حامدکرزے، د ډيورنډ کرښه او لرو بر پښتانۀ
تيره اوونۍ کښې افغان اولسمشر حامدکرزے د دريؤ ورځو په سفر پاکستان ته راغلے ؤ د خپل سفر په دوران کښې هغۀ د پاکستان صدرجنرال پرويزمشرف او صدراعظم شوکت عزيز سره ليدل کتل وکړل. د اسلام اباد د ملاقاتونو نه وروستو هغوى چارسدې ته لاړل او هلته ئې د عوامى نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولى خان ته د هغۀ د خداې بخښلى پلار او د لر و بر پښتنو ديو دروند سياستمدار او ستر مشر خان عبدالولى خان په مړينه لاس پورته کړو.
اسلام اباد ته راتګ او بيا چارسدې ته دکرزى تګ يقيناً ډير زيات مهم او ګټور ؤ. د پاکستان دپاره عموماً او د لر پښتونخوا د پښتنو دپاره خصوصاً دا سفر يو مثبت او فائده مند ؤ.
اسلام اباد کښې حامدکرزى د پاکستان فوځى اکيډمۍ کښې هم خطاب وکړو په خپل خطاب کښې افغان اولس مشر حامدکرزى د پاکستان واکمنو ته ډير په ډاګه او ښکاره ووئيل چې پښتون کۀ د نړۍ په لر سر کښې اوسيږى او کۀ په بر سر کښې دا يو قام دے ځکه نو ددوى ترمنځه کرښې هيڅ اهميت نۀ لرى.
افغانى سياسى اړخونو مونږ ته وړانديز کړے دے چې د نړۍ په هره برخه کښې پښتانۀ اوسيږى. افغانستان بايد هغوى ته دخپل هيواد تابعيت ورکړى او بهرنى ځواکونه به تر هغه وخته افغانستان کښې ايسار وى تر څو چې زمونږ هيواد کښې د بيا ودانۍ عمل نۀ وى مکمل شوے .
حامدکرزى بله دا خبره وکړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځه سفر دپاره د ويزې شرط ختمول پکار دى، د اسلام اباد نه پس حامدکرزے چارسدې ته دخان عبدالولى خان په مړينه د هغۀ زوې اسفنديارولى خان ته د لاس نيوې دپاره لاړو. هلته کرزى په خپل مطبوعاتى کانفرنس کښې ژورنالستانو ته ووئيل چې مونږ پښتانۀ د ډيورنډ کرښه نۀ منو او دا ځکه چې دې فرضى کرښې يو قام په دوؤ برخو کښې ويشلے دے. مونږ د ډيورنډ په کرښه د ازغن تار لګولو طرف دار ځکه نۀيو چې دا عمل د ترهګرۍ مخه نۀ شى نيولے. او هيچا ته د پاکستان په ضد دخپلې خاورې د استعمال اجازه نۀ ورکوؤ.
څۀ وخت وړاندې دپاکستان صدرجنرال پرويزمشرف امريکا ته په سفر تلے ؤ، هلته هغۀ د امريکا د بهرنو چارو وزيرې کنډوليزارائس ته وئيلى وو چې د ترهګرۍ د مخنيوى دپاره پکار ده چې دپاکستان او افغانستان ترمنځه په ډيورنډ کرښه يو ازغن تار خپور کړے شى.
دې عمل سره به دترهګرو لارې بندې شى، او د افغانستان له طرفه چې په پاکستان باندې د مداخلت کوم الزامات لګى هغه به هم ختم شى. دا تجويز د افغانستان له طرفه ډير په سختۍ سره رد کړے شو.
لر پښتونخوا کښې پښتون ملت والو ګوندونو او ډلو هم ددې په سختۍ سره مخالفت وکړو او ددې مخالفت ځکه وشو چې کۀ پښتانۀ لر دى او کۀ بر دى هغوى د ډيورنډ فرضى کرښه هيڅ کله نۀ منى او نۀ ئې منلې ده.
پښتانۀ دې کرښې ته دکرکې په نظر ګورى. دې فرضى کرښې يو قام په دوؤ برخو کښې د تقسيمولو کوشش کړے دے. دا کرښه پښتنو هيڅ کله ديو بين الاقوامى سرحد په توګه تسليم کړې نۀ ده، ډيره د خوند خبره دا ده چې نۀ هغه وخت خلقو دا کرښه پيژنده او نۀ ئې نن پيژنى. ددې کرښې د سلو کلونو نه زيات وخت وشو خو دې کرښه کښې دا توان پيدا نۀ شو چې يو قام د يو بل نه جدا کړى.
د ازغن تار لګولو سره ترهګرى نۀ شى بنديدے. د پاکستان او هند ترمنځه د کشمير په پوله ازغن تار لګيدلے دے خو حالات اوس هم د پخوا په شان دى.
بل طرف ته کۀ وګورو نو دمشرقى او مغربى جرمنى ترمنځه چې کوم ديوال جوړ ؤ، هغه داسې ديوال ؤ چې مرغۍ ترې هم يو بل طرف ته نۀ شوه الوتے خو بيا هم خلق دغه ديوال راايسار نۀ کړے شول. دغه يو مصنوعى ديوال ؤ چې د سوويت يونين د ماتيدو نه پس اولس په خپله دړې وړې کړو.
المانيانو دغه ديوال دخپل ځان او قام دپاره دښمن ګڼلو موجوده وخت د ترقۍ او تجارت دے،د اولسونو ترمنځه ديوالونه او ازغن تارونه هيڅ حيثيت نۀ لرى، قومونه ديوالونه دړې وړې کوى. د اروپا پنځۀ ويشت هيوادونه دى، هلته خلق ازاد ګرځى راګرځى، هيڅ قسمه بنديز نشته، ويزه او پاسپورټ شرط نشته، کۀ دې حوالې سره د افغان اولس جمهور رئيس وينا ته وګورو نو هغه د ډير ويژن او سياسى بصيرت نه ډکه ده، د پاکستان او افغانستان ترمنځه دويزه شرط ختمول پکار دى خو دلته دا سوچ هم پکار دے چې د ويزو شرط ختمولو سره به چا ته فائده او چا ته نقصان کيږى. تاريخ ګواه دے چې افغانستان کوم يو ګاونډى هيواد کښې هم مداخلت نۀ دے کړے. افغانستان هر وخت د مداخلت ښکار شوے دے. افغانان نۀ پوهيږى چې اخر ددوى ګناه څۀ ده؟ دوى څۀ داسې کار کړے دے چې خلق ئې نۀ معاف کوى، افغانان ډير ساده خلق دى. ډير زر د خلقو په خوږو خبرو دوکه خورى.
څو ورځې وړاندې زۀ په خيبرايجنسۍ کښې لولې شلمان ته لاړم. د ډيورنډ د کرښې سيل مې کول غوښتل، د خوند خبره دا وه چې ما لا دا خبره کوله چې هغه د پښتون قام دښمنه کرښه کوم ځاې راښکلے شوې ده، زما ملګرى راته ووئيل چې هغه کرښه تا وروستو پريښودې ده، مخامخ يوه قلعه غوندې کور ښکاريدو، هغې ته ما ورتګ غوښتو خو ملګرى راته ووئيل چې دا قلعه د افغان عسکرو ده او کيدے شى امريکايان هم ورسره وى، مونږ ته دغلته د تګ اجازه نشته. او کۀ چرې تۀ دا عسکر پيژنې نو ځه چې ورشو. ما ورته ووئيل چې زۀ عسکر نۀ پيژنم او نۀ عسکر ما پيژنى. دا خبره ډيره صحيح ده چې زۀ دپښتون قام ديو والى او پښتون قامى وحدت دپاره هلو ځلو کولو والا يو معمولى غوندې سياسى کارپوهه يم خو ددې مطلب هيڅ کله دا نۀ دے چې زۀ دې عسکر پيژنم او عسکر دې ما پيژنى. ترکومه چې د فوځ او پوليس تعلق دے نو زۀ پيښور کښې هم پوليس او فوځ نۀ پيژنم او نۀ هغوى ما پيژنى.
قلعې ته چې ورنزدې شو نو هلته موجودو عسکرو زمونږ ډير په مينه استقبال وکړو. د پوستې مشر کمانډر مونږ سره ډير په خلوص او مينه خبرې اترې وکړې. زمونږ ئې ډير ښۀ ميلمستيا وکړه مونږ د هغۀ دغه ميلمستيا او خلوص ته په درنه سترګه ګورو.
دا خلق ډير مجبور دى.نړۍ له پکار ده چې د دوى مرسته وکړى او د دوى سياسى ازادى بحال کړى. د پاکستان صدرجنرل پرويزمشرف په ډاګه وئيل چې باجوړ کښې د امريکا بمبارۍ سره د القاعده غړى وژلے شوى دى.دې نه معلوميږى ځان وژونکې حملې کوى او يو جمهورى دولت ته مشکلات پيدا کوى. اخر دا به تر کومه وى. ددې څيز علاج ډير ضرورى دے.د تاريخى اسنادو په شهادت د سکندر مقدونى نه واخله ترچنګيز او بيا تر ننه پورې هر چا چې د پښتنو افغانانو په وطن سترګې رابرندې کړى دى، سترګې ترې وتلى دى. او ماتې ئې خوړلې ده. چا چې هم د افغانانو وطن ته په غلطه سترګه کتلى دى، هغه مشکلاتو او مسائيلو سره مخ شوى دى. افغانان د خپل وطن يو يو انچ هم چاته نۀ شى پريښودے. بايد چې ګاونډى هيوادونه د تاريخ نه سبق زده کړى او خپلې زړې او فرسوده طريقې او کارونه ختم کړى. او د ښۀ ګاونډيتوب حق ادا کړى، دلته لر پښتونخوا کښې د افغان اولس مشر حامدکرزى وينا ته پښتانۀ افغانان په درنه سترګه ګورى او دا خپل ځان دپاره مرام بولى. د پښتو ژبې، ځوان شاعر، او دانشور ميا فاروق فراق وائى:
يو دې کور وى، يو دې ورور وى يودې شکور وى
پښتانۀ دې همه واړه د يو بل شى
د کابل زخمونه رو رو پيوند اخلى
دشهيد وينه به نن سبا کښې ګل شى
کۀ طوفان مو د هستيو ډيوې ګل کړى
د فکرونو څراغ خداې مۀ کړه چې ګل شى