کور / شعر / رباعي

رباعي

ګلونه پيدا نسوه د اغزو سره درځم٠
جانانه ستا محل ته د غمو سره درځم٠


قدرت مي په ازل کي ستمونه دي ليکلي٠
زه زوی دتاريکو يم د تيارو سره درځم٠






دوستي


راځه دوستي وکړو،ښه زندګي وکړو٠
چې پکښې دواړه خوښ ېو ،داسې ياري وکړو٠


***


چي زه يوسف غوندي سم،ته زليخا سي زما٠
راځه مجنون غوندی سو ،نا فرماني وکړو٠


***


راځه د خداي د بيري،يو څه مستې وکړو٠
راځه چې بنګ پورته کړو،شرابخوري وکړو ٠


***


پريده د شیخ خبري ,دنيا داري وکړو ٠
راځه چي ولاړ سو دواړه ،د دي مکاري دنيا ٠


***


چيری چه لو سحرا وی،هم ښايسته بيديا وی٠
بيا به زه هسک غوندي سم،ته به سپوږمۍ سي زما٠


***


چيری چه ظلم نه وی ،هلته خواري وکړو
لاس به را تاؤ کړو ګراني،بيا به ياري وکړو ٠