کور / مرکه / پوليسو او شاعرانو ګډه مشاعره وکړه

پوليسو او شاعرانو ګډه مشاعره وکړه

د هيواد په شمال، بغلان ولايت کې په لومړي ځل د پوليسو او شاعرانو تر منځ ستره غونډه او مشاعره ترسره شوه.
دغه مشاعره د تېرې جمعې په شپه ماښام ۶ بجې پيل او د شپې تر دوولسو بجو يې دوام وکړ.
(د پوليسو ارمان د شاعر په ژبه) مشاعره د بغلان ولايت د امنيه قومندان ښاغلي اسدالله شېرزاد پر مټ د بغلاني فرهنګيانو پر هڅو جوړه شوه.
مشاعرې ته د بغلاني شاعرانو او ليکوالو په ګډون د هيواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ليکوالان او شاعران راغلي وو او ښه سندريزه شپه يې جوړه کړې وه.
د بغلان امنيه قومندان ښاغلي شېرزاد رسنيو ته وويل، چې دا کار يې د دې لپاره کړی، چې د خلکو او پوليسو ترمنځ اړيکې لا پسې نږدې شي.
نوموړي وويل چې په راتلونکي کې به هم دا ډول پروګرامونه جوړوي.
مشاعرې ته له کابل څخه راغلي شاعر هارون حکيمي وويل: دا لومړی ځل دی چې د نظامي ځواکونو او اديبانو تر منځ مشاعره کېږي. نوموړي دا کار ځکه ښه وباله چې د خلکو او دولت تر منځ د نږدېوالي سبب ګرځي او شته واټن له منځه وړي.
هغه د امنيه قومندانی تر څنګ د بغلاني فرهنګيانو هڅې هم وستايلې چې ډېر ښه روان دي. نوموړي وويل چې دا غوره کار دی چې زمونږ يو پوليس دې د شاعر سره يو ځای د هيواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره ناست وي او شعرونه دې لولي.
له مشاعرې وروسته د هيواد تکړه سندرغاړي دين محمد غمخوار موسيقي وغږوله او په خپلو سندرو يې د ادبي غونډې فضا لا پسې شاعرانه کړه.
په مشاعره کې د سندرو او شعرونو تر څنګ اتڼوڼه هم وشول.