کور / شعر / غزل

غزل

خلکو راشي ما د يار کلی ته بوځی
دغه ملنګ هغه خوار کلی ته بوځی
د ګلانو چم کې چې اغزی لټوی
دا ليونی له دې ښار کلی ته بوځی
ترڅو به بند يم د سرو زرو پنجره کې
مسافر خو هم يو وار کلی ته بوځی
زه چې ځان ساتم له هر توفانه څخه
نن مې په غاړه کې دار کلی ته بوځی
نور مو بهانې نه منم زر شي زر شي
احمدزی پر نږدې لار کلی ته بوځی