کور / تازه خبرونه / طالبان: د زده کوونکو مسموم کول ددولت او بهرنيانو کار دی

طالبان: د زده کوونکو مسموم کول ددولت او بهرنيانو کار دی

طالبانو په هیواد کې د ښوونځیو د سوزولو او د نجونو شاګردانو د مسموم کیدو په اړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا کړنه غندلې او پړه يې په افغانستان کي پر مېشتو بهرنيانو ور اچولې ده چي ددوی په وينا په دې توګه غواړي چي د زنګاوات غوندي د نورو وحشتناکو پېښو څخه د خلکو پام بلي خواته واړوي .


د مطبوعاتي رپوټونو له مخې،  په دې وروستیو کې په تخار کی د یوه ښوونځي  شاګردانې مسموم کړل شوې وې. د دې نه  څو ورځې مخکې،  په خوست او داسي ،  د هیواد په نورو برخو کې  هم د ورته پیښو رپوټونه ورکړل شوي وو. 


طالبانو پر يو شمېر رسنيو تور لګولئ دی چي ګواکي ددوی د تائيد اخستلو يا د ددوی لخوا پر يوه موضوع د اعلاميې خپرولو مخکي د ځينو پېښو پړه د طالبانو پر غاړه ور اچوي ، په اعلاميه کي په دې اړه داسي راغلي : ((په استعمار پورې تړلیو ځینو مزدورو او جهاد دښمنه رسنیو چې معمولآ تر ټولو د مخه،  د دغو پیښو رپوټونه خپروي، سملاسي د نوموړو پیښو تور په اسلامي امارت ولګاوه او د دې انتظار یې هم ونه ایست  چې پدې اړوند د اسلامي امارت ویاند څه وایي او یا د اسلامي امارت د اړوند منبع څخه د پیښې  په هکله تصدیق وکړي.))


طالبان وايي چي دغه رسنۍ هغه رپوټ له پامه غورځوي چې په  تیر ۲۰۱۱ کال کې په لندن کې د ښوونې او روزنې په هکله،  یوه نړیوال کنفرانس  ته په وینا کې،  د کابل د ادارې د معارف وزیر اعتراف وکړ چې دده په اصطلاح (وسله وال  مخا لفین ) د ذکورو او اناثوله  تعلیم سره مخالفت نلری. همداراز، ددې وزارت مسلکي مرستیال  رسنیوته ویلي چې ښوونځۍ د طالبانو له خوا نه ،  بلکې د ځینو ( جنایت کارو کسانو) له خوا ورانیږي.


په عین حال کې،  باید ووایو چې د روان کال د فبروري په ۲۲مه نیټه د خیوې ولسوالۍ د کاشکوټ په سیمه کی ، د یرغلګرو قواوود  چورلکو د ډزو په نتیجه کې ،  د سربند  د  ښوونځي  یو ښوونکی او ۹ تنه زده کوونکي ټپیان شول . خو دغو مزدورو رسنیو پدغو ټولو حقایقو سترګې پټې کړې دي.
 په اعلاميه کي راغلي چي اصل خبره دا ده چې پدې وروستیو کې،  بهرنيو قواو د پنجوایي د زنګاوات په کلي  کې د بیګناه ملکیانو او ماشومانو د شهیدانولو او سوزولو، او ددې نه مخکې د شهیدانو د پاکو اجسادو د سپکاوي  وحشیانه عمل  ترسره کړی دي . همدا شان ،  د بګرام په هوایي ډګر کې  د قرآن کریم د بیحرمتۍ د نه بخښونکي جنایت مرتکب شول،  نو اوس هغوی او کورني لاس پوڅي يې هڅه کوي چې د نجونو د مسموم کولو  په څیر،  د پلان شویو پیښو په رامینځ ته کولو سره،  د افغان ولس او نړیوالو توجه له خپل وحشت او جنایت څخه بلې خوا ته واړوي.


طالبان وايي چي یو ځل بیا اعلانوي چې زموږ په ګران هیواد کې دغه ډول او دیته ورته نور ناوړه کارونه د ځینو استخباراتي شبکو له خوا تر سره کیږي چې پدې کې پخپله د کابل د  ادارې د ملي امنیت په نامه استخباراتي شبکه هم شامله ده.


طالبان وايي چي تګلاره يې معلومه ده. هغه په هیواد کې د دوی په وينا یرغلګرو قواوو او د هغوئ د ملاتړو لاس پوڅو په مقابل کې وسله وال جهاد کول او د هیواد آزادول دي. د دې علاوه، ، ددوی په وينا یرغلګرو او یا ددوئ  د مزدورو رسنیو له طرفه د مجاهدینو په خلاف ناوړه تورونه ، د روان جهاد په وړاندې د دښمن د روانې او مطبوعاتي جګړې برخه  ده، هیڅ حقیقت نلري. 


ددې اعلاميې په پای کي ښوونځيو د سوځولو او زده کوونکو د مسموم کولو سخت مخالفت سوئ دی او وايي چي  اسلامي امارت ددغو اعمالو څخه کاملأ برائت اعلانوي او څرګندوي که د هیواد په هره برخه کې ، ددې  اعمالو مرتکبین په لاس ورشي، شرعي سزا به ورکړي.


د يادوني وړ ده چي د طالبانو د مشر ملا محمدعمر اخند په ګډون طالب ويندويانو په وار وار د ښوونځيو د سوځولو سره مخالفت اعلان کړئ او دغه عمل يې غندلئ دی خو تر اوسه پوري يې د هيڅ يوې ښوونځۍ د سوځولو ، ورانولو يا زده کوونکو د مسموم کولو عاملين نه دي نيولي په داسي حال کي چي په لسګونو ځله يې په بېلابېلو سيمو کي د جاسوسۍ په تور بېلابېل کسان نيولي او وژلي دي .


په دې وروستۍ رسمي اعلاميه کي چي د افغانستان د اسلامي امارت په نوم خپره سوې ده يووار بيا د ښوونځيو د سوځولو او زده کوونکو د مسموم کولو غندنه کړې او په دې چارو کي يې خپل لاس لرل رد کړي او د افغانستان ددولت ملي امنيت او بهرني استخبارات يې ددې اعمالو په ترسره کولو تورن کړيدي .


افغان دولت او مرستندويه بهرنيو ځواکونو يې په دې اړه تر اوسه پوري د طالبانو لخوا پر لګول سوو دغو تورونو باندي څه نه دي ويلي .