کور / سياسي / د۱۳۴۹ ه ش جوزا څلورمه ، داسلامي مبارزې ویاړلې ورځ

د۱۳۴۹ ه ش جوزا څلورمه ، داسلامي مبارزې ویاړلې ورځ

۴۲ کاله وړاندې  د ۱۳۴۹ هجري لمریز کال دجوزا دمیاشتې څلورمه شپه  دافغانستان داسلامي مبارزاتو په تاریخ کې  هغه ورځ ده چې کله به هم هیره نه شي ، بلکه دتل لپاره به داسلام ددښمنانو او دهغه مهال دنا اهله او دین دښمنه حاکمانو په  څيرو دیوه تور داغ په حیث پاته وي .


هوکې دجوزا څلورمه نیټه لکه څنګه چې ددې هیواد ددیني علماء کرامو د تاریخي ، دیني  ، دعوتي او سیاسي مبارزاتو  یونغدثبوت  اوپه دین باندې دننګ او غیرت یو تلپاتې یادګار دی ، په همدې شان ددین ددشمنانو لپاره یوتاریخي شرم  هم بلل کیږي .


دا هغه مهال دی چې داساسي قانون دلسیزې دریم صدراعظم نوراحمد اعتمادي دصدارت په ګدۍ ناست دی ، او ددیموکراسۍ په  نامه یې هرګبراو ترسا ته قانونا اجازه ورکړې ده ، ترڅو په دې هیواد کې سیاسي او فکري فعالیت وکړي .


له همدې امله هیواد ته دنړۍ دبیلابیلو اسلام ضد قدرتونو لاس راخلاص شوی دی ، او هر داسلام او وطن ضد فکر درلودونکی په خلاص مټ په دې ویاړلي هیواد افغانستان کې سیاسي او دعوتي فعالیت کولای شي .


خو په دې  وارداتي  فکري او ګوندي لوبو کې لوی لاس دافغانستان دشمالي همسرحد شوروي اتحاد دی چې په افغانستان کې یې په مختلفو نومونو ګوندونه رامنځته کړي ، چې نه یوازې یې خپله تمویلوي بلکه له سیاسي او اقتصادي فشار نه په استفاده دارګ واکمن هم دې ته مجبوروي ، چې دهغه مهال په اصطلاح د ( مترقي یاچپي ) ګوندونو او ګوندویانو ملاتړ وکړي .


په همدې مهال کې دغیردیني او دهري افکارو درلودونکي کمونیستان دومره سورسترګي کیږي ، چې بالاخره په مقدسو دیني شعائرو برالا ملنډي وهي ،په څرګنده له الله تعالی څخه انکار کوي ، او خلک په ښکاره له اسلام څخه انحراف ته دعوتوي .


دجوزا دڅلورمې له نیټې څه موده وړاندې دکمونیستانو له منځه دبارق شفیعي په نامه یوتن  دلینن  دزوکړې دورځې په مناسبت شعر لیکي چې په هغه کې  لینن دبشریت ترټولو معتبر شخص بولي او په څرګنده ورباندې درود وایي ( العیاذ بالله )


دلته ده چې نور ددې وطن ددیني او ملي نوامیسو داصلي ساتونکو دیني علماء کرامو حوصلې ځواب ورکوي ، او دیوازیني لارې په توګه دکابل په پل خشتي مسجد کې احتجاجي مظاهرې پیلوي .


د ۱۳۴۹ لمریز کال دجوزا په میاشت کې دپل خشتي جامع مسجد دخورا روح پارونکو صحنو شاهد وو ، په دې مهال دهیواد له بیلابیلو سیمو څخه مشهور علماء کرام ، روحانیون  ، ملا امامان او عام مخلص مسلمانان راټول شول ، او داحتجاجیه غونډو په توسط یې له حکومت څخه وغوښتل چې باید دکمونیستي او نورو  اسلام ضد افکارو مخنیوی وکړي .


دې مظاهرو څو ورځې دوام وکړ ، دمظاهرو په مهال دهیواد له ګوټ ګوټ څخه راغلیو علماء کرامو د روان وضعیت په اړه بیانیې ورکولې او دوخت حاکمان یې له کمونیستي خطر څخه خبرول ، دغه راز به دقرانکریم تلاوت کیده ، دذکر مجالس او نورې دیني مذاکرې به کیدلې .


دعلماء کرامو ددې غونډو په مهال دوی له خپله منځ څخه دکوهستان دحضرت عبدالحمید مجددي په مشرۍ یو پلاوی وټاکه ترڅو له پاچا ظاهر شاه سره وګوري  ، او دعلماء کرامو غوښتنې او دکمونستانو دخطراتو په اړه خپلې نظریات ورسره  شریک کړي .


خو دوخت حاکم ظاهرشاه چې دپل خشتي له مظاهرو څخه سخت ویریدلی او ورځ تربلې دهغه په زیاتیدو اندیښمن وو ، نه یوازې یې ددې علماء کرامو هیڅ خبره ونه منله ، بلکې په څرګنده یې دهغوی توهین هم وکړ ، او مخامخ یې ورته وویل ،  چې له دا ډول احتجاجونه لاس واخلئ ، زه امان الله نه یم چې په داډول ویرولو به افغانستان درپریږدم .


دوخت چارواکو یوازې په دې اکتفاء ونه کړه ، بلکې نوراحمداعتمادي له خپل صدارت څخه په استفاده دجوزا په څلورمه شپه دکابل دامنیت ۴۴۴ قطعې ته امر وکړ، چې په پل خشتي مسجد هجوم وروړي او دعلماء کرامو دغه ناسته  ورګډه وډه کړي .


د۱۳۴۹ کال دجوزا په څلورمه شپه په داسې حال کې چې دپل خشتي په مسجد کې دقرانکریم تلاوت جاري وو او په سلګونو علماء کرامو او عام مسلمانان ورته غوږ وو ، ناڅاپه دامنیت دکسانو لخوا په مسجد برید وشو ، په علماء کرامو دبرقي ډنډو  او لرګیو وارونه پیل شول ، دغه راز بې توپیره نیول کیدل او په موټرو کې اچول کیدل شروع شول ، په تش لاسو علماء کرامو دغه ظالمانه برید یوازې په وهلو او نیولو پای ته ونه رسید ، بلکې په پوره بي حرمتي دافغانستان دمختلفو سیمو علماء کرام  له خپلو اصلي سیمو څخه لرې ښارونو ته  یووړل شول ، ترڅو دوباره سره پیدا نه کړي ، په داسې ډول چې دننګرهار علماء هرات او دبدخشان علماء خوست ته یووړل شول  .


سره له دې چې دارګ واکمنانو په دې ناځوانۍ سره دهغه مهال مظاهرې په موقت ډول خاموشه شوې ، مګر له مطلق سکوت سره مخامخ نه شوې بلکې په ټولنه کې ددیني مبارزینو ریښې لا مضبوطې او دواکمنو له څيرو پرده پورته شوه ، په دې توګه ټول اولس وفهموله چې واکمن په دروغو دبې طرفۍ شعار بدرګه کوي اوازادۍ ته دتعهد خبرې کوي ، له دې چلند څخه خلک پوه شول ، چې دوخت دحاکمانو لخوا سوغات شوې ازادي یوازې دهغو لپاره ده چې په افغانستان کې ددین او ملي ارزښتونو په ضد فعالیت کوي ، نه دهغو لپاره چې ددې ارزښتونو ساتنه کوي .


که دهغه مهال پیښې مطالعه کړو ، ویل کیږي چې له پوهنتون او دکابل له زرنګار پارک څخه دخلقیانو او پرچمیانو  تبلیغاتي ډګرونه جوړ شوي وي ، چې په ورځني شکل یې غونډې کولې ، مارشونه یې کول ، او دخپلو اهدافو لپاره یې توندتبلیغات او مبارزې کولې ، مګر ددغو ډلو په مقابل کې واکمنو هیڅ جزي اقدام هم ونه کړ ، نه یې کومه مظاهره ورګډه وډه کړه او نه یې په کوم فعالیت بندیز ولګاوو ، خوکله چې دهیواد سپین ږیري دیني علماء کرام  یوازې داسلامي مقدساتو داحترام ساتلو په خاطر په پل خشتي مسجد کې راغونډ شول ، نو ارګ نشینانو ونه زغملی شول او په پوره بي حرمتۍ یې غونډې وراخلال کړې .


خیر ، الله تعالی ترهرچا ښه قاضي او حکیم ذات دی ، دهمدې وخت حاکمان وو چې وروسته همدې کمونیستانو چې دوی چاغ کړي وو نه یوازې  یې خپل دغه مربیان خلع قدرت کړل بلکې په ډیر بدډول یې له منځه هم یووړل .


ظاهرشاه چې میراثي سلطنت ته یې لومړی  دسرطان او بیا دثور دکودتا په شکل دکمونیستانو لخوا دپای ټکی کیښودل شو، او صدراعظم نوراحمد اعتمادي  چې دثورله کودتا څو ورځې وروسته دحفیظ الله امین لخوا په پولیګون کې ژوندی ترخاورو لاندې شو .


دجوزا دڅلورمې دپيښې په اړه باید زیاته کړو چې داپیښه دافغانستان دنږدې تاریخ داسلامي مبارزاتو په لړ کې یوځانګړی ځای لري  ،  ځکه هغه مهال چې داسلام ضد ګوندونو او حاکمانو دبرلاسۍ وخت وو ، اسلامي مبارزینو په خورا سختو حالاتو کې فعالیت کاوو ، هغه مهال داسلامي مبارزینو له جملې  یوخوا په پوهنتون کې دځینو مؤمنو متعهدو ځوانانو لخوا فعالیت روان وو ، او بله خوا ددیني علماء کرامو دخدام الفرقان ګوند وو ، چې دنوي اساسي قانون له جوړیدو لږ وروسته تاسیس شو او دندای حق په نامه جریده یې هم نشروله .


دا دوه ددیني مبارزې صفوف که له یوې خوادفعالیتي ساحې په لحاظ سره ویشلي او ورک وو ، بله خوا دواړه په پله پسې توګه ترحکومتي تهدید هم لاندې وو ، دومره په ډیرو لږو امکاناتو په خورا سختو شرایطو کې فعالیت کاوو ، نوځکه خو باید همیشه ددوی دقربانیو قدرونه وکړو ، او  تاریخي حماسې او کارنامې یې دتل لپاره ولمانځو او ورباندې وویاړو .