یو بل هلیکوپتر ولوېد او ۳ بهرنیان مړه سول

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 28th, 2012


سي . ان . ان خبري شبکې او هم طلوع خبري آژانس جلا جلا راپور ورکړ چی نن د ناټو یو هلیکوپتر د وردګ ولایت په نرخ ولسوالي کی ولوېداو یو هم د پکتیکا ولایت په سر روضه کی لوېدلی و چی دوه بهرني پوځیان پکښی وژل سوي وو . سی ان ان زیاتوی چی طالبان د دواړو هلیکوپترونو د ویشتلو ادعا کوی او تلفات یې ۳۶ امریکایی پوځیان بولی .
بلخوا ، ناټو وایی چی نن د افغانستان په جنوب کی یو بهرنی پوځي په مخامخ جنګ کی ووژل سو ، خو د پیښی دقیق ځای او د پورتنیو درو سرو عسکرو هویت یې واضح نکړ .

Copyright Larawbar 2007-2024