فايده دې راوړه
لمر دې له ځانه سره وړى و او شپه دې راوړه

خو د بسمل دا بيت بيا بل حالت لري، داسمه ده چې هدف د ټولو يو دى مګر په شعر كې مهمه دا ده چې د خبرې لپاره څنګه ارايه كولى شو، په دې هڅه كې كه بسمل عالي درجه نه ده ترلاسه كړې، نو ناكام يې هم نه شو ګڼلى او دهغه چا لپاره چې دعوې لوړې كوي، ځان د قام پر اوږو تر واكه رسوي خو استعداد يې نه لري، په زړه پورې بيت يې ورته ويلى دى.

باڼه د ښکلو هم ملګري ملتونه بويه
خوراک يې ويني دي په زړونو کې وهي لاسونه

د بڼو او ملګرو ملتونو تشبيه ځكه راته په زړه پورې ښكاره شوه، چې باڼه هم ډير موسكي موسكي كېږي، ډېرې اشارې او رمزونه لري، مګر د دې ترڅنګ هيلې هم را پاروي، خو پر زړونو د غشيو تر واري هم كم نه دي، د بڼو د غشي او زړه خبره خورا كليشه شوې ده، مګر دلته شاعر د ملګرو ملتونو سره په تشبيه كولو باندې بيت، بڼو او زړه ته نوى روح وربښلى دى.

پيښې باد او موږه څانګې يو بسمله!
عبث دا فكر کوو چې کراري شي

كه له بادونو وروسته كراري شي، نو په څانګه كې به څه پاتې وي؟ هرڅه به لوټ شوي او رژېدلي وي، خو دا بيت يې په ټولنه كې د ډېرو هغو كسانو حالت بيانوي چې له راتلونكي مايوسه دي، مګر په بل بيت كې د دې خبرې جبران څنګه كوي، جبران په دې مانا چې شاعر بايد مايوسه خبرې ونه كړي هغه بايد تل ټولنه هيله منده وساتي:

دغه ژوند مو د فاسد لمانځه په څير دى
دا به بيا راګرځوو چې کراري شي

پورته او دغه بيت يې عيجبه ضد او نقض حالت لري، مګر شاعر ته چې د ټولنې ترجمان ويل شوى دى علت يې دا دى چې هغه د ټولنې انځور ګري كوي، هغه زيات وخت ټولنه منعكس كوي.

په پورته بيت كې يې د داسې چا د ذهنيت انځور كښلى دى چې له راتلونكي مايوسه دى، مګر په دغه بيت لاندې بيت كې د هيلمندۍ څرك ښكاري، خو شاعر ته په كار ده چې تل داسي څه ووايي چې ټولنې ته يو فكر وركړي، لكه بسمل صيب چې دا راتلونكي په اړه لاندې بيت ويلى دى، اوس كه حالات هر ډول دي، خو چې كراري شي، بيا به يې د ښو كسات باسي.

د خپلې مقدسې ژبې لپاره موږ ډېر داسې شعرونه وويل چې بيرته مو په خپل ټولنه كې ښه غبرګون ترلاسه نه كړ، كه څه هم موږ هڅه كوله چې د دغسې بيتونو له كبله خپله ژبه تر هر څه راته نږدې وښييو، دا سمه ده چې ځينې جذباتې ملګرو را سره بدرګه كړل، خو دې ته مو پام ونه كړ چې په ټولنه كې ډېر خلك يې هغسې مفهوم ته لكه څنګه چې ښايې ونه رسېدل، لكه:

په والله چې له جنته به شم ستون
چې كنځل په كې وانه ورم د پښتون

خو بسمل ديني عالم دى هغه تر ډېره په داسې نزاكتونو پوى او په پام ورسره قدم اخلي، ځكه چې دا وخت ډېرى دښمنان دې ته ناست دي چې زموږ په كلتور كې يو ډول خامي پيدا كړي او يا د ولس پارولو لپاره ناسم تعبيرونه وكړي، لكه د پورته بيت يا د حمزه بابا د دې بيت:

اغيار خو وايي د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته له پښتو سره ځم

كه څه هم په دې بيت كې حمزه بابا پښتو اصول او نظم ته نغوته كوي، مګر ډېرى چې اره مانا ته يې نه شي رسېدى عجيبې او غريبې خبرې به درته وكړي، خو ښاغلى بسمل دې ته په پوره پام كه له يوې خوا ولس د ژبې اهميت ته را بولې، ترڅنګ يې اغيار ته هم په ډانګ پيلي په زغرده د ژبې شعار زمزمه كوي او خپله شاعري د ورېښمو د مبارزې سرلارې شاعر ارواښاد سيف الرحمن سليم د دې بيت چې وايي(( سليمه سم دې كړه غزل شرعې ته… لږ په كې ذكر د خپل قا م كوه)) عياروي او له خپلې پښتو ژبې سره مينه، خلوص داسې وړاندې كوي.

موږه دې امكان ترحده خپله ژبه نه پريږدو
لمونځ كه په پښتو نه شي خونيت يې په پښتو كوو

د ورېښمو د مبارزې لړۍ(۳)