کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٧م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٧م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٩٧م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٢٣١:- کم مسلمان چي د خپل اهل او عيال له پاره ووژل سو هغه شهيد دئ.
٢٣٢:- سخاوت د جنت د درختو څخه يوه درخته ده چي ښاخونه ئې پر مځکه راغوړېدلي دي چي چا چي ئې هر ښاخ ونيوى هغه به جنت ته داخل سي.
٢٣٣:- تر ما وروسته به پر تاسو داسي حالت راسي چي ستاسو ايمانونه به داسي خوړل کېږي لکه اور چي لرګي خوري.
٢٣٤:- سخت خبري کوونکى هيڅ څوک نه خوښه وي.
٢٣٥:- بې شکه په ځينو اشعارو کي هوښيارتيا وي.
٢٣٦:- د تجربې پرته هيڅوک نه سي حاکم کېدلاى.
٢٣٧:- زموږ تکليف زموږ د ګناهو کفاره ده.
٢٣٨:- د توبې دروازې هيڅکله نه تړل کېږي مګر تر مرګ مخکي.
٢٣٩:- د خپل ځان صدقه ورکوه.
٢٤٠:- مؤمن درواغ نه وايي.