کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٩م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٩م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٩٩م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٢٥١:- په چا کي چي رحم نه وي په هغه کي هيڅ ښه والى نسته.
٢٥٢:- د الله پاک جل جلاله درکړل سوى رزق خوره او د هغه شکر ادا کوه.
٢٥٣:- که ژبه سمه وي نو ټول اعضاء به سم وي او که ژبه خراپه وي نو ټول اعضاء به خراپ وي.
٢٥٤:- په نېکۍ کولو سره ژوند ډېرېږي.
٢٥٥:- رښتوني ته تل بزرګي او عزت په برخه کېږي.
٢٥٦:- د ژبي صدقه داده چي ته د بل کس سفارش وکړې.
٢٥٧:- سفر د عذاب يوه ټُکړه ده.
٢٥٨:- ښه سلوک عمر زياتوي.
٢٥٩:- بدترين کور هغه دئ چي په هغه کي د يتيم سره بده رويه کېږي.
٢٦٠:- د شرابو قيمت اخستل حرام دي.
نور بيا………………………
غوښته: د لراوبر ويب پاڼي ګرانو لوستونکو افغانستان ، ټول اسلامي مملکتونه ، مسلمانان په خپلو دوعاوو کي مه هېروئ په ځانګړي ډول ښاغلى ډاکټر صاحب نثار احمد صمد، زما مشر ورور هدايت الله جانان چي د تېرو شااوخوا ١٨ کالو راهيسي ناروغه دئ او هيڅ ئې د علاج درک نسته او په ځانګړي ډول پښتانه چي په هر ځاى کي وي.