کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کرزې صاحب ! دا هم په انارو

کرزې صاحب ! دا هم په انارو

په بغلان  کې  د نوامبر د مياشتی  د شپږمی  نيټی غم  لړلی  پيښۍ  د هيواد هر بادرده انسان غمجن کړی  زه هم د يو افغان په توګه ځان د نوموړۍ  پيښی  دقربانيانو د کورنيو سره پدی غم کی    شريک ګڼم  او ددی  پيښۍ  عاملينو ته  د لوی خدای  له  دربار څخه   ذلت  غواړم  .


دبغلان دا خونړي  پيښه په  هيواد کي  د افغان  وژنی  لمړنی  تراژيدي نده  دهيواد  دپلازمېنی  په ګډون  هر ورځ   د هيواد په هر ګوټ  کی  د افغانانو  په لسګونو جنازی  د هديرو په لوری  روانۍ دي . د کابل په کارته  پروان کې  د ملي دفاع دکارکوونکو پر بس او يا هم دکورنيو چارو    وزارت ته څيرمه د تير کال  خونړي  پيښی او يا هم د امريکائی اوناتو ځواکونو له خوا ه زمونږ  دولس  ډليزی وژنی  دا د بغلان تر  پيښی  ډير ی   غمجنونکی پيښی  دي . سوال  دا دې چه  ولسمشر  او ولسي جرګه څنګه د  بغلان  پيښه  يوه  ملي  تراژيدی ګڼي  او  ددی   ورځی  د قربانيانو لپاره  دری   ورځی  ملي وير  اعلانوي   ايا  دا وير  په رښتيا دهغو عادي  افغانانو او  وکيلانو  په خاطر  او که د خدايبښلي  کاظمي په خاطر اعلان  شوی  ؟   زما په  اند دا وير  د ښاغلي  قانوني  او متحدی جبهی  وير دی  نه  زمونږ  د ملت  که  خبره  په ملي  وير  کی وي  نو قانوني  صاحب  دی  هره ورځ  ملي وير  اعلان  کړي  ځکه  دې  خو  هره  ورځ  په لسګونو داسی پيښۍ  په سترګو  وينی  او  ولسمشر  کرزی  خو  ﻻ   ورته  ژاړي    . د طالبانو دسقوط وروسته  په سلګونو داسی  پيښی  شوي  چه په هغه کې عام وګړي تر سلو  زيات  مړه او زخميان  شوي   نو ولی  ولسي  جرګی  ملي  وير اعلان  نه  کړ . خبره  خو  داده  چه دا  ولسي  جرګه  او حکومت  د شروع څخه  بيا  تر  ننه  د پردو په  اراده  جوړ  او  فعاليت  کوي  زما په  اند  لدی  موجوده نظام  څخه  د ولسي  پريکړو انتظار  دا به زمونږه تيروتنه  وي .


زه  د    ښاغلي  کرزي  او  ولسي  جرګۍ  څخه  دا  پوښتنه  لرم  چه  : ملي  ماتم  ستاسو ښاغلو په اند صرف  ستاسو  دسياسي  لوبو د بازينګرانو د مړينی  ورځی  دي  او  که  ددی  ملت  د پلورلو ورځ  د ملي  ماتم  ورځ  ده  ؟ تاسو د نړي  د استخباراتي  ځالو د   معلوملحالو   اجنټانو د مرګ  ورځی  ددي   قهرمان  ولس  د  شيهدانو  ورځ  اعلانوی   د ايراني  او پاکستاني  جاسوسانو  د مرګ  ورځ  ملي  ماتم  اعلانوی  نو  بيا  ملي  ماتم  د استقلال  ورځ  اعلان  کړی  . لږ  سر په ګريوان  کړي  او د هغۍ  ورځی  په  فکر  شی  چه  دا ولس  به  يوه  ورځ  ستاسي  مړي  د  امو  او پنجاب  په  سيندونو  سپاري  . عجبه  زمانه شوه  ښاغلی  قانوني  ته چه  د رباني  د حکومت  په ټولو ضد بشري  جنايتونو کې  لاس  درلود  او  د همدی    کاظمی  د ډلی  خلاف  جنګ  کې  چه  په افشاروکې  په سلګونو کورنی  په ډليږ  ه  توګه  تر  خاورو  لاندی  کړی  هغه  ورځ  دملي  ماتم  ورځ  نه وه  بلکی د نظاريانو  او قانوني   د  اختر  ورځ  وه  چيرته  و  هغه  ورځ  ستاسو  دا بيده  ضمير  ؟  داسی  معلوميږی  چه  ښاغلي  بوش  دۍ  بيده  ضمير  د بلی  لوبی  لپاره  په  وروستي  سفر  کې  را ويښ  کړې  او  يا دا  چه  تا  هم  په  تورو نخودو  پسې  ليږي  خداۍ  ته  توبۍ  وکړه چه  د کاظمی په سرنوشت  مبتلا نشۍ  دا ځالۍ  چه  ته  پکی  لاس  وهی  تور ماران  لري  چه هيڅ  وده  نلري  .


ښاغلی  کرزی   او  د  ولسي جرګی  مشر قانوني  !


د پنجوائی  د  ولسوالې  د تير کال  ډليزه  وژنه  د  امريکايانو په  بمونو  په  کوم  نوم  يادوی  ؟  هلته  چه  د بغلان  تر پيښی زيات  افغانان  مړه  شول  تاسو وجدان  درلود  او  که  د بوش  له  ګوش مالي  څخه ډاريدلی  ؟  د ليلي  په  دشت  کې  د څلور زرو  افغانانو يو ځاي  وژنه  د هيواد  په تاريخ  کې  نه  هيريدونکی  ورځ  ده  هغه  ورځ  مو  په  کوم  نوم  ياده  کړه؟  د مزار  د قلعی جنګی  د افغانانو  وژنه  د  خائين  دوستم  او فاشستو امريکايانو لخوا  په کوم  نوم  ياده کړه؟  هو !  کرزی صاحب  تا هم  نه  غوښتل چه  دبغلان  پيښه پدې  نوم اعلان  کړی  خو  د شمال  د غلو  د اخطارونونه  و  ډاريدلی  او مجبور  شوی  چه دا کار  دی  وکړ ځه  کرزی  صاحب  دا  هم  په انارو.


افغانان اوس  پوهيږي  چه  ولسي  جرګه  او د کرزي  اداره په سلو کې  ٨٠٪   د پاکستان  ، ايران ،روسی  او  امريکائی  جاسوسانو نه  جوړه  او  ددی  هيوادونو  ګتو ته  وفادار  دي  نه  افغان  او افغانستان  ته .


درنو  لوستونکو !  په بغلان  کی  د رامنځ  ته  شوی  پيښې  په اړوند دخلکو  ، حکومت  او ولسي جرګې  تر منځ  د  نظرونو  اختلاف  انسان ته  د  موجوده  نظام  او ملي جبهی  لاس  د پيښی  تر شا ښکاره  کوي  . د هيواد سياسي نظام  چه په حقيقت کې  د شمالي ټلوالې   او د کرزي د غربي  ټيم  څخه  جوړه  شوی  عملا  د سياسي  قدرت  د ﻻ زياتو امتيازونو پر  سر جګړه  کې  سره  ښکرونه  يو بل  ته بند کړي  او د  حکومت       په  دننه کې   د خپلو ګروپي  ګټو  په  خاطر  بل  حکومت  جوړ کړې  .  چه  ددۍ  زور  ازموينۍ  ښه بيلګه  د قانوني صاحب برخورد  د سپنتا په اړوند راوړلۍ  شو . بله خبره دا چه  متحده  جبهه چه کاظمی ئی  وياند  و  د روسيی  او ايران  په ملا تړ  امريکا  ته د  درد  سر   په  خاطر  جوړه  شوه  تر څو  دا  حکومت  له  دننه   نه  له بحران سره مخامخ  کړي  او  پدی  کار  تر  يو اندازی  بريالي  شوي  هم  دي  ، خو بله خوا  که  ددې  جبهی  جوړړښت  ته  نظر  واچو  په  سياسي  لحاظ  غير متجاس  جوړښت  دی  او  کيدای شي  دا يو سياسي مانور  د امريکا په  وړاندی  اوسي  .اوس به راشو د قانونی  او کاظمي  تيرو د ١٩٩٢ کال  اختلافاتو ته  چه ټول هيوادوال  پری خبر  دي  کيدای  شي  چه دا پيښه  په دقيق  ډول  کله چه ښاغلی  قانوني  له  امريکا  څخه  راستون  شوی  وی  د ځان  سره  ئی  د کاظميی  د پټو  اړيکو دوسيه  د  ايراني  اخوندانو  په  ارتباط   را  وړی  وي  او  لدی  طريقه  امريکا  غواړي  چه  د  شمال ټلواله  دا  ځل  د امتيازاتو  په  اخستلو د  ايراني  اجنټانو په  ترور  و کاروي  او  يا  هم  کيداې   شي  روسانو  دا ځل  بيا  د مير اکبر  خيبر  په  شان  افسانه  د  ملي  جبهی  لخوا  د کرزي  د حکومت  په  وړاندی  جوړه  کړی  وي . دا به راتلونکی په ډاګه  کړي  چه  د پيښی  تر شاه کوم  لاسونه دي  او  ولۍ  دا  پيښه  دومره  شاربل  کيږي 


                                                                                                                                10/11/07      ويانا